راپور: خاکسار وقار
د ۱۳۸۹ هجري لمریز کال د سنبلې په پنځمه نیټه چې د ۱۱۴۳ هجري قمري کال د رمضان المبارک د میاشتې له ۱۷ مې نیټې سره سمون خوري د کابل په کارته نو کې د جمعیت اصلاح سیمه ایز دفتر یو عامه علمي کنفرانس د (قرانکریم نزول) تر نامه لاندې دائر کړ چې په سل ګونو ځوانانو او سپین ګیرو پکې ګډون کړی وه.
نوموړۍ کنفرانس د مازدیګر په څلورنیمو بجو د کارته نو په محمدي جومات کې د قاري صاحب عبدالله لخوا د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو، د غوڼډې پرانسته وینا ډاکټر صاحب عزت الله حامد وکړه او له ګډوانوالو څخه یې وغوښتل چې د پروګرام ترپایه د درس اوریدو لپاره پاتې شي.
مسلمانان ولې بیرته پاتي دي؟
د غوڼډې دویم ویناوال محترم مولوي صاحب عزیزالرحمن «ناصري» د قرآنکریم په ښیګڼو رڼا واچوله او د خبرو په ترڅ کې یې وویل: « کوم ملت چې قرآنکریم لولي، ځان پرې پوهوي او پرې عمل کوي نو الله (جل جلاله) هم ورته د نړۍ واکمني او سرداري ورکوي او همدغه ملت الله (جل جلاله) ته خورا نژدې وي، پروني مسلمانان هم همدغسې ول هغوی په قرآنکریم پوره باور درلوده، خپل د لارې مشال یې ګرځولۍ وه او الله (جل جلاله) ورته د نړۍ واکمني ورپه برخه کړې وه خو، نني مسلمانان چې له هرې خوا ستونزو سره لاس او ګریوان دي، له نړۍ او تکنالوژۍ وروسته پاتي دي یواځینۍ لامل یې همدا ده چې قرآنکریم ته یې شا کړې، پرې ځان نه پوهوي او له خپل ژونده یې لرې غورځولی دی.
دا وړۍ به شړۍ نشي:
مولوي صاحب زیاته کړه: په اوس وخت کې مسلمانان قرآنکریم یواځې د تبرک یوه وسیله ګڼي، په کور کې یې د پیریانو شړلو لپاره ساتي، د واده پروخت ناوې او شاه ترې لاندې تیروي او د مړیني پروخت یې یواځې پر مړي تلاوت کوي. که د مسلمانانو همدا حال ترپایه دوام پیدا کړي نو ډیره لرې خبره ده چې یو ځل بیا دې خپل تیر برم ته ورسیږي، دا لا څه چې پرنړۍ د واکمنولو فکر به یې هم ماغزو ته رانشي.
په بل ځای کې استاد یادونه وکړه چې که په اوسني وخت کې غرب ډیر پرمختللي وسایل لري خو انسانیت ترې کډه کړې یعنې انسانیت نلري ځکه چې د انسانیت سرچینه یواځې قرآن ده».
د قرآنکریم غوښتنې
د غوڼډې په دریمه برخه کې محترم استاد عبدالمعز «وثیق» د قرآنکریم د غوښتنو په اړه وغږید، هغه وویل:
« قرآن د انسانیت لپاره ځکه نازل شو چې د تیارو څخه یې د رڼا په لوري راوباسي، په ټولنه کې اخلاقي مفاسد له مینځه یوسي او یو فطري په عدل ولاړ تمدن رامنځ ته شي خو، ددې شیانو د ترلاسه کولو لپاره قرآن له مونږه ځینې غوښتنې هم لري چې باید پرځای یې کړو. د نوموړې غوښتنو له ډلې لومړۍ د حاکمیت او قانونیت غوښتنه ده، پدې معنی چې قرآنکریم باید په نړۍ حاکم شي، فیصلې پرې وشي او د ژوند لپاره د تګلارې او قانون په توګه ومنل شي. بله غوښتنه یې د عملي کولو غوښتنه ده، یانې هغه څه چې قرآن راته وایي باید پرې پوره عمل وشي، د لارې مشال وګرځول شي او ټول ژوند پرې عیار شي. دریمه غوښتنه ېې د یادولو، پرې د ځان پوه کولو او خپل اهل ته د ښوولو غوښتنه ده، داسې چې قرآنکریم له معنې سره زده او په معنې کې یې سوچ او تدبر وشي تر څو یې د نازلیدلو هدف راته څرګند شي»
د غوڼډې په جریان کې د جمعیت اصلاح د نشراتو لخوا چاپ شوي بروشرې هم په ګډونوالو وویشل شوې، د یادولو وړ ده چې د جمعیت اصلاح د مرکزي شورا رئیس دروند استاد نصیر احمد «نویدي» هم له غونډې څخه لیدنه وکړه خو د زیاتو بوختیاؤ له کبله یې ونشو کولای د غونډې تر پایه پاتې شي.
بالاخره د مازدیګر په شپږو بجو غونډه په دعائې سره پای ته ورسیده.