شیخ القرآن مولانا عبدالصبور:
ډیر د افسوس ځای دی چې زمونږ په هیواد کې د پوهانو په ځای یوازې سندرغاړي هڅول کیږي.
له چا سره چې د علم قوت وي هغوی به په نړۍ واکمنان وي.
د رنځونو يوازینى علاج دا دی چې قرآن کریم ، علم او تعليم ته مخه کړو او په خپل هيواد کې علمي بدلون راولو.
د مهترلام ښار د سراج په تاريخي بڼ کې د قرآن پوهنې ستره غونډه د روان کال د ثور د مياشتې په ١٨مه نيټه د شنبې په ورځ ماسپښين درې نېمې بجې پيل شوه.
دغه ستره مبارکه غونډه چې د لغمان ولایت جمعیت اصلاح سیمیزې څانګې په هڅه او هاند جوړه شوه ، د الله تعالى د ستر کتاب د څو مبارکو آياتونو په تلاوت سره د قاري محمد ياسر سهاک له خوا پيل شوه ورپسې د سیمې د تکړه عالم او دجمعیت اصلاح غړي مولوي محمد عيسى عالمي لخوا د حديث درس وړاندې شو.
بيا په افغانستان کې د قرآن پوهنې د لړۍ نوښتګر او پياوړى ديني عالم شيخ القرآن مولوي عبدالصبور صاحب د ٦ ورځنۍ دورې لومړى درس د قرآن کريم ، علم او تعليم د فضيلت تر سر ليک لاندې وړاندې کړ.
مولوي صاحب لومړى د قرآن کريم د زده کړې ، حفظ او په هغه د عمل کولو په اړه وغږېد او وروسته یې د علم د تر لاسه کولو او نورو ته د ښودلو د ارزښت او اهميت په اړه په تفصيل سره بحث وکړ.
هغه زياته کړه دا هر چا ته څرګنده ده چې علم يو قوت دی، له هر چا سره چې دغه قوت موجود وي نو هغه به په نړۍ کې واکمني کوي، د افسوس خبره ده چې زموږ په هيواد کې د ښوونې او روزنې کيفيت ددې له امله بې خونده دى چې يو شمير بهرني مؤسسات لګيا دي زموږ مسلکي او تجربه لرونکي استادان د څو ډالرو په بدل کې جذبوي او په غېر مسلکي دندو ئې ګماري.
مولوي صاحب د ډلییزو رسنیو له لارې روان اخلاقي تروریزم ته په اشارې کولو سره وویل: زموږ په هيواد کې د هندي ګمراه کوونکيو فلمونو او سريالونو بازار ګرم دی او همدې ته خلک د ديموکراسى وده وايي ، په دغسې يو بې وزله او جګړه ځپلي هيواد کې يوازې د تلويزوني چينلونو او سندرغاړو هڅونې او تقديرولو ته پاملرنه کيږي، هيچا هم ونه ليدل چې د پوهې او علم خاوندان په جايزو وياړل شوي وي او دا هغه دردوونکى حالت او رنځ دى چې زموږ مسلمان ولس ورسره لاس په ګريوان دى. مولوي صاحب وويل : ددغو رنځونو يوازینى علاج دا دی چې قرآن کریم ، علم او تعليم ته مخه کړو او په خپل هيواد کې علمي بدلون راولو.
مولوي صاحب د علم د ارزښت او دهغه د لاسته راوړو په اړه په ټینګار سره زياته کړه :لکه څرنګه چې د ديني او شرعي علومو زده کړه يوه اسلامي فريضه ده د ټولو عصري مروجه علومو او فني تخصصاتو او مهارتونو ساينس او تخنيک تر لاسه کول هم د مسلمانانو مهمه دنده ده ، که د اسلام تاريخ ته وګورو زمونږ لوى او ستر مفسرين او محدثين د ديني پوهې په څنګ کې د دنيايي علومو ماهرين هم وو ، نو ددې لپاره چې آزاد او خپلواک و اوسو او د اسلام او هيواد څخه د ساتنې جوګه شو، اړينه ده چې د اوسني عصر ټو ل علوم او فنون خپل کړو ، پدې سره به مو خپل هېواد سمسور او آخرت روښانه کړى وي.
