راپور: محمدګلاب توحيديار
استاد عبدالرحيم صراف:
په ميليونونوخلک دعيسويت دخپراوي لپاره کارکوي خومسلمانان لاويده دي
مولوي محمدنعيم جليلي:
نبوي مسجد دمسلمانانولپاره دپارلمان ،قول اردو،اومحکمې حيثيت درلود
استاد محمد آصف صميم:
مدرسه جوړول اسلامي تاريخ سره دتړاو نښه ده
سيدفضل مولا لټون
دجمعيت اصلاح ځوانان به په ټول هيواد کې داسلام بيرغ رپوي
دننګرهارولايت کامې ولسوالۍ دشيلام ريتي کلې په هغه يونيم جريب ځمکه کې چې د سیمې یوه تن وګړي عثمان ماما لخوا دجمعيت اصلاح سیمه یيزې څانګې ته نېژدې يو کال وړاندې وقف شوې وه ،جمعيت اصلاح دسيمې دخلکو په ملاتړ اودبشري مرستوټولنې ( HAS ) په مالي مرسته پکې ديوه مسجد ودانۍ ورغوله او دکامې اسلامي دارالعلوم په نوم یې يوه ديني مدرسه هم پکې جوړه کړه.
هغه غونډه چې له همدې امله داسد په ۱۷ نيټه په ياد دارالعلوم کې جوړه شوې وه ،دقاري صاحب فضل مولا لخوا دقرآن کريم دڅومبارکو اياتو نو په لوستلو پيل شوه ، دجمعيت اصلاح غړي داکتر عزت الله حامد چې دغونډې وياندويي يې کوله راغلو ميلمنو ته هرکلى اوښه راغلاست ووايه ، ورپسې دسيمې يوتن ديني عالم مولوي صاحب عبد القديم په اسلا م کې دمسجدونو په اهميت خبرې وکړې له ټولو خلکو يې غوښتنه وکړه چې دمساجدو اومدارسو په جوړولوکې هرډول مرسته وکړي او دا يې دنبي اکرم صلى الله عليه وسلم سنت وګڼل چې هغه به په مسجد نبوي کې له صحابه ؤ سره يوځاى کارکاوه.
نړۍ دحق اوباطل ترمنځ دکشمکش ډګردى
دجمعيت اصلاح دننګرهار ولايت مسئول استاد عبدالرحيم صراف دخپلې وينا په ترڅ کې وويل: دنيا دحق اوباطل ترمنځ دمبارزې دایمي ډګردى ،اوس مهال په نړۍ کې په ميليونونو خلک دعيسويت دخپراوي لپاره کارکوي ، زمونږپه هيواد کې دکليساګانو شمېر تر درجن واوښت ،هغوى دکار لپاره پراخه اوګڼ شمېر ميدانونه لرې خومسلمانان چوپه خوله دي په مسلمانانو يې غږوکړ چې لاسونه سره يو کړي اودمقابلې لپاره پراخه ميدان ولري.
استادهمداراز دځمکې له ورکوونکي ،دبشري مرستوله ټولنې اوپه کامه کې دجمعيت اصلاح له غړو اوهمکارانوڅخه مننه وکړه چې ددارالعلوم اومسجد په جوړولو کې يي نه ستړې کيدونکې هلې ځلې وکړې .
مدرسه جوړول اسلامي تاريخ سره دتړاو نښه
دهيواد وتلي ليکوال استاد محمد آصف صميم هم غونډې ته وينا واوروله دمدرسې جوړيدل يې دکاموالو لپاره يوبختورګام وباله اوداکار يې دخپل اسلامي تاريخ سره دتړاو نښه وګڼله ، له علماوو یې کلکه غوښتنه وکړه چې دين په هراړخيز اومکمل ډول خلکوته وروپېژني .
همداراز په ننګرهار کې دبشري مرستو دټولنې مسؤل مولوي عبدالله حليم دخپلوخبروپه ترڅ کې وويل دمسجديوه برخه چې دجوړولو چارې وې ترسره شوې اوس مسجد په عباداتو ،درس اوتدريس ابادولو ته ضرورت لري دسیمې خلک باید خپل بچیان مدرسې ته د درس لپاره واستوي.
