راپور: ډکټر محبوب الله شفیق
دا غونډه چه د افغانستان اسلامی طبی ټولنی ( ایما) له خوا د سلام پوهنتون په سلام تالار کی جوړه شوی وه او موخه یی نوموړې ټولنې ته د نویو غړو منل او د هغوی قدرداني کول وو د پنجشنبې په ورځ د زمري دمیاشتې په ۱۴مه نیټه د ماسپښین په ۰۰ :۳ بجو د قاري صاحب عبدالباسط په آواز د قران کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه .
ورپسې د افغانستا اسلامي طبي ټولنې (ایما) مسول ډاکتر عبدالولی یوسفزي راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست او هرکلی وویلې او په خپلو کړو فعالیتونو یی ځغلنده رڼا واچوله.
د غونډی لومړی میلمه د جمعیت اصلاح د مرکزی شورای ريس استاد نصیر احمد نویدي وو چې حاضرینو ته یې خپله هر اړخیزه وینا واوروله . قدر من استاد د خپلی وینا په پیل کې د ایما د غړو قدرداني وکړه چه د (ایما )د تاسیس نه وروسته یې ډیرې ښې لاسته راوړنې درلودې او هیله یې څرګنده کړه چې انشاءالله (ایما )به په راتلونکي کې هم دې لړۍ ته دوام ورکړي.همدارنګه استاد په اسلامي حرکتونو کې د ډاکترانو او طبی اتحادیو په رول خبرې وکړې او زیاته یې کړه چه د اسلامي حرکتونو په تاریخ کی ډاکترانو ډیره لویه ونډه لرلې او د بیلګې په توګه یې د افغانستان د اسلامی نهضت مشر شهید ډاکټر عمر اوډاکټر عبدالشکور یادونه وکړه دغه راز دوی د افغانستان او فلسطین په جهاد کې هم د ډاکټرانو رول وستایه او زیاته یې کړه چې دجهاد په ډګر کې هم ډاکټران د بل هر چا څخه څخه مخکښ وو . قدرمن استاد د خپلی وینا په پای کی ددې ټولنې د غړو د یوځل بیا قدردانۍ کولو تر څنګ وویل چې په افغانستان کی د جمعیت اصلاح په چوکاټ کې د صنفي ټولنوجوړیدل یوه نوې تجربه ده او هیله یې څرګنده کړه چې ددې ټولنې غړي به د خپل ایماني او وجداني دندې په اساس د خپل زوریدلي او بیچاره ولس ښه خدمت وکړي او په دي ډول به د الله تعالی رضا او ددنیا او آخرت نیکمرغی لاسته راوړی.
د غونډې دویم برخوال میلمه د اسلام آباد د نړیوال پوهنتون استاد دوکتور مصباح الله عبدالباقی وو چې په ټولنه کې د طبي خدماتو اسلامي تصور تر عنوان لاندې یې راغلو میلمنو ته وینا وکړه . نوموړي د خپلی وینا په پیل کې د طب د علم د اهمیت په اړه داسی وویل: ددین او عقیدې حفاظت، د مال حفاظت ،د عقل او د بدن حفاظت په اسلام کې د مهمو ضروریاتو له ډلی څخه شمیرل کیږي او دا د طب علم دی چې ددې ټولو ضروریاتود ساتنی تضمین کوي نو ځکه خو د طب علم دډیر اهمیت وړ دی.
استاد زیاته کړه چه د طبي علومو زده کړه کفایي فرض دی خو که یو څوک پدی نیت د طبی علومو زده کړې پیل کړې چې له دې لارې په راتلونکي کې د مسلمانانو خدمت کوي نو دا زده کړې په نوموړې فرض عین ګرځي او بیا نشي کولای چې دغه زده کړې د پای ته رسیدو څخه دمخه په نیمه کې پریږدي، نوموړي داکار داهمیت د نظره کټ مټ د جنازی د لمونځ سره ورته وباله.
همدارنګه استاد وویل چې که یو څوک خلکو ته صحي خدمات عرضه کوي خو کافی تجربه او علم ونه لري نو دا انسان همداسې ګنهکار دی لکه یو څوک چه لمونځ کوي خو په لمونځ نه پوهیږي، نو که صحي پرسونل بې علمه وي نو په دنیا او آخرت کې مسوول دی او نوموړي دا یو ناجایز او حرام کار وباله.
د یو مسلمان څخه د مصیبت د لری کولو د اجر او فضیلت په اړه استاد د رسول الله ص د مبارکو احادیثو په رڼاکې داسی وویل: رسول الله ص فرمایلی چې که څوک د یو مسلمان څخه یو مصیبت کم کړي نو الله تعالی ج به د قیامت د ورځې یو لوی مصیبت له هغه څخه کم کړي ، نوموړي پدې ډول ډاکټران دې ته وهڅول تر څو د خپلې ټولنې څخه په خلوص نیت او د الله تعالی د رضا د لاسته راوړلو په خاطر مصیبتونه لیرې او امراض یې تداوي کړي. تر څو الله تعالی د قیامت په ورځ ددوی څخه مصیبتونه کم کړي.
همدارنګه نوموړي د یو بل حدیث مفهوم داسې بیان کړ چې الله تعالی دیو انسان سره تر هغه مرسته کوي تر څو چې نوموړي د خپل مسلمان ورور سره مرسته کوي. په پای کې استاد صحي کارکوونکي او ډاکتران دې ته وهڅول چې د صحي خدماتو په وړاندی کولو کې د الله تعالی رضا لاسته راوړل خپل هدف وګرځوي او دا یو عبادت وګڼې او پدې ډول ددنیا او آخرت سعادت او نیکمرغي ترلاسه کړي.
