د تیر په څیر سږ کال بیا د جمعیت اصلاح د نورو ساحوی دفترونو په څیر د کارته نو/کابل او لوګر په ګډه د رسالت په نوم د یو علمی سیر (رحله) تابیا وکړه.
ټول ورڼه لا اونۍ د مخه خبر کړای شوس وو، همدا وه چې ټول د اسد په دریمه د جمعې مبارکی په سهار شپږنیمې بجی د کارته نو عمومې سرک ته په موټر کی د ناستې لپاره چمتو ولاړ وو. د پلان سره سم اوه نیمې بجې د لوګر وروڼه د کارته نو ملګرو سره د جمعیت اصلاح د تایمنی په مرکزې دفتر کی یو ځاې شول. د روغبړ ورسته ټول ورونه سره داسی ګډوډ کړاې شول چې د رحلی موخه او اصل یعنی خپلمنځی تعارف لاسته راوړل شې. د سهار اته بجې ملګرې د دوو ټولګیو ایمان او اخلاص په نومونو د کابل ولایت د شکردرې ولسوالۍ په لور حرکت وکړ او تقریبا پنځه څلویښت دقیقی ورسته خپل منزل مقصود یعنی شکردری ته یو ځای ورسیدل. د دی لنډ ولی له برکته ډک سفر د ورونو د خپل مینڅنی پیژندنې او د قادر ذات د قدرتونو څخه چه د حضرت انسان لپاره یې د عبادت په بدل کی هست کړی د درس او عبرت اخستو لامل وګرځید.
شکردره د قدرت د ښکلا نندارتون دې، د خوږو او سپینو اوبو روانې چینې او له شوره ډکی ویالی چه په ځنی ځایونو کی یی د آبشارونو بڼه غوره کړی، دنګ دنګ غرونه ، لوړې لوړې ونې، په ونو کی ډول ډول مرغۍ او هغوی خوږی نغمی، د غر په سینه لوبی او د مار په څیر د غر په ډوډه کی تیریدونکی خوړ هر راتلونکی ته د خپل رب سره د وفا او يه دین باندی د مضبوطو منګلو لګولو پیغام ورکوې، د ونی په لمن باندی د خالونو او غمو په څیر راځوړندی سری او زیړې آلوچې (د پند او نصیحت اغستونکو سترګو ماته اوګورۍ) ښکلی درس دې . ښکلی شنه ځمکه د خپل مکلفیت او مسوولیت په اړوند د رحمان بندګانو ته، چا چی خپل شخصی مصروفیات شاته غورځولې او د امیر اطاعت ته ېې لبیک وېلی وو، تل د رب په عبادت کې د پاتې کیدو د درس تر څنګ، ښه راغلاست ووېل.
ورو ر انجنیر حامدالله په لنډو ټکو کې ګډونوالو ته د رسالت د رحلې موخې او اهداف یعنی د الله رضا، تعارف، د الله په قدرتونو کی تفکر او داسی نور ور په ګوته کړل، بیا یی د خدمت لپاره ملګرې وګمارل، د چاېې په تیارولو پیل وشو، لږ وروسته د وچې ډوډی سره په جوش هګیو د ګډونوالو تواضع وکړلې شوه. د چاې ورسته، هیر دی نه وی چه دلته د ګرم چای پر ځای د هغه ځای د چینی یخی اوبه نوش جان کړای شوی.