نبوي مسجد زمونږلپاره بيلګه ده
دهيواد جيدعالم اودجمعيت اصلاح دنشراتو عمومي مسئول مولوي محمدنعيم جليلې هم په خپله وینا کې وويل: دصحابه کرامو لپاره مسجد نبوي دپارلمان ،قل اردو، محکمې …حيثيت درلود، مسجدونه ددين مرکزونه وو ، اودا د جمعيت اصلاح موخه ده چې دمسجدونو خپل هويت بېرته راژوندى کړي اوخپل ولس ته داسلام اصيل فهم ورکړي ترڅوزمونږ دخلکو ټولې چارې لکه دهقاني ،انجينیري ، معلمي ، تجارت ، ډاکتري او داسې نورې داسلامي اصولو په رڼاکې ترسره شي.
استاد زياته کړه: عالم به په ځان کې دقيادت اهليت پيداکوي او ولس به يې هراړخيز ملاتړکوي ، داځکه چې داسلام دغلبې لپاره کار دمسلمانانو وجيبه ده.
جمعيت اصلاح دتاريخ يوبل وياړ
دهيواد نامتوليکوال اواديب سيدفضل مولا لټون هم غونډې ته وينا واوروله، په هيواد کې يې نېژدې پنځه ديرش کاله وړاندې داسلامي حرکت خبره راواخيسته چې په دين مينو ځوانانو دبي دينۍ مقابله شروع کړه او ولس يې هراړخز ملاتړوکړ ،قربانۍ يې ورکړې اوهيواد يې داستعمار له منګولو څخه ازادکړ، په اوس وخت کې یې جمعيت اصلاح دهماغه تسلسل يوه کړۍ وګڼله ، نوموړي وويل: زه اميدلرم يواځينۍ ټولنه جمعيت اصلاح ده چې په ټول هيوادکې به داسلام بيرغ لوړ او رپانده ساتي ، دالله (ج) دکلمې دلوړتيا لپاره کار او دځوانانو سالمه روزنه او تربيه کوي .
دجمعيت اصلاح غړي او دکامې اسلامي دارالعلوم مهتمم مولوي فضل ربي وحدت دمدرسې په اداري جوړښت رڼاواچوله و ویې ویل: دامهال مدرسه يومدير اويوسرمعلم لري او تر دوو سوو زيات هلکان اونېژدې سل تنه انجونې ددرې استاداو لخو ترتدريس لاندې دي.
همداراز دجمعيت اصلاح غړي اودکامې اسلامي دارالعلوم سرمعلم قاري محمد فقير سعيد دمدرسې مالي رپوټ وړاندې کړ چې شفافيت پکې له ورايه ځليده.
ديادونې وړده چې دغونډې په وروستۍ برخه کې دګډونوالو لخوا نېژدې درويشت زره روپۍ نغده مالي مرسته وشوه . اوغونډه دقاري سيداسرار په دعا سره پاى ته ورسيده .
3 Comments
حیات الله حیاتی (مسکو)
السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته.دیر زیات دخوشحالی خبره ده.چی مدرسی مو زیاتیگی.جزاک الله احسن الجزا،بریالی ووسئ.والسلام مع الاحترام.
حیات الله حیاتی (مسکو)
السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته.دیر زیات دخوشحالی خبره ده.چی مدرسی مو زیاتیگی.جزاک الله احسن الجزا،بریالی ووسئ.والسلام مع الاحترام.
خاکسار وقار
ماشاءالله!
– کامه نن د حقیقتونو پلونه بیا تازه کوي
– تیرې قرآن پوهنې دورې ته یې زه هم تللۍ وم
– هغه مینه د خلکو!!!؟؟؟؟
– د باران په ورځ هم خلک راغلل سرپناه نه وه او په باران کې ولاړ درس یې اوریده؟!!!
– نن یې د ویښتابه پر لوري بل ګام هم وځلیده!
– یا الله ته مو اسلام بریالۍ لرې، زمونږه خلک د اسلام په دغه ښکلې جامه هم تل ویاړلې ولرې!