درمضان ۱۷ دبدرتاریخي غزااودهغی دکامیابۍ لاملونه
دجمعی ورځ دسنبلی دمیاشتی په پینځمه نیټه چی درمضان دمیاشتی د۱۷نیټی سره سمون خوري دروداتودجمعیت اصلاح دعامه فعالیتونود څانګی لخوا دحصارک دلوی کلی په جامع جومات کی دبدردغزوی( دحق اوباطل بیلونکی غزوی)دلمانځلوپه مناسبت یوغونډه جوړه شوه.
غونډه کی دروداتودولسوالۍ پوری اړوندتعلیم یافته ځوانانو او د روداتو دجمعیت اصلاح غړو او همکارانو ګډون کړی وو.
غونډه د مازدیګر د لمانځه پسی متصل دقرانکریم په تلاوت سره پیل شوه چی دانانسری چاری یی دجمعیت اصلاح د غړي ډاکترجمال الدین په غاړه وی دتلاوت څخه وروسته دجمعیت اصلاح غړي استاد عبدالله نصرت ارزښتناکه وینا واوروله دخپلی وینا په سرکی یی دغونډی برخوالوته جمعیت اصلاح ورمعرفی کړه اوویی ویل جمعیت اصلاح یوه دینی اصلاحی افغانی ډله ده چی دافغانستان دمسلمان ولس دبچیانوڅخه جوړه شوی ده اودخپل اسلامي هویت، تاریخ ،دود او ارزښتنودساتلولپاره دهیوادپه لراوبر کی بغیردکوم ژبني اوقومي تعصب څخه کارکوي .
استادنصرت دجمعیت اصلاح په ټولوفعالیتونواوپه خاص ډول په فرهنګي اوعلمي فعالیتونو رڼا وا چوله اودجمعیت اصلاح دټولوهغه رسنیونومونه چی دجمعیت اصلاح دمرکزي دفتراوساحوی څانګوڅخه خپریږی یاداوری وکړه او ویی ویل که غواړي داسلام دمبارک دین په اړه کامل اوشامل فهم ترلاسه کړی نونوموړي نشرات حتما ترلاسه کړی اوپه غورسره یی ولولی .
استادپه تعلیمي اوتحصلي ډګرکی دجمعیت اصلاح په فعالیتونوهم زغلنده نظرواچوواودهیوادپه مختلفوولایاتوکی یی داصلاح دعالي لیسو،عالي دارلمعلمینو ،مدرسو اونوروعلمي موسیساتوپه اړه یی لنډمعلومات ورکړل.
دجمعیت اصلاح دلنډی پیژندنی څخه وروسته استاد نصرت دخپلی محاضری دوهمی برخی ته چی ډیرومهمواوضروی نقاطوته یی پکی اشاره کړی وه داخل شواستاد نصرت دخبروپدی برخه کی دهیوادپه اوسنی حالاتورڼا واچوله اوځوانان یی متوجه کړل چی داسلام دښمنانوپه مختلفو ډولونو اونیرنګونو سره کارشروع کړی اوغواړی چی زمونږاوستاسی نسلونه اوبالخصوص ځوان نسل راته بی لاری اوددین څخه یی واړوی خومونږدغفلت په خوب وده یو.
استادنصرت دخپلو خبروپه جریان کی دبدرغزا په لنډډول وڅیړله اوویی ویل دنن څخه ۱۴۳۰هـ ق کاله وړاندې ۳۱۳تنه ځوان صحابه چی د مادی وسایلوپه اساس ډیرکمزوری او دجګړی لپاره یی هیڅ ډول تیاری هم نه درلود خودایمان قوت ورسره وو په همدی نیټه د ۱۳۰۰تنو په وسلو او وسایلو مجهزو کفارو مقابلی ته خپله سینه سپرکړه اوالله پاک ورته داسی بریالیتوب ورپه برخه کړ چی تاریخ به یی ترابده هیرنه کړی، پدی ورځ باندی هغوی دکامیابی علت داوچی هغوی دکلک ایمان خاوندان ؤ، دواحدقیادت لاندی یی کارکاوه،دخپل مشرتابه یی کامل اطاعت کاوه ،دسرښندنی اوقربانی جذبه یی درلوده، دخپل فکرسره یی کامل اخلاص درلود اوپشت کارخلک وو ددنیا په بدل کی یی اخرت اخیستی ووددنیا لذات اومزی یی نه خوښولی نوځکه دکفارود سترلښکرپه مقابل کی یی داسی بریالیتوب حاصل کړچی پخواهم اواوس هم ورته ټول دنیاوال ګوته په غاښ دي.
نو راځئ چې دصدراسلام دمسلمانانو صفات خپل کړو اوخپل ژوندداسلام دمبارک دین دغِوښتنو سره سم عیارکړو اوکه چیری مو داسلام دغوښتنو سره سم ژوند براب رکړالله پاک به مو ټول مشکلات راحل کړی.
ورونو دبدر په غزا کی چی کومو صحابوو برخه اخیستی وه هغه ټول ځوانان ووپه الله پاک ،دالله پاک په رسولانو،ملایکو او کتابونو یی ایمان درلود اومونږاوتاسی هم همدا دعوه لرو نوراځئ چې په رښتیا سره دخپلې دعوې مطابق حرکت وکړو اوکه چیرته مو د صدراسلام دمسلمانانو صفات خپل کړل ان شأالله چی ټولې هغه کامیابۍ چې هغوی دژوندپه هرډګرکی ترلاسه کړې وې زمونږ او ستاسې به هم په نصیب شی.
استادنصرت دخپلوخبروپه پای کې وویل چې اسلامي دعوت دهرمسلمان دنده ده اوهرمسلمان پدی مکلف دی چی دخپل علم په اندازبل شخص ته اسلا مي دعوت ورسوی.
په پای کی استادنصرت دغونډی دګډونوالوڅخه یوځل بیامننه وکړه اوهیله یی څرګنده کړه چی دمنطقی ټول تعلیم یافته ځوانان بایددنیکانوخلکوملګرتیاوکړی اودناوړه مجالسوڅخه بایدخپل ځانونه وژغوري.
وروسته دغونډی دبرخوالوپه نماینده ګۍ ډاکترجاراحمدزیار او استاد دوست محمدپه خپل وارسره خبری وکړی اودجمعیت اصلاح ټول پرګرامونه یی وستایل اوتایید یی کړل په ټولوځوانانو یی غږ وکړ چی ملاتړ یې وکړي اوپه درسونوکې برخه واخلي ځکه چی دازمونږدټولواساسی مسؤلیت دی مونږباید پدې اړه غفلت ونه کړودګډونوالو دنظر وړاندې کولو څخه وروسته غونډه په دعاسره پای ته ورسیده اودغونډی ټولوبرخوالو په هغه اجتماعی افطارکی په ډیرشوق سره برخه واخیسته دکوم چی انتظام یی دروداتو دجمعیت اصلاح دڅانګې لخواشوی وو.
2 Comments
جمیل الرحمن یوسفزی
ډیر نیک اقدام دی. الله جل جلاله دی ټولو هغوملګرو ته اجر ورکړی چی دداسی نیکو غونډو په جوړولو کی زیار باسی.
نویدی
دجمعیت اصلاح د روداتو دسانگی ورونو ته ددی پرتمین پروگرام په اره خپل د زره له کومی مبارکی وراندی کوم. الله تعالی دی نورهم ددو ی په جهودو کی برکت واچوی.
آمین