استاد محمد عاطف: مونږ پدې باور یو چې خپل هیواد به په خپلو مټو او هڅو جوړوو
مولوی محمد نعیم جلیلی: اخلاق د ټولنې اړتیا او ضرورت هم دی چې باید تل یې ساتنه وشي
مولوي عبد الصبور: جمعیت اصلاح د خیرزړی، دنیکیو نیالګی، او دملي وحدت بوټی دی
په غونډه کې دجمعیت اصلاح له فعالیتونو سره په لکونو افغانۍ او په زرګونو ډالره مرسته اعلان شوه
هر دعوت، خوځښت او برنامه هغه مهال خپلواکه او کامیابه وي چې د الله (ج) له فضل او مرستې نه وروسته د خپل ولس او ملت سره نزدې، مثبتې او ټینګې اړیکې ولري، جمعیت اصلاح هم په خپله دیني او اصلاحي پروسه کې همدغه اصل ته ډیره توجه کړې ده او وخت په وخت پدې لټه کې دی چې خپل غیرتي او له دین سره ژور تړاو لرونکی ولس په خپلو ټولو فعالیتونو او پلانونو کې راګډ او شریک کړي ، چې الحمد لله پدې اړه ډیر پرمختګ شوی دی ، ولس د جمعیت اصلاح په پروګرامونو او غونډو کې نه یوازې پوره او بارز حضور او شتون لري بلکې په هراړخیزه توګه یې ملاتړ هم کوي.
ددې لپاره چې دغه اړیکې نورې هم مزبوتې، غښتلې او ژورې شي، جمعیت اصلاح پریکړه وکړه چې په کابل کې د دردمنو، بااحساسه او دځان ،کورنۍ او ټولنې په وړاندې د مسئولیت احساسوونکو شخصیتونو، پوهانو او مشرانو یوه غونډه جوړه کړي، پدې اړه یو ځانګړی کمیسیون جوړ شوی وو چې له ډیرو منډو ترړو او مسلسلو هڅو نه وروسته یې وکولی شول د چارشنبې په ورځ د حمل په ۴مه نیټه ماسپښین ۲ بجې د کابل ښار د ( عروس شهر) په نوم هوټل کې یوه درنه غونډه جوړه کړي چې نزدې دوه سوه تنو پکې ګډون درلود.
غونډه د ښاغلي دوکتور رفیع الله عطاء لخوا د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په لوستلو سره پیل شوه د ویاندۍ چارې استاد قاري محمد بشیر واصل پرمخ بیولې او د غوندې ګډونوالو ته یې ښه راغلاست ووایه، دغه راز یې د غونډې په اهمیت او ارزښت خبرې وکړې او دغه غونډه یې یوه مبارکه غونډه او ګډونوال یې نیکمرغه خلک وبلل او زیاته یې کړه: که یوپلو ته یوشمیر خلک په ناروا پروګرامونو او رواجونو مال او پیسې لګوي خو الحمدلله زمونږ په هیواد کې بیا داسې مخلص او مومن وګړي هم شته چې د حق، خیر او نیکۍ په چارو کې لګښت کوي او په خپل ټول توان سره د دین په خدمت کې ولاړ دي او دا ددې ښکارندویي کوي چې انشاء الله زمونږ دهیواد او ولس راتلونکی روښانه او روڼ دی.
