راپور: انجنير باختر احسان
په جلال آباد کې د جمعيت اصلاح ځوانانو څانګې د دلوې مياشتې په ٢٣مه نېټه د ځوانانو لپاره يوه رحله ( علمي سير) برابره کړې وه چې نږدې اويا ٧٠ ځوانانو ګډون په کې کړى وو.
ځوانان سهار نهه بجې د امام ابو يوسف تعليمي مرکز څخه د هډې فارم په لور وخوزېدل. هلته پروګرام د قاري صاحب محمد حليم په تلاوت پيل شو. بيا د رحلې ګډونوال په شپږو ټولګيو ووېشل شول. د ښه تنطيم په اړه د رحلې مسؤل نقيب الله مصلح لنډه وينا واوروله، ورپسې د ټولګيو تر منځ په زړه پورې لوبې تر سره شوې.
ورورولي او خپل منځي اړيکې
د جمعيت اصلاح غړي ضياءالرحمن فاروق په خپلو خبرو کې تر ياد سرليک لاندې د رحلې ځوانان خپل منځي اړيکو او ورورګلوۍ ته متوجه کړل. په دې اړه يې د رسول اکرم ص، صحابه کرامو، تابعينو، او دعوت او جهاد کاروان د مشرانو په زړه پورې پېښې او کيسې واورولې.
ويې ويل: مونږ بايد په خپل منځ کې له عدل نه هم پورته، له احسان څخه کار واخلو تر څو مو د يوې سالمې ټولنې په جوړښت کې رغنده او کاري رول لوبولى اوسي.
په اوسني وخت کې د ځوانانو مسؤليت
د جمعيت اصلاح غړي او امام ابو يوسف تعليمي مرکز مسؤل محمد ګلاب توحيديار په دې اړه په زړه پورې وينا واوروله، ويې ويل: ځوانان بايد خپل مسؤليت او رسالت وپېژني. د ټولنې سترګې د همدې مصلحو ځوانانو په لور دي او همدا ځوانان به په ټولنه کې يو مثبت بدلون راوړي. زياته يې کړه: نبي اکرم ص د ديارلسو کلنو په ترڅ کې ځوان صحابه کرام وروزل او بيا هماغه صحابه کرامو په لسوکالو کې دين د نړۍ کونج کونج ته ورساوه.
ځوانان يې دې ته ځير کړل چې اوس بايد دا رسالت مونږ او تاسې په غاړه واخلو او د روانو مفاسدو، بې لاريو او بد اخلاقيو په وړاندې کلکه مبارزه وکړو.
ځوانانو ته يې د نېکو اخلاقو لکه ديانت، اخلاص، صداقت، امانت ساتنې، علم، کاراو زيار… توصيه وکړه.
په رحله کې د ګډونوالو تر منځ په زړه پورې ذهني او علمي سيالۍ تر سره شوې، خوږو ترانو او حماسو رحله لاپسې ښکلې کړې وه.
د رحلې په ورستيو شېبو کې د ګډونوالو په نماينده ګۍ د اصلاح عالي لېسې زده کوونکي سيف الاسلام د جمعيت اصلاح له مسؤلينو څخه مننه وکړه چې تل ځوانانو ته تربيوي او تفريحي پروګرامونه جوړوي. ويې ويل: چې له رحلې څخه مو د زياتو شيانو تر څنګ دا هم زده کړل چې يو ځوان بايد د وخت ټينګ پابند اوسي لکه څنګه مو چې دلته دا څو ساعته په منظمه توګه تېر کړل.
رحله دغرمنۍ او جمعې لمانځه له اداء کولو وروسته په دوه نيمو بجو د جمعيت اصلاح غړي او د نجم المدارس استاد مولوي غلام نبي په دعاء پاى ته ورسېده.