د دغې سترې دورې په دوهمه ورځ مولوي صاحب د ښځې او ميړه د حقوقو ترسرليک لاندې دوهم ارزښت ناک درس وړاندې کړ او ویې ويل: د اسلام دښمنان شپه او ورځ تبليغات کوي چې په اسلامي قوانينو کې د ښځو حقوق تر پښو لاندې کيږي حقيقت دادى چه په ټولو نظامونو او قوانينو کې يوازې اسلام دى چې د ښځو په ګډون د ځمکې د مخ د ټولو موجوداتو حقوقو ته کلکه پاملرنه کوي.
مولوي صاحب په دې اړه ډير واضح او څرګند دلايل او بيلګې وړاندې کړې او دا یې ثابته کړه چې داد اسلام د دښمنانو پوچ او بې ځايه تورونه دي.
مولوي صاحب پدې اړه هم افسوس څرګند کړ چې لويديځ وال مونږ ته زمونږ قوانين تفسيروي، په داسې حال کې چې دا کار يوازې د رسیدلو ديني پوهانو دنده ده.
ورپسې مولوي صاحب د ښځې او ميړه ترمینځ خپل منځي حقوق او اړيکې په تفصيل سره برخه والو ته بيان کړې.
د دورې په درېيمه ورځ چې په زرګونه نارينه او ښځېنه مسلمانان د ليرې او نږدې سيمو څخه راټول شوي وو او شاوخوا سيمه د الله تعالي د رحمت ترسيوري لاندې وه، شيخ صاحب د قرآني اخلاقو ترسرليک لاندې خپله اغيزناکه وینا وړاندې کړه او د آياتونو په رڼا کې یې لوړ اسلامي قرآني اخلاق لکه تواضع ،عفو، ايثار،حياء ،حلم ،عاطفه او صله رحمي او نور په تفصيل سره بيان کړل.
د یادونې وړ ده چې په دوره کې د خلکو ګډون تر هیلو او توقع پورته دی، په زرګونو نارینه او ښځینه ګډونوال د ډیرو لیرو سیمو څخه پدې هیله دورې ته راځي ، چې د خپل رب پیغام واوري او نورو ته د هغه د رسولو جذبه او ولوله واخلي.
د قرآن پوهنې دغه ستره دوره به شپږ ورځې دوام لري او د دورې مدرس شيخ القران مولوي عبدالصبور صاحب به پکې د پورتنیو موضوعاتو سربیره ، په اسلام کې د کار اهميت ، اسلام د ژوند بشپړ قانون او داسلامي امت د اتحاد او يووالي په موضوعاتو هم په تفصيل سره بحث کوي،او د روان کال د ثور د مياشتې په ٢٣نيټه د پنجشنبې په ورځ به انشاء الله پاى مومي .
هيله ده چې يو شميرد هيواد نامتو علماء او فضل خاوندان به دلغمان، کابل او ننګرهار څخه هم پکې برخه اخلي او په پاى کې به د اسلام ، هيواد او مسلمانانو د خير او فلاح لپاره اجتماعي دعا هم تر سره کيږي.
6 Comments
fasih
ماشاءالله ديرشه
الله باك مو كوششونه كامياب كره
زما هيله ده جي دلغمان ولايت مومن ولس به د زره به مينه شحينه اونارينه بدي مبارك محفل كي ونده اخلي
سيدمسليم له ننګرهار نه
داصلاح ويب سايټ دفتواي دبرخي له مسئولينو نه يوه پوښتنه لرم هيله ده غلط تعبيرتري ونه شي :
نن سبا په انټرنيټ کي دبيلابيولوموضوعاتوپه هکله معلومات ورکول کيږي او دخپلو ليکنو دجوازلپاره بيلابيل اسلامي کتابونه ماخذورکوي ، نو زما پوښتنه داده چي په اسلام کي دخپلي مرمني سره دهني سيکس يا Oral six جوازلري اوکه نه اوکه جواز لري نو ترکومه حده که په دي هکله معلومات راکړي نو ډيربه خوښ شم .