غونډې ته د هیواد جید عالم او دجمعیت اصلاح د فهم دین او نشراتو څانګو مسئول مولوي محمد نعیم جلیلي وینا وکړه او یوه اونۍ وړاندې په کابل کې د اخلاقي ارزښتونو د تقویې کمپاین چې جمعیت اصلاح په لاره اچولی وو وغږید او ویې ویل: په اسلام کې د اخلاقو ارزښت ټولو ته څرګند او واضح دی او اخلاق د ټولنې اړتیا او ضرورت هم دی چې باید تل یې ساتنه وشي نو پدې اساس جمعیت اصلاح په هیواد کې په داسې شرایطو کې چې ولس مو له سختو او خطرناکو طوفانونو سره مخ دی د اخلاقي ارزښتونو د تقویې او اخلاقي مفاسدو سره د مبارزې ترعنوان لاندې یواونیز بیلابیل کمپاینونه په لاره واچول چې یو یې په هرات کې او بل یې په کابل کې وو، د جمعیت اصلاح غړو په کابل کې په یوه اونۍ کې ۱۸۰۰۰۰ بروشرونه، ۲۰۰۰۰ ملي اصلاح مجله، ۲۰۰۰۰ ستیکرونه او ۴۰۰۰ خطبې او شپږ اخلاقي درسونه وویشل، په لسګونو پوهنتونونو ، په سلګونو تعلیمي ادارو ، مدارسو، جوماتونو او کورسونو ته ورغلل او هلته موجودو هیوادوالو سره د اخلاقو په ارزښت او داخلاقي ارزښتونو په تقویې وغږیدل او پدې توګه یې هغوی ته د الله(ج) پیغام ورساوه.
د جمعیت اصلاح رئیس استاد محمد عاطف غونډې ته د وینا پرمهال د جمعیت اصلاح په بروګرامونو رنا واچوله او ویې ویل: جمعیت اصلاح له ۱۳۸۲ ه ش کال نه راپدېخوا د هیواد په معنوي رغونه کې بوخت دی او موخه یې داده چې که هیواد مو په مادي لحاظ جوړونې ته اړتیا لري نو تر دغه زیات هغه په معنوي لحاظ هم رغونې ته ضرورت لري، ځکه چې کله هم د انسان داخل جوړشي نو هغه بیا دځان، کورنۍ، ټولنې او هیواد لپاره صالح، ګټور او مثبت عنصر وګرځي.
استاد زیاته کړه: جمعیت اصلاح یو اجتماعي ارګان دی او په خپلې ټولنې باندې تکیه لري، ټولې برنامې او فعالیتونه یې د خپلو اعضاوو او همکارانو په مرستو او د مسلمانو پانګه لرونکو په همکاریو پرمخ ځي، مونږ پدې باور یو چې خپل هیواد به په خپله جوړوو او په خپل مټ به د خپل ولس خدمت کوو ځکه چې پردي هیڅکله هم چاته کور نه جوړوي.
نوموړي وویل:مونږ غواړو چې دیني تصور سره نزدې او یو کړو او بیا یې په سمه او خوږه لهجه ټولنې ته ورسوو.
استاد د هوټل خاوند حاجي عبدالمحمد څخه هم مننه وکړه چې د هوټل یې له کرایې پرته د غونډې په خدمت کې ورکړ.
ورپسې د پروژکتور په وسیله د جمعیت اصلاح د پروګرامونو په اړه یو ويډیویي فلم چې د نشراتو څانګې چمتو کړی وو نندارې ته وړاندې کړل شو.
دهیواد جید عالم ، د الفلاح دیني مدرسې مهتمم مولوي عبد الصبور هم غونډې ته مهمه او ارزښتناکه وینا وکړه او ددعوت الی الله په اهمیت او ضرورت یې ټینګار وکړ، او ویې ویل: د رسول الله صلی الله علیه وسلم امت داعي امت دی او الله(ج) ددې لپاره پیدا کړی دی چې بشریت ته به په نیکیو امر کوي او له بدیو به منع کوي او په ځمکه کې به د الله (ج) پیغام خپروي، اسلامي امت بارسالته او باهدفه امت دی، دبغمبرانو د سلسلې له پای ته رسیدو او د وروستني پیغمبر تر رحلت وروسته د نبوي منصب فریضه اسلامي ته سپارل شوې ده.
