د روان كال د جوزا په ۲۸ نيټه د جمعيت اصلاح د كابل ولايت د پوهنتونو د ساحوي دفتر لخوا، د محصلينو لپاره تربيتي رحله (علمي سفر) ترسره شو.
دغه علمي سفر چې كابو ۱۵۰ تنو محصلينو او استادانو پكې ګډون كړى وو، د سحار په ۶ بجو د سيد جمال الدين له تالار څخه د کابل د تعليم او تربيې پوهنتون د استاد، سمیع الله په مشرۍ پيل شو.
د كابل پوهنتون د شرعياتو پوهنځۍ تكړه استاد، عبدالقادر نايل د سفر د آدابو په هكله لنډې خبرې وكړې او بيا ګډونوال په څلورو ګروپونو ووېشل شول او هر ګروپ لپاره يو مسئول وټاكل شو.
د موټرونو كې د سفر له دعا وروسته، د ګډونوالو تر منځ تعارف، فرهنګي مسابقې، مشاعرې او نورې جالبې برنامې تر سره شوې.
صياد ته له رسيدو وروسته د وروڼو د خدمت لپاره د خدمت ګروپ وټاكل شو چې اكثره غړي يې د پوهنتونونو استادان ول.
او همداراز د ګډونوالو لپاره د كابل پوهنتون د شرعياتو پوهنځۍ استاد، عبدالصمد كرامت د اسلامي نړۍ د روانو حالاتو او ورپيښو ګواښونو په هكله په زړه پورې درس وړاندې كړ.
د استاد کرامت درس څخه وروسته د رحلې د ګډونوالو لپاره يوه لنډه تفرېح ورکړل شوه او له تفرېح وروسته د کابل د تعليم او تربيې پوهنتون استاد، عبدالاحد مسلم د اخلاقو په اړه خپل درس وړاندې كړ.
مسلم د خپلو خبرو په ترڅ كې وويل چې نېک اخلاق د دين ستنه ده او پرته له اخلاقو څخه دين هېڅ معنی نه لري، نېک اخلاق د ايمان او بد اخلاقي د بې ايمانۍ دليل دی.نوموړي همدا راز وويل چې ایمان هغه دی، چې په زړه کې ځای ونيسي او په اعمالو کې ظاهر شي، که د مسلمان ایمان د هغه په اعمالو کې ظاهر نه شي او د ایمان د غوښتنو مطابق اعمال ترسره نه کړي، نو دا ایمان بیا هېڅ معنی نه لري.
استاد وویل: نېک اعمال او نېک اخلاق د ايمان دليل دی او په همدې سبب هر مسلمان مکلف دی چې لاندې کړنې ترسره کړي.
1. د سترګو ساتل
2. د ژبې ساتل
3. د اسلام په هكله ژور فهم ترلاسه كول
4. حياء
5. د الله په لار کې د زحمت ګالل
6. صدق او ريښتونولي
7. تواضع
استاد د خپلو خبرو په پای کې وويل، چې متاسفانه چې زمونږ په ټولنه کې اوس د نېکو اخلاقو نمونې ډېرې کمې دي، او ډېر کم خلک به داسې پیدا کړﺉ، چې هغوی د نېکو اخلاقو څرګندونه په خپلو کړنو کې وکړي.
خو د بدو اخلاقو نمونې زمونږ په ځوان نسل کې ډېرې زياتې ليدل کېږي، چې د دې بدو اخلاقو له منځه وړل او د نېکو اخلاقو رواجول زمونږ او ستاسو کار دی، چې بايد ويې کړو.
د استاد عبدالاحد مسلم له وينا وروسته د تفرېح وخت و چې د رحلې ګډونوال سيند ته د لامبو لپاره لاړل، چې ټولو وروڼو ډېر په صميميت سره دغه د لامبو لوبې هم ترسره کړې.