د هغه وروسته (اوسنې عصر او د څوان مسوولیتونه) د داکتر صلاح الدین حسین خیل چه د ډاکترانو د اسلامی طبی ټولنی او د لوګر د جمعیت اصلاح غړی دی لخوا په داسی حال کی واورول شوه چه ټول وروڼه د روانی ویالی دی او ها خوا په پلاستکی فرشونو ناست وو. داکتر صاحب څوانانو ته د وخت چیلنجونه او د هغوې مکلفیتونه ورپه ګوته کړل، هغه زیاته کړه چې یواځنی دین د الله په وړاندی اسلام دې او مسلمان به هغه وخت سر لوړی شې چې يه دین باندې کلکې منګولې ولګوې وې، څوان د هر ملت د هیلو او امیدونو محور وی، مسلمان څوان تل د امت دروند بار ته اوګه ورکړې، د هرعصر ځوان د وخت باطل سره مقابله کړې ده نتیجه ېې د حق فتح او باطل شکست دې. د دې عصر ځوان هم باطل سره لاس او ګریوان دې او د الله څخه امید لرو چه د تل په څیر به فتح د حق وې او ماتی به د باطل په برخه وی. برخه والو ته په همدی موضوع د رڼا اچولو موقع ورکړای شوه. پدی هکله ډاکټر عزت الله (چې اسلام حاکم او د نورو ادیانو حیثیت د محکوم او منسوخ دې د نورو ادیانو پیروکاران د حاکم نه خو د محکوم يه حیثیت د اسلامې رېاست تر سیورې لاندې ژوند کولی شې ) او ورور حبیب ځاځی وویل: غرب د خپل نظام څخه تنګ دی او په کوښښ کې دې چه د اسلام اقتصادې نظام پلې کړې چه د جانبینو په تعاون ولاړ دې.
د نورو ګډونوالو د تعلیقاتو وروسته دا پروګرام په ۱۱:۴۵ بجو پاې ته ورسیده . په ۱۲:۳۰ د غرمی د ډوډۍ اعلان تر څنګ د مسوول لخوا د تفرېح اعلان وشو چې ډېرو ګډونوالو یا خو د ونو څخه د آلوچو په خوړولو او ېا د اوبو په غیږ کې تیره کړه . په ۱۲:۳۰ بجې ډوډې وخوړل شوه او د قارې ساجدالرحمن په امامت کی د جمعې لمونڅ و کړای شو په داسی حال کی چه په نږدی سیمه کی یو داسی لوی جومات نه وو چه د جمعی لمونځ پکی وشی.
د جمعې لمونځ څخه وروسته فرهنګې مسابقې پیل شوې. پدی مسابقو کی د فی البدیه (بغیر له تفکیره ویناوی)، علمې پوښتنی/ځوابونه، لوبې د فرهنګې برخې وې چې د ډاکټر حکیم الله صالح، عبدالله حنیف او عبد الرحمن مجاهد لخوا ترتیب او تقدیم شوی. د ناڅاپه ویناو/فی البدیه سیالۍ کې قارې ساجدالرحمن، قارې عابد الرحمن په ترتیب سره اوله، دوېمه، درېمه جایزه تر لاسه کړه .
د علمې پوښتنو/جوابونو کی د اخلاص ټولګې ملګرو د ایمان ټولګۍ ملګرو ته ماتې ورکړ . له دی سربیره نورې ډېرې جالبې لوبې تر سره شوی چې ګډونوالو کې د ورور سیف الله عابد په لاس جوایز وېشل شو. په پای کی د دعا مخکی ځنی ورونو د رحلی د ګډون کونکو په صفت خپل احساسات او خاطرات داسی څرګندی کړی:
قارې امام الدین ما اول ځل لپاره خلق په دې فکر راټول ولیدل چه د ځوان تربیه څنګه وشې چې د ټولنې د خدمت مصدر وګرځې ځوان څنګه تشوېق کړلې شې ، د ژوند هدف باېد څه وې ورور عبدالمالک رحمانې د جمعېت اصلاح د پروګرامونه ستاېنه او د لا زېات غوښتنه یې وکړه ورورشاه ولې ووېل زما عمر دیرش کاله دی ولی په عمر کی می اول ځل ولیدل چه سیاحت ته راغلی د جمعی لمونځ په جمعه ادا کړی وی.
د جواېزو د وېش څخه وروسته انجنیر حامدالله اختتامې وینا وکړه او د ډاکټر صلاح الدېن حسن خیل دعا سره پروګرام پاې ته ورسید .
One Comment
shahid
په ۱۲:۳۰ بجې ډوډې وخوړل شوه او د قارې ساجدالرحمن په امامت کی د جمعې لمونڅ و کړای شو په داسی حال کی چه په نږدی سیمه کی یو داسی لوی جومات نه وو چه د جمعی لمونځ پکی وشی.