عبدالظاهر اثري- پيښور- مركز فرهنګي اسلامي افغانستان
د نبوي سیرت شپږ ورځنۍ دوره پای ته ورسیده
د نبوی سیرت هغه شپږ ورځنۍ دوره چې د افغانستان د اسلامي فرهنګي مرکز په انګړ كې د روان کال د سلواغې د میاشتې په ۲۶ نیټه پیل شوې وه د شنبې په ورځ د کب د میاشتې په لومړۍ نیټه پای ته ورسیده.
په دغه دوره كې د سیمې د لیسو، مدرسو او پوهنتونونو د شاوخوا ۷۰ تنو شاګردانو برسیره عامو خلکو هم برخه اخیستی وه.
محترم استاذ عبدالواسع صابر شپږ ورځې پرله پسې هره ورځ دوه ساعته درس وړاندی کړ چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د پیدایښت نه تر وفاته پورې بشپړ سیرت يې په ډیر ښه، جذاب او مستند ډول ګډونوالو ته تقدیم کړ. د دوری ګډونوال به په ډیره مینه هره ورځ په خپل ټاکلی وخت مرکز ته حاضریدل او د نبوی سیرت په اوریدلو به یې د خپل معنویت پالنه کوله.
د دورې په وروستۍ ورځ د محترم استاذ صابر د اختتامي درس نه وروسته د افغانستان اسلامی فرهنګی مرکز مسؤول قاضی محمد حسن اسلامی د خبرو په ترڅ كې د دا ډول دورو په اهمیت او ارزښت رڼا واچوله ویی وویل: “د رسول الله صلی الله علیه وسلم سیرت د یو عادی شخص، پاچا، دیکتاتور او یا هم خیالی قصی نه دي چې مونږ واوریدې، خوند مو ترې واخیست او ساعت مو پرې تیر کړ. دا د انسانیت د ستر لارښود د ژوند، دعوت، جهاد او مبارزی هغه رښتینې قصه ده چې زمونږ د دین برخه او هره خاطره یې زمونږ لپاره درس او د ژوند هر پړاو یې زمونږ لپاره نمونه ده چې مونږ باید خپل ژوند د هغې په رڼا كې تیر کړو”. دوره د مازیګر په ۴:۳۰ بجو د قاضی صاحب محمد حسن اسلامی په دعاء سره پای ته ورسیده.
په پای كې د دا ډول دینی او دعوتی پروګرامونو د مصارفو لپاره ګډونوالو ته د انفاق فی سبیل الله بلنه ورکړل شوه چې ګډونوالو په ډیره مینه ورته لبیک ووایه او مالی مرسته یی وکړه. الله دې ورته اجر عظیم ورکړي.
یاده دې وي چې د دورې کډون کوونکو ته به د پنجشنبی په ورځ د کب د میاشتې په ۶ نیټه د سیرت کنفرانس په ترڅ كې اسناد هم ورکول کیږي.
دويم پروګرام:
د سیرت النبی صلی الله علیه وسلم مسابقه ترسره شوه :
د افغانستان اسلامي فرهنګي مرکز لخوا ۱۵ ورځې وړاندې اعلان شوې مسابقه نن د یکشنبې په ورځ د کب د میاشتې په دویمه نیټه د سهار ۹:۰۰ بجو څخه تر ۱۲:۰۰ بجو پورې ترسره شوه.
په دغه سیالۍ كې د سیمې د۲۴ بیلابیلو لیسو، ښونځیو او دینی مدارسوڅخه ۱۲۸ تنو زده کوونکو ثبت نام کړی وو.
سیالۍ تحریري بڼه درلوده چې د ورورۍ په فضا كې د بشپړ نظم په رعایت سره ترسره شوه او پایلې به یې د پنجشنبې په ورځ د کب د میاشتی په ۶ نیټه د سیرت د یو شاندار کنفرانس په ترڅ كې اعلان شي او په لوړو نمرو بریالیو ګډون کوونکو ته به جواېز ورکړل شي ان شاءالله.