له سيند څخه تر راستنېدو وروسته د خدمت ګروپ ډوډۍ تياره کړې وه، او ګډونوالو په ډېره مینه د غرمې ډوډۍ وخوړه، او له ډوډۍ وروسته په سيمه کې نزدې جامع جومات ته د جمعې ورځې دجمعې مونځ ته لاړل.
د جمعې لمونځ څخه تر راګرځېدو وروسته د کابل پوهنتون استاد عبدالقادر نایل د وينا وخت را ورسېد او نوموړي د مسئوليت د احساس په هكله وينا وينا وړاندې کړه.استاد د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، چې د مسلمانانو د اوسنيو ستونزو د حل لار دا ده، چې هر مسلمان د مسؤليت احساس وکړي، او هغه د يهودو او نصاراو شعار پرېږدي، چې بز از پای خود و گوسفند از پای خود، که مونږ هر يو دا ډول وینا وکړو، نو هېڅکله به هم يو د بل په درد ونخورو او همداسې به لالهانده او بې سرنوشته ګرځوو.
استاد وويل، چې مسلمان بايد مشکلاتو په وړاندې لوړ همت ولري، او هېڅکله هم د زمانې مشکلاتو ته سرټيټ او نا امیده نه شي، ځکه لوړ همت کولی شي، چې انسان له ستونزو او مشکلاتو څخه راوباسي او د رڼا پر لور يې پر مخ بوځي.همدا ډول يې د علم د لاسته راوړلو لپاره زده کوونکي تشويق کړل، چې د علم د لاسته راوړلو لپاره بايد نه ستړې کېدونکي هڅې وکړې، او په دې لار کې بايد هېڅ ډول ستړتيا ونه پېژني.
د نايل صاحب له وينا وروسته بيا د تفريح وخت وو چې ګډونوالو د رسمان كشلو لوبۍ، لامبو، او نورې بيلابيلې لوبې تر سره كړې.بالاخره په څلور نيمو بجو بيرته ګډونوال د كابل په لور را روان شول او په موټر كې ټولو له دغه علمي او تربيتي سفر څخه د خپلو خوږو خاطراتو يادونه كوله.
نوټ: (پرعکسونو کليک وکړﺉ او په غټ سايز کې يې وګورﺉ)
14 Comments
حبیب الله زیار
ماشاالله ډیر ښه او ګټور علمي سفر مو تر سره کړې دي.
هم ثواب او هم خرما…….!
وطن دوست
ما فکر کاوه چې اصلاح والا به هم تش تبلیغیان او ملایان وي خو د محصلینو لپاره داسې رحلې مې چې ولیدې نو اوس زما فکر هم بدل شو، ځکه چې په پروګرامونو کې تنوع هم ښه کار دی
کامیاب اوسئ!
مراد
زیار صاحب..
هم ثواب و هم توت 🙂
راستی بهتر میشد که در باره منطقه ای صیاد هم کمی معلومات تقدیم میگردید..داشتن معلومات بیشتر از جا ها و مناطق مختلف کشور ما را با هم نزدیک تر میگرداند..
موفق باشید
فضل الهادي وزين
ماشاء الله تبارك الله…
جوانان و محصلين ستوت فقرات كشور و سازندكان آيندهء آن استند.. قسميكه امامشهيد حسن البنا مى فرمايند توجه به جوانان در حقيقت توجه به حال و آيندهء امت و ملت است.. برنامه هاى جمعيت اصلاح براى تربيهء همه جانبه ومتوازن جوانان و نشو ونماى مثبت آناندر حقيقت بركرفته ىاز از سيرت رسول الله صلى الله عليه وسلم است و از مستقبل نيك ميهن و وطن نويد ميدهد.
كشور ما افغانستان عزيز كارهاى جديدى را در ساحهء دعوت و اصلاح تجربه مى كند.. براى عام شدن خير ونشر نور و روشنى اسلام ناب و اصيل محمدي بيائيد با جمعيت اصلاح وبرنامه هاى مفيد آن ببيونديم و در كا ر خير سهيم شويم.