نومړي زیاته کړه:جمعیت اصلاح په افغانستان کې د دعوت الی الله دنده پرمخ بیایي، ددین تبلیغ کوي، د قرآن او حدیثو درسونه جوړوي، تعلیم خپروي، خلک له نبوي سیرت سره تړي، د رسنیو په وسیله او د کتابونو له لارې خلکو ته د الله (ج) پیغام رسوي او دخپل ولس خدمت کوي چې دا هم د پیغمبرانو مشن او رسالت وو.
مولوي صاحب وویل: جمعیت اصلاح د امت د وحدت درس ورکوي، مثبت سوچ او فکر لري،تعصبونه او توپیرونه ختمول او ټول مسلمانان د قرآن او سنتو په محور راټولول غواړي.
نوموړي وویل: جمعیت اصلاح د خیرزړی، دنیکیو نیالګی، او دملي وحدت بوټی دی او دا یوازینی محور دی چې ترټولو دیر لوړتعلیم او سواد لرونکي او د هر تخصص خلک پکې راټول شوي دي او څومره چې څوک ورته نزدې وي په هماغه کچه یې باور او ډاډ پرې زیاتیږي.
مولوي صاحب زیاته کړه: جمعیت اصلاح دعوتي تګلاره لري، خو دعوت مالي مرستو ته اړدی، نو ځکه خو باید زمونږ مالداره او شتمن خلک د انفاق فی سبیل الله په روحیه د مال غټه برخه په دغه دعوتي لاره کې ولګوي، که مونږ په ټول توان د اصلاح او دعوت له هڅو سره ودریږو نو انشاءالله چې په ټول هیواد کې به د اخلاقو، ادابو، تفکیر او تعلیم په اړه یومثبت بدلون راشي.
وروسته دهیواد یو بادرده تاجر اوکابل کارتن سازی شرکت رئیس حاجی عبدالغفور د جمعیت اصلاح د هڅوستاینه وکړه او دخبل ملاتړ د اعلانولو په ترڅ کې یې ۱۰۰۰۰۰ افغانۍ مالي مرسته هم وکړه.
بیا په نوبت سره نوروشخصیتونو هم خپلې مالي مرستې اعلان کړې ، د بیلګې په توګه دوکتور شیرعلي ظریفي د ش.ظ.لمیټید رئیس ۳۰۰۰ ډالر، حاجي محمد نذیر ۲۰۰۰ډالر، نظیف الله ۲۰۰۰ډالر، انجنیرمحمد ایوب ۱۲۰۰ډالر، ثناءالله ابراهیمي ۱۰۰۰دالر، انجنیر حامد الله ۱۰۰۰دالر، ډاکتر ضیاء الله شفیق ۵۰۰ ډالر، انجنیر ذبیح الله ۵۰۰ ډالر،فضل الله قانت ۵۰۰ ډالر، محمد طاهر ۵۰۰ ډالر، داکتر حیات الله ۵۰۰ امریکایي ډالره او انجنیر نظرمحمد ۵۰۰۰۰افغانۍ، ډاکتر الله نور ۵۰۰۰۰ افغانۍ، انجنیر عبد الخالق ۶۰۰۰۰ افغانۍ، ډاکتر نوري ۵۰۰۰۰ افغانۍ مرسته اعلان کړه، انجنیر عبد الله او انجنیر غلام فاروق د نجونو لپاره د فخري دارالعلوم د کلنۍ بودیجې ٪۵۰ لګښت په ځان ومانه، دیادونې وړده چې ډیرو نورو وروڼو هم د نومونو په لیکلو سره له جمعیت اصلاح سره مالي مرستو ژمنه وکړه چې په قدردانۍ سره ومنل شوه،
په غونډه کې ورورنقیب الله او ورورحمزه په خپلو غبرګو اوازونو په زړه پورې ترانه او ورور علیم داد ښکلی شعر واوراوه.
غونډه د مولوی محمد نعیم جلیلي لخوا ددوعا په لوستلو سره پای ته ورسیده.
د غونډې انځوريز راپور په لاندې لینک کې لوستلی شئ
د جمعيت اصلاح د مرستې جلبولو غونډه په عکسونو کې