راپور: سيف الاسلام (اسلامي)
د تېرو کلونو په څېر سږ کال هم دار العلوم الاسلامیة ګڼ شمیر ځوان او بابصيرته طالبعلمان وروزل چې د نتایجو د اعلان او سندونو د توزیع شانداره محفل ورته د افغانستان اسلامي فرهنګي مرکز ترتيب کړی وو، ګڼ شمیر علماء،طالبلعمان،سپين روبي دعوتګران او ځوانان ورته رابلل شوی وو.
محفل د پنجشنبې په ورځ د جوزا د میاشتی په 20 نیټه د ماسپښین په 3:30بجو د کلام الله المجيد په تلاوت د طالب العلم عبد القادر لخوا پیل شو د سټیج چارې قاري شکر الله مخلص پرمخ بېولې، افتتاحی وینا د فرهنګی مرکز مسؤول قاضی محمد حسن اسلامي وړاندې کړه.
نوموړي ددار العلوم الاسلامیة استاذانو هر یو شیخ الحدیث سید رسول الحلیم صاحب او شیخ الحدیث مولوی امین الله ازره وال څخه مننه کوو چې په کمو او ناچیزه امکاناتو او سختو شرایطو کی يي دا عظیم خدمت سرته رسولی دی او بیا یی د هیواد په روان بحران رڼا واچوله او په ځانګړی توګه یی په دی ورستیو کی د ارتداد او مسیحیت ته د بلنې فتنې ته اشاره وکړه، او ددی مشکلاتو په وړاندی یی د علماؤ په رول او نقش تبصره وکړه.
فارغین یې د اسلام او هیواد والو خدمت ته تشویق کړل اود وخت د ارزښت په اړه يي ګټورې توصيې وکړې.
ورپسې یی د مرکز فرهنګی او جمعیت اصلاح دفرد،کورنۍ او ټولنې دسمون په اړه په رغنده کردار او خدماتو مختصره رڼا واچوله.
ورپسې محترم شیخ الحدیث جناب سید رسول الحلیم صاحب د ګډونوالو ته د وينا لپاره راوغوښتل شو چې د انسان په جوړښت،غوښتنو او ضرورتونو یې علمي اودبصیرت نه ډکه وینا واوروله او د هيواد د خپلواکۍ، استقلال، او پرمختګ عوامل یې په علمي اندازسره وڅیړل، د جهاد ډولونه یی بیان کړل او زياته يي کړه: د عملي جهاد د رول تر څنګ بايد دعلمي جهاد، قلمي جهاد، د ژبې او بیان جهاد ارزښت هم له نظره ونه غورزول شي.
ورپسې استاذ محب الربي (ګران) خوږ او انقلابی شعر واوراوه.
د غونډې وروستی ویناوال د دار العلوم الاسلامیة مهتمم او استاذ شیخ الحدیث مولوی امین الله ازره وال ؤ، چې د مدرسی په تاریخ، خدماتو، فارغینو او فعلي سختو شرایطو کې یی د استاذانو په مخلصانه هلوځلو رڼا واچوله او د جمعیت اصلاح لخوا په افغانستان کې د مدرسو جوړول او نور خدمات یې وستایل چې د ځوانانو تربیت او روزنې لپاره یی کوي د دین د خپرولو په لاره کی چې د افغانستان په مختلفو ولایاتو کې تعلیمی ادارو، مدرسو، پوهنتونونو او مراکزو کی یی روان کړی شرحه کړل او دهغو په بې شمیره ګټو یې رڼا واچوله.
ازره وال صاحب زیاته کړه دامدرسه ستاسو محسنینو او مخلصینو په چندو روانه ده، دټولو نه یی مننه وکړه او په راتلونکی کې یی د مرستې او فی سبیل الله انفاق هېله څرګنده کړه.
د غونډې په وروستۍ برخه کې د سندونو، جوایزو او تحایفو د توزیع لپاره شیوخ، علماء او دعوتګر استاذان راوبلل شول او د مرکز فرهنګی لخوا ترتیب شوي جوایز او ډالۍ د هغوی په لاسونو ویشل شوی.
پروګرام د محترم قاری صاحب فصیح الله په دعاء سره پای ته ورسیده چې اسلام، امت، هیواد، مرکز فرهنګی او دغه مدرسې ته یې د استمرار او لابريو دعاء وکوله، او په ځانګړي توګه دغزې مظلومو او محاصره شويو مسلمانانو دنجات او غاصبو، ظالمو او وحشي اسرايلو د ورکاوي او هلاکت غوښتنه يي وکړه.
په پای کې ټولو میلمنو د افغانستان د اسلامي فرهنګی مرکز لخوا برابره شوې عصریه کی برخه واخیسته او رخصت شول .
د یادونې وړ ده، چې زیاتو وروڼو د پروګرام په پای کی له مدرسې سره مالي مرسته هم وکړه. چې له متعال خدای نه غواړو،چې په خپل دربار کې يې قبوله کړي.
2 Comments
عثمان افضلی
الله اکبر
الله دې اجرونه درکړي
او د مزید خدمت مصدر وګرځﺉ
نویدی
ددی نیکمرغی مناسبت په خپلی مبارکی او نیکی هیلی محترم، شیخ صیب سید رسول، مولوی صیب امین الله او دمدرسی محترمو استادانوته وراندی کوم
الله تعالی دغه خالصانه جهد دهغوی نه قبول کری
آمین