د غونډی دریم برخوال میلمه انجنیر نجیب الله امیری د خپلې وینا په ترڅ کی د تالار حاضرینو ته داسی وویل: ډاکټران خلکو ته تر بل هرچا ډیر نژدی او لنډ دي ، نو دوی کولای شي چه د صحی خدماتو د عرضه کولو له لاری د الله دین ته خلک راوبلي او دا هغه وخت کیږي چه ډاکټران په خپله صالح انسانان وي. نوموړي زیاته کړه چه مونږ هم د انجنیرانو د یوې اسلامی ټولنی د جوړولو تکل کړی دی او انشاءالله په نژدې راتلونکي کې به دغه ټولنه هم جوړه شي او مونږ هم دا خپل مسولیت ګڼو چه د یوې سوچه اسلامي ټولنې په جوړېدو کې د خپلو دیني علماوو او ډاکټرانو ورونو سره اوږه په اوږه کار وکړو.
د غونډی دویمه برخه آزاد بحث وو چه د ټولنو (اتحادیو) اهمیت،خاطرات او وړاندیزونو ته ځانګړی شوی وه، ددی برخی د سټیج چاری د ډاکټر ضیاءالله شفیق له خوا په مخ بیول کیدې. نوموړي د یوې مختصرې مقدمې څخه وروسته ټول برخوال په دې موضوع باندی آزاد بحث ته راوبلل په پای کی پدی موضوع آزاد بحث وشو او راغلو میلمنو د ایما تاسیس او فعالیتونو دستایلو تر څنګ خپل نظریات او وړاندیزونه په لاندې ډول څرګند کړل:
۱ – دافغانستان اسلامي طبي ټولنه باید خپل مادي امکانات د ټاکلو اهدافود لاسته راوړو په لار کې ولګوي او هغه ضایع نه کړي.
۲-ایما باید یو postgraduate medical institute (د تخصص څخه د لوړو طبی زده کړو انستیتیوت) جوړ کړي تر څو د نویو متخصصینو استعدادونو ته لا زیاته وده ورکړای شي او د هغوی څخه دافغانستان د طبابت په معیاری کولو کی ګټه واخیستل شي. او ځوانان د تخصص د دوری څخه وروسته انجيوګانو ته مخه نه کړي او د خپل طبي مسلک څخه لیری پاتې نه شي.
۳- د ښځینه طبی پرسونل د روزلو لپاره باید هم خاص مرکزونه جوړ شي ترڅو زموږ خویندې دې ته اړ نه شي چه د علاج لپاره نارینه ډاکټرانو ته ولاړې شي او په خپله زنانه ډاکټرانې اوطبي پرسونل د هغوی تداوی او معالجه وکړي.
د غونډی وروستی ویناوال د ایما دبهرنیو اړیکو مسول ډاکټر سید خالد راشد وو چې نوموړي راغلو میلمنو ته په مختصر ډول لمړی ایما معرفي کړه او د ایما په موخو (اهدافو) او ددې ټولنې د عضویت اخیستو په مراحلو د رڼااچولو تر څنګ یې وویل چې په صحي مراکزو کې موجودې ستونزې او په ایماني تربیه باندې دسمبالو ډاکټرانو کموالی، او داکثرو صحي کارکوونکو سره د ایماني او اسلامي احساس نشتوالی ددې سبب شوی چې د صحي خدماتو په وړاندې کولو کې یو لړ ستونځې او ناخوالې تر سترګو کیږي، نو دهمدې او داسې ډیرو نورو ناخوالو او مشکلاتو د حل لپاره ایما تاسیس شوه ترڅو دغه نیمګړتیاوی پوره کړي.
نوموړي دداکترانو د مسولیت په اړه د (افحسبتم انما خلقناکم عبثا و انکم الینا لا ترجعون) آیت په تفسیر کې وویل چې د قیامت په ورځ به د هر انسان څخه د هغه د استعداد او توانایۍ په اندازه د کار پوښتنه کیږي که هغه په هر مسلک او هره اداره کې وي ، نو څرنګه چې ډاکټران د ټولنې با استعداده پاټکي دي نو ځکه خو ددوی مسولیت هم دنورو په پرتله ډیر دروند دی.
وروسته بیاد چایو وقفه وه او راغلو میلمنو په هغه مازیګري کې چې د ایما له خوا برابر شوی وو برخه واخیسته او ورپسی د مازدیګر لمونځ په جماعت سره ادا شو.
د غونډی په وروستۍ برخه کی د پروګرام سره سم د افغانستان اسلامی طبی ټولنی ریس ډاکټر عبدلولي یوسفزي د دې ټولنې غړو او همکارو غړو ته په ډله ایز ډول لوړه ورکړه او پدې ډول ددې ټولنې صحي کارکوونکو د خپل رب سره پدی ډګر کې د خپل زوریدلي ولس د ښه خدمت کولو وعده اوتعهد وکړ او د ایما د مسولینو او د غونډې برخوالو له خوا ورته د الله تعالی څخه د لا زیات توفیق غوښتنه وشوه.
د غونډې په اوږدو کې د قاری صاحب نقیب الله او قاری صاحب عبدالباسط په خوږو آوازونو په زړه پورې ترانې هم واورول شوې چې د اورېدونکو د پام وړ وګرځیدې او غونډې ته یې لا زیاته ښکلا وروبښله.
دغه غونډه چه نږدی ۸۰ تنه برخوالو پکې ګډون کړی وو ،د مازدیګر په ۰۰:۶ بجو د ښاغلي خاکسار وقار په اختتامیه دعا پای ته ورسیده.
One Comment
Dr.Wahidullah Muslih
BARAK ALLAH AND JAZAKOMULLAH KHAIRAN KASEERA.