راپور: انجنير باختر احسـان
د قرانکريم د ترجمې اوتفسير دوره چې نږدې يوه نيمه مياشت وړاندې د جمعيت اصلاح جلال اباد څانګې لخوا د ښار په يوه مرکزي جومات کې پيل شوې وه، پاى ته ورسېده.
د نوموړې دورې د تدريس چارې د هېواد جيد او نامتو عالم شيخ القران مولونا عبدالصبور په مخ وړلې چې اختتاميه غونډه يې د روان کال د اسد مياشتې په اتلسمه نېټه د يوې شانداره غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه.
وروستۍ ورځې ته مولانا صيب درې وروستي سورتونه (اخلاص، الفلق او الناس) د درس لپاره پرېښې وو. دنوموړو دريو سورتونو د ترجمې او تفسير په بهير کې مولانا صيب د الله ج توحيد، د دين اقامت، د نبي اکرم ص په غوره اخلاقو او اخرت هر اړخيزه رڼا واچوله.
ورپسې د جمعيت اصلاح د مرکزي شورى غړي او د ننګرهار پوهنتون استاد پوهندوى مولوي محمد شريف رحماني د قرآن پيغام واوراوه، ويې ويل:
قران هغه بشپړ کتاب دى چې انسان ته د ژوندانه په هر اړخ کې لارښوونه کوي او د ژوند د چارو د سمونې لارې چارې ورښيي، مخکې يې وويل: ښکېلاک او استعمار د تاريخ په هر پېر کې خپله بدرنګه څېره څرګنده کړې او تل يې هڅه کړې چې قران د حاکميت له لوړې ماڼۍ راوپرزوي، نور ورته د ژوندانه نظام ونه ويل شي او يوازې د څو عباداتو په محدوده کې بند پاتې شي.
زياته يې کړه: چې قران په ټولنه کې د نېک او صالح بنده په جوړولو سره د ټولو ستونزو جرړه وباسي او په پايله کې په ټولنه کې ملي وحدت، ورورګلوي، عدالت او بلا ښېګڼې تامينوي.
وروسته د ننګرهار نجم المدارس مرستيال مولوي محمد صديق له ټولو خلکو څخه مننه وکړه چې پوره يوه نيمه مياشت يې په دوره کې ګډون وکړ او د الله ج دغه ستر او تل پاتې پيغام يې واورېده.
دا يې د ديني عالمانو وجيبه وګڼله چې تل لکه د همدې دورې په څېر د الله ج او دهغه رسول ص پيغام خلکو ته ورسوي او په خلکو هم لازم دي چې په خپل هر ډول ملاتړ ديني درسونه او پروګرامونه اباد وساتي.
قاري صالح محمد د دې پرتمينې غونډې ګډونوال په خپل خواږه غږ ونازول او ښکلي مناجات يې ګډونوالو ته واورول.
مولوي ر حمت الله دغونډې په وروستيو شېبو کې خپله لنډه وينا واوروله، وېې ويل:
کله چې دا سپېڅلى کتاب الله ج د يوې ډېرې قوي او امينې ملايکې پوسيله په خپل يو داسې بنده چې په ټولنه کې لا له پخوا په صديق او امين مشهور وو، نازل کړى وي؛ نو بيا لا څنګه په دې کتاب کې چا ته د غلطۍ او سهوې شک او شبهه پيدا شي؟
د غونډې له پايه لږ وړاندې د تفسير د دورې تصديق پاڼې چې د جمعيت اصلاح لخوا ورته چمتو شوې وې په يو شمېر ګډونوالو چې له پيله يې تر پايه په دې دوره کې ګډون کړى وو، و ويشل شوې.
د ګډونوالو له منځه ښاغلي حاجې صاحب نور محمد الکوزي لنډه خبره وکړه، په ګډونوالو يې غږ وکړ چې تر کومه ځايه زه خبر يم او همداسې ده هم، يوازينۍ ټولنه همدا جمعيت اصلاح ده چې په دې مادې دور کې يې د دين کار ته يې په ډېر اخلاص ملا تړلې نو راځئ چې په خپلو هر ډول مرستو يې ملا ور وتړو او پرېنږدو چې خداى مه که د دې ټولنې اصلاحي کارونه او فعاليتونه له دې سببه تم شي چې مالي بې وسي يې وي، ګورئ داسې مهال به بيا مونږ ټول الله ج ته ځواب ويونکي يو.
غونډه د شيخ القران مولانا عبدالصبور په هر اړخيزې دعاء پاى ته ورسېده.
4 Comments
فضل الهادي وزين
ماشاء الله تبار الله
جزاكم الله خيرا و بارك جهودكم…
دافغانستان مسلمان ولس او دننكرهار دمجاهد او به قرآن مين خلكو نه ددغسي مباركو بروكرامونو د ملا تر هيله بالكل برحاى ده.
الله مو تل د خير به كارونو او ددين د صحيح فهم به خبرولو كى كامياب او بريالى ور نصيب كري.
هدايت الله حميدي
د جمعيت اصلاح رهبرۍ او د جلال آباد د جمعيت اصلاح ټولو وروڼو ته د دې مباركې دورې مباركې وايم
الله دې زموږ ملت په همدې قرآن سره راټول كړي
حبیب الله زیار
ماشاالله،
الله تبارک و تعالی دی مولنا صاحب عبدالصبور ته اوږد عمر ورکړې، او الله دې ټولو هغو وروڼو ته چې پدې دوره کې یې ګډون کړې اجر عظیم ورکړې.
زما د معلوماتو له مخې، انشاالله چې د نوموړې دورې CD او DVD د کار لاندې ده او ډیر زر به انشاالله بازار ته وړاندې شې!؟
محمد هارون خطيبي
الله متعال برنامه تفسیر قرآنکریم را قبول فرماید. این چنین برنامه های دینی و اسلامی که مارا از پیام ورسالت قرآن آگاه می سازد باید هرچه بیشتر تقویت گردیده تا در ولایات دیگر کشور عزیز ما نیز برگزار گردد.
موفقیت این برنامه را به جناب مولوی صاحب عبدالصبور و علمای دیگر کشور و رهبری جمعیت اصلاح تبریک عرض میدارم.
الله اکبر و لله الحمد