خداوند همه ما را در راه حق و خير ثابت قدم و موفق داشته باشد.
و قل اعملوا فسيرى الله عملكم و رسوله والمؤمنون ثم تردون إلى عالم الغيب و الشهادة فينبئكم بما كنتم تعملون.
همایون غفوری
السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
یره اصلاحیانو تاسو خو مزی وکړې …
مراد صایب تره کی گفته بود که نام توته یاد کو . بیادر چرا سر زخمای مه نمک پاش میتی ….
برادران اصلاح بسیار جای خوشیست که با این نوع برنامه های ترفیهی و تربیتی جوانان پوهنتون ها را با یک شیوه جدید تربیوی اشنا میسازید . اینگونه برنامه ها در جامعه ما مفقود بوده و امید است بعد ازین ادامه پیدا کند …
و مشوره مراد صاحب را فراموش نکنید که در باره صیاد کمی معلومات بدهید بهتر خواهد بود …
والسلام
طلال
السلام علیکم
گورﺉ کنه مېلې پټې تېروﺉ او مونږ ته یې صرف راپور وړاندې کوﺉ
د غفوري صاحب خبره په زخمونو مو مالګې دوړوﺉ
ډېر ښکلی کار شوی الله دې جوړوونکو ته اجر ورکړي
ع-ن-مرستيال كندهار
ماشاءالله ماشاء الله ماشاءالله
ډېر په زړه پورې علمي سير مو تر سره كړئ دى الله تعالى دې وكړې چې زموږ ولايت چې ډېرې ښكلي باغون، اوبه او ميوې هم لري داسي يو علمي سير تر سره كړئ.
جزاكم الله خير…
حلیم
نوش نوش جان!
موږ له وطنه لیری به خاوری په سر بادوووووووووو
په هر صورت مننه
لیمه وردګ
لیمه
نوش نوش جان!
موږ له وطنه لیری به خاوری په سر بادوووووووووو
په هر صورت مننه
لیمه وردګ- جاپان
عبدالباقي
ډير ښه
الله دتوفيق دركړي
ستاسو دلابرياووپه هيله
همایون غفوری
وردګ خو یۍ مګر دا مالومه نشوه چه حلیم یې او که لیمه
سرفراز شینواری
یره غفوری ډیر وران یې خه
که رښتیا درته وویم زه یې هم ډیر حیریان کړی یم چه دا لیمه ده او که حلیم دی
یوه بله خبره درته وکم پدې نوم خه فیلم جوړیدی شی
(((وردګ په جاپان کې)))
خخخخخخ
همایون غفوری
السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
شینواری وروره ته خو زما نه هم ډیر وران یې
ګوره چه که هغه هر څوک وی خو خدای دې وکړی چه زمونږ نه خفه نشی مونږ خو هسې ټوقې کوو چه په هغه بد و نه لږي
او که رښتیا درته ووایم زما تبصره د ټوقې نه هم نه وه ما په رښتیا ترینه پوښتنه کړې وه چه هغه آیا لیمه ده او که حلیم ځکه چه دوه مشابه تبصرې پرله پسې نشرې شوې یوه یې د لیمه وردګ په نامه او بله یې د حلیم په نامه نو زه حیران وم چه څنګه چل دی ځکه مې هغه اوله تبصره ورته لیکلې وه
مګر تا خو ترینه سمه غټه ټوقه جوړه کړه
زه خیر بیاهم پروا نلري لږه لږه ټوقه هم پکار ده او ټوقه چه رښیا هم ورسره مل وي خوند هم لري
آباد اوسې
سیدحمیدالله حنیف
ماشاءالله یاد از روز های جوانی ام دادی
لیت الشباب یعود یوما ـــــــــ فاخبره بما فعل المشیب