راپور :عبدالرحيم (مياخيل)
د روان کال د زمري د مياشتې په ٢٥نيټه په لغمان کې د جمعيت اصلاح د څانګې لخوا د رمضان د استقبال په اړه يوه درنده غونډه د سراج په تاريخي بڼ کې جوړه شوه .
غوڼده دسها ر په شپږنيمو بجو د محترم قاري نور الحق (جعفر)لخوا د قرانکريم په تلاوت سره پيل شوه ورپسې په لغمان کې د جمعيت اصلاح مسئول مولوي شمس الرحمن (شمس) ګډون والو ته د هرکلي په ترڅ کې د غونډې موخه اعلان کړه.
وروسته د هيواد جيد عالم مولوي صاحب عبدالصبور (د رمضان فلسفه فضيلت احکام او مسايل ) تر سرليک لاندې خپل هر اړخيزدرس وړاندې کړ په سر کې محترم مولوي صاحب د نورو عباداتو د اسلامي فلسفې د څرگندونې په ترڅ کې د روژې د فرضيت فلسفه د قران په رڼا کې تشريح کړه او بيا په دې اړه يې رڼا واچوله چې روژه ځکه د فضيلت مياشت ده چې د الله تعالي ستر کتاب قرآن کريم په کې نازل شوى دى هغه زياته کړه د روژې اصلي موخې ته قرانکريم داسې اشاره کوي ( لعلکم تتقون ) يعنې روژه ددې لپاره فرض شويده ترڅو تاسې تقوا پيداکړئ.
مولوي صاحب وويل روژه په انسان کې بهميمي او حيواني قوتونه مهار کوي او پر ځاى يې په مسلمان کې روحاني او ملکي ځواکونه لوړوي او همدې ته تقوا وايي بيا محترم مولوي صاحب د روژې مختلف اړخونه او ورپورې اړوند مسايل په تفصيل سره بيان کړل چې د سلګونو برخه والو د ډيرې پاملرنې وړوګرځيد.په پاى کې مولوي صاحب په سړه سينه او ورين تندي د ګډون والو پوښتنو ته څرګند او قانع کوونکي ځوابونه ورکړل
دغه مبارکه غونډه د اسلام ،مسلمانانو او هيواد د خير او فلاح لپاره په دعايې سره د سهار په اته نيمو بجو پاى ته ورسيده.
د يادونې وړده چې د همدې مياشتې په دريمه نيټه د قرآن د سياسي تعليماتو د درسونو دلړۍ څلورم درس د علم پوهې او نظر د لس ګونو خاوندانو په ګډون وړاندې شوى ؤ
One Comment
غبذالقدیر حمیدی
سلام واحترامات خدمت تمام اعضای رادیو اصلاح تفدیم میدارم به امیدی کامیابی های هر بیشتر در راه ترقی و انکشاف در ارثه خواهانم بااحترام عبدالقدیر حمیدی همکارشما