راپور:عبدالنصير مرستيال
راځئ خپل پېغمبر محمد صلی الله عليه وسلم و پېژنو!
د پورتني سرليك لاندې په كندهار ولايت كې د جمعيت اصلاح ساحوي څانګې لخوا د سيرت دوره او مسابقه جوړه شو. دا دوره د كندهار ښار د كابل شاه د سيمې په سروركائنات جامع مسجد كې په ۱۳۸۹۵۱۲ د سه شنبې په ورځ د مازديګر د لمانځه څخه وروسته د استاد ګل احمد هاتف لخوا پېل شوه.
په دوره كې د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ژوند له ږېږېدنې تر رحلت پورې په مفصل توګه وڅېړل شو او په ۱۳۸۹۵۱۸ نېټه د دوشنبې په ورځ پاى ته ورسېد.
د دورې د پاى ته رسېدو څخه يوه ورځ وروسته په ۱۳۸۹۵۱۹ د سه شنبې په ورځ په همدې جامع مسجد كې د نبوي سيرت سيالۍ تر سره شوې چې د كندهار د ښار د مدرسو او ليسو ۴۷ زده كوونكو په كې ګډون وكړ او په ۱۳۸۹۵۲۱ د پنج شنبې په ورځ د دورې د ختم او د سياليو د پايلو د اعلان په مناسب په همدې مسجد كې غونډه جوړه شوه.
غونډه د سياليو يو تن ګډنوال حافظ صفت الله لخوا د قران كريم په تلاوت سره پېل شوه او ور پسې د كندهار ولايت د جمعيت اصلاح مسؤل مولوى صديق الله ميوندوال حاضرينو ته وينا وكړه.
ښاغلي ميوندوال صيب د نبوي سيرت په اهميت او ارزښت هر اړخېزه رڼا واچوله او زياته يې كړه:
(( په دې وروستيو وختونو كې د اسلام دښمنانو دا هڅې پېل كړې چې د انسانيت د ستر لارښود حضرت محمد صلى الله عليه وسلم په اړوند د خلكو په زړونو كې شك راوپاروي او د هغه شخصيت خلكو ته غلط معرفي كړي او دهغه صلى الله عليه وسلم –العياذ بالله- سپكاوى وكړي نو د دوى د دې كړنو په عكس العمل كې جمعيت اصلاح افغانستان په ټول افغانستان كې د نبوي سيرت دورې او مسابقې پېل كړې تر څو خلكو ته د محمد صلى الله عليه وسلم شخصيت په صحيح توګه معرفي كړي چې دا دوره او مسابقې هم د هم دغې لړۍ يوه برخه د.))
د غونډې په پاى كې استاد ګل احمد هاتف د مسابقې پايلې اعلان كړې او په هغو كټونكو چې د جائزې مستحق وو جائزې او تصديق پاڼې ووېشلې.
غونډه د ماښام د لمانځ څخه لږ مخكې د نوموړي مسجد د ملا امام لخوا د دوعا په لوستلو سره پاى ته ورسېده.
4 Comments
عبدالفتاح جواد
د کندهار جمعیت اصلاح له غړو نه یوه نړۍ مننه چې د رسول الله صلی الله علیه و سلم د سیرت دوره یې جوړه کړه او د کندهار ځوانان یې د خپل ګران پیغمبر صلی الله علیه وسلم له ژوند سره وتړل، هیله ده چې مثبتې اغیزې به ولري.
دافغانستان اسلامی فرهنگی مرکز
د کندهاردتاريخي مذهبي ښاردسرور کاينات په جامع مسجدکي دسرور کاينات دسيرت دوره اودسيرت سيالي ترسره کول ټولو مسلمانو په دين مينوکندهاريانو او دجمعيت اصلاح قندهار څانګي ته ته د زړه له کومی مبارکی ورکوم او د الله تعالى نه ورته په دعوتي هلو ځلو کې لا برياليتوب غواړو.
قاضي محمد حسن اسلامی
ماشاالله ميوندوال صيب ميوند به بيا توره وکړي دا چي خلک دخپل نازولي پيغمر صلي الله عليه وسلم دسپيڅلي سيرت سره اشنا شي لدي ستره سرمايه به لا څه وي ؟ او دستر افتخار ځاي دي چي دا ستر خدمت اوابتکاردکندهار دجمعيت صلاح په نصيب کيږي مبارک شه مبارک شه بيا هم مبارک شه څومره بختوردي ګډون کوونکي يي ! د ځوان هاتف اومجددي اومحمد برات حسين خيل استاد اونورو ملګرو په مټو کي زور او هلو ځلو کي يي شور غواړو کاشکي هغه ستړي ستومانه ارمانجن داعي استاد شهيد فريد الله احمدزي ژوندي واي چي دارمان غوټي يي غوړيدلي ليدلي واي الله دجنت فردوس ورکړي له دعاګانو يي هير نکړي داسلام د دتير مجد او عظمت داعادي او طاغوت دنسکوريدو په هيله ددي لوستونکي به مي له نيکو دعاګانو نه هيروي هير مو نه شم دادپرون سرلوړي اونني مظلوم اسلامي امت ته ډيري ډيري دعاګاني وکړي الله د بشپړ بري ورپه نصيب کړي آمين يا رب العلمين
نویدی
د کندهارورونو! الله دی اجردرکری. تاسی خو دیردروند او گتور پروگرام ترسره کری دی. الله تعالی دی دخوز نبی صلی الله علیه وسلم دسیرت په اره ستاسی هلی زلی قبولی کری او زمونز زوان نسل ته دی د نبی رحمت علیه السلام په سیرت د عمل توفیق ورپه نصیب کری. آمین