راپور :عبدالرحيم (مياخيل)
علمي او روزنيزرحله:
د جمعيت اصلاح دلغمان مهتر لام سيمه ايز دفتر د پلان په اساس د روان کال د سرطان د مياشتې په ٢٤نېټه په دغه ولايت کې د جمعيت اصلاح د غړو لپاره يوه رونيزه او علمي رحله ترسره شوه
دغه رحله د جمعيت اصلاح د غړي ښاغلي قاضي احسان الله الينګاري ترسرپرستۍ لاندې د ماسپښين يوه بجه د مهترلام ښارنه د قرغيو په ولسوالۍ کې د سيند ترغاړې يوه تفريحي ځاى کې پيل شوه چه په کې د لغمان د مرکز او قرغيو ولسوالۍ د جمعيت اصلاح غړو ګډون کړى وو د رحلې په ترڅ کې د وروڼو تر منځ د تعارف او يو شمير تفريحي مصروفياتو ترڅنګ په لغمان کې د جمعيت اصلاح د ټولنيزو خدمتونو مسئول ښاغلى ډاکټر محمد مقيم د ټولنيز کار د ځانګړنو او غوښتنو په اړه يو ارزښتناک روزنيز درس هم وړاندې کړ دغه علمي رحله د عصريې په خوړلو او په پاى کې د دعا په کولو سره مازيګرمهال پاې ته ورسيده
د قرآن دسياسي تعليماتو ترسرليک لاندې درس:
په لغمان کې د پنځلس ورځنيو علمي-څيړنيزو درسونو دريم درس د مولوي صاحب عبدالصبور لخوا د روان کال د اسد مياشتې په دريمه نيټه سرته ورسيد .
دغه لړۍ چې د قران پوهنې دلويى دورې نه وروسته د خلکو په وړانديز او د جمعيت اصلاح دسيمه ايز دفتر د پلان په اساس پيل شوى ده دريم درس يې (په اسلام کې د اولوالامر د اطاعت دحدودو ) ترعنوان لاندې وړاندې شو په درس کې لومړى مولوي صاحب موضوع وړاندې کوي او بيا د ګډون والو لخوا ورباندې مناقشه ترسره کيږي او اړوندو پوښتنو ته ځوابونه ويل کيږي .
په نوموړي درس کې دلغمان د مختلفو سيمو څخه يو شمير دعلم او نظر خاوندان په ډير شوق او ذوق ګډون کوي او پاى کې د راتلونکي درس موضوع ګډون والو ته پيژندل کيږي .
د يادونې وړ ده چې: د لغمان دوه تنه خيرغوښتونکي ښاغلى حاجي نور آغا د لاوډسپيکر او مايګ او ښاغلى ډاکټر صفي الله (باران) د پنځو تختو سطرنجيو مرسته وکړه ترڅو د درسونو پر وخت ورڅخه ګټه واخستل شي.
دلغمان دجمعيت اصلاح ټول غړي د نوموړو وروڼو څخه د مننې ترڅنګ د الله تعالي نه سوال کوي چې دغې مرستې ورته د حسناتو په ميزان کې حساب کړئ آمين