په درنښت
دکرزي سفرامريکا ته د حفيظ الله امين داشتباه تکرار
ګرانوهيوادوالوته معلومه ده چي کله دحفيظ الله امين اړيکي دوخت دشوري اتحادله حکومت سره خرابي شوي نو امريکا او پاکستان ته يي مخه کړه چي مرسته تري وغواړي اوځاي له سختوبحراني حالاتونه وژغوري خو هغه دروسي حکومت دسياست ښکار شو او له منځه ولاړ او افغانستان تر اوسه دهغي يو کوچني اشتباه په لمبوکي سوځي .
کرزي هم اوس هو به هو دهغه په شان اشتباهات کوي ځکه هغه وخت روسي حکومت دده اړيکي له پاکستان او مجاهيدينوسره ور وشلولي او بالاخره له منځه يي يو وړ اوس هم کرزي او دهغه حکومت په پلان کي لرل چي د دولت له مخاليفينوسره دروغي جوړي جرګه دثور دمياشتي په دولسمه نيټه ترسره کړي خو دا جرکه شاته وغورځول شوه او دي له خپلي کابيني سره د اوباما دنظرياتو داخستلولپاره امريکا ته ولاړ ترڅو په دي غونډه کي داسي کوم کار ترسره نکړي چي دامريکا ستراتيژيکو ګټوته په سيمه کي خطرمتوجه شي نو په دي کارسره يي يوځل بيا دافغان ملت سره ستره جفا وکړه او اوس داسي اټکل کيږي چي داچرګه به هم دتيروجرګوپه شان له ځان سره هيڅ دملت ملاتړ ونه لري اوپه ملک کي به همداسي خونريزي روانه وي اومسئوليت به يي دولسمشر کرزي په غاړه وي .
فريداحمد
محترم سيد مسلم.
خپله په عقل سر ه فکر وکه چي خوله دسکس لپاره جوړه شويده او که دخبرو، ذکر او خوراک لپاره.
بعضي وخت سوچ کوه او بيا سوال کوه.
که ته کفارو ته ګور هغه خو ترحيوانيت تردرجي لا څو قدمه هاخواته اوښتي دي.
دا شيطاني سوچونه پسي مګر ځه هيځ وخت به نفس تسکي نکړي که هرڅومره ورته فرمانبرداره شي.
بيا به هم يوه بله لاره درته مخکي کوي.
خاکسار وقار
الله جل جلاله دی مولوی صاحب ته اجرونه او نور هم توفیق ورکړي نن یی وروستۍ ورځ زه هم ورغلم ماشاالله دومره خلک ورته راغلي ول چی هیڅ طمع نه کیدله واقعا لغمانیانو یو ځل بیا وښودله چی له قران سره مینه لري
ننۍ درس یې د مسلمانانو د اتحاد په هکله وه. په وړو مسایلو کې یې د مسلمانانو تر منځ اختلاف په ډیره ساده ژبه تشریح او خلک یی تري په ډیر ماهرانه انداز منع کړل برکت دې وی د مولوی صاحب په ژبه او استعداد
طلال
السلام علیکم
د علماو دلمانځلو په هکله د مولانا صيب د خبرو په تایید دا اضافه کول غواړم چې:
واقعیت تر دې هم تريخ دی. د عزیز التفاسیر لیکونکی مولانا سلطان عزیز عزیز چې نوموړی تفسیر یې په دیارلسو ټوکونو کې د اوولس کلونو ۴ میاشتو او ۱۷ ورځو موده کې د ۱۴۷ منابعو څخه په استفادې ولیکه، او اسلامي امت ته يې وړاندې کړ. صرف د اصلاح ورونو نه غیر چې چې پدې ویاړ یې غونډه وکړه او دی يې ولمانځه ، نور چا یاد کړ؟ آیا څوک يې پېژني؟؟؟
او مقابل کې د نشنلیزم د ودې او همدارنګه د ډم توب د نشر او د رذالت د کارونو لپاره په ميليونونو ډالر لګول کېږي…