الله تعالی په قرآن کريم کې فرمايلي دي: قُلْ سِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَانْظُرُوا كَيْفَ بَدَأَ الْخَلْقَ….
(ورته ووايه، پس وګرځئ په ځمکه کې ترڅو ووینی چې الله دا مخلوقات څنګه پيدا کړي دي…)
د همدې قرآني ایاتونو په نظر کې نيولو سره د جمعيت اصلاح د خوشحال خان مېنې ساحوي دفتر وغوښتل چې يو شمېر هغو ځوانانو ته چې له جمعيت اصلاح سره په پروګرامونو او درسونو کې برخه اخلي، جلال اباد ته خپله تربيوي او علمي رحله (سفر) ترسره کړي، ترڅو په نوموړي ښار کې د قرآن پوهنې د شپږ ورځنې دورې د پای غونډه کې ګډون وکړي.
د رحلې ګډونوال د پنجشنبې په ورځ غرمه يوولس بجې له خوشحال مېنې څخه په دوه کاسټر موټرو کې د جلال اباد په لور وخوځېدل.
ګډونوالو په لغمان کې د سړک د غاړې په يوه جومات کې د ماسپښين لمونځ اداء او په ۳:۱۵ د جلال اباد ښار عيد ګاه ته ورسېدل.
عيدګاه ته په رسېدو د رحلې ګډونوال د شېخ القرآن مولانا عبدالصبور د درس اخري برخې ته ورسېدل.
د درس له پای ته رسېدو وروسته د مازیګر لمونځ اداء کړی شو او د رحلې ګډونوال د جلال اباد ساحوي دفتر په لورې وخوځېدل.
د ماسختن د لمانځه له اداء کولو وروسته د ننګرهار پوهنتون استاذ مولوي محمد شريف رحماني له کابل څخه راغليو مېلمنو ته له ښه راغلاست ويلو وروسته د يو دعوتګر د اړتياوو په اړه درس وړاندې کړ، د دعوت په تعريف کې يې وويل: د جاهلي ټولنې ټول افکار له منځه وړل او پر ځای اسلامي مفکوره په ټولنه کې پلې کول دعوت دی، چې د دې اسلامي مفکورې په پلي کولو سره يوه سالمه او پاکه ټولنه منځه ته راځي.

نوموړي په افغانستان کې له ټولو حکومتونو څخه ګيله وکړه، چې په خپل وخت کې يو هم د اسلام اصيل فهم ته دعوت نه دی کړی او همدا حکومتونه دي چې دا ولس يې همداسې پټې سترګې ساتلی دی.
وروسته د جمعيت اصلاح مرکزي شورا رييس استاد نصير احمد نويدي لنډه وينا وکړه او زياته يې کړه، چې اوسمهال ستاسو د ځوانانو وار دی چې دا ټولنه له هر ډول فساد څخه وساتئ، نوموړي ځوانان په ټولنه کې د استعمار ګرو موخو او اهدافو ته متوجه کړل او زياته يې کړه، چې اوسمهال استعمارګرو د دوه غټو مرضونو تخمونه شيندلي، چې يو يې قوم پرستي يا نېشنلزم او بل ماده پرستي او يا له مال سره مينه، چې دا دواړه د ټولنې هغه دوه غټ مرضونه دي، چې استعمار هر وخت غواړي له همدې لارې يوه ټولنه مغلوبه کړي.
د نېشنلزم يا قوم پرستۍ د علاج لپاره نوموړي زياته کړه، چې د دې مرض د له منځه وړلو لپاره باید مونږ او تاسو په خپل منځ کې اسلامي ورورولۍ ته کار وکړو او هېڅکله هم د قوم، ژبې او نژاد پر بنسټ يو بل سره مينه ونه کړو بلکې زمونږ او ستاسې مينه بايد يواځې د اسلامي ورورولۍ پر بنسټ وي.
استاد نويدي زياته کړه، چې ماده پرستي زمونږ د ټولنې يو بل عمده او لوی مرض دی، چې همدا اوسمهال مونږ ورسره مخ يو، ځکه استعمار غواړي په لوړو معاشونو مونږ او تاسو روږدي او له خپل اصلي هدف څخه مو وګرځوي، ځکه په هغه ټولنه کې چې له مال سره مينه له خپله حده واوړي هغه ټولنه ډېر زر د تباهۍ لور ته درومي.
نوموړي زياته کړه، د دې لپاره چې مونږ او تاسو له دې مرض څخه په امان پاتې شو، بايد شخصي تقوا او تزکيې ته زياته پاملرنه کوو، ځکه د انسان ارزښت صرف په تقوا دی، نه په مادياتو.
د استاد نويدي له وينا وروسته ټولو ګډونوالو ځانونه معرفي ګړل او له تعارف وروسته د خوب لپاره تياری ونيول شو.
د سهار د لمانځه له اداء کولو وروسته شېخ القرآن مولانا عبدالصبور د ګناه پر شومو اثراتو او اقسامو درس وړاندې کړ او زياته يې کړه، چې دا ډېر د شکر ځای دی، چې مونږ او تاسې له يوې داسې ټولنې سره يوځای شوي يو، چې هلته کار صرف د اسلام لپاره دی، نوموړي زياته کړه، چې ددې سره سره بايد او مونږ تاسو داسې ګمان ونه کړو، چې صرف مونږ اوس د ټولنې غوره طبقه او همدا مونږ متقیان او نور خلک راته ګناهګاران او ناپوه ښکاره شي.
د مولانا صاحب له درس وروسته د استاد وحيدالله شفيق په لارښوونه د سهار سپورت ترسره او د چای له څښلو وروسته د رحلې ګډونوالو د بهسودو د پل په لورې حرکت وکړ، د بهسودو د پل له ليدلو وروسته د شېرزی لوبغالي ته لاړل او له هغه ځایه د هډې د فارمونو په لورې وخوځېدل.
د هډې په فارمونو کې بيا د فوټبال، کرکټ، واليبال او د ذهني سوالونو مسابقې ترسره شوې او د مسابقو په ګټونکو جايزې ووېشل شوې.

د جايزو له وېشلو وروسته استاد حسبناالله متوکل د اسلامي حرکت پر موخو او اهدافو خپل درس وړاندې کړ، استاد د خپلو درس په ترڅ کې زياته کړه، چې زمونږ او ستاسو حرکت بايد خپل افراد په هره برخه کې تربيت کړي، په ځانګړي ډول تر ټولو مهم تربيت چې هغه په اسلامي ارزښتونو او اخلاقو تربيت دي. استاد وویل، چې تربيت د ا سلامي حرکت د پرزو حيثيت لري، چې څنګه ماشين په پرزو چلېږي همدا ډول پرې حرکت او حتی حکومت هم چلېدی شي.

هغه وويل چې سالم او اسلامي تربيت ژوند کې د غذاء رول لري، که تربيت نه وي نو يو بدن ډېر زر له منځه تللی شي، په جسمې لحاظ نه بلکې په روحي لحاظ بدن ختم وي او هېڅ هم په کې پاتې نه وي هغه بيا د يوې محرکې غوښې په شان وي.
د نوموړي له درس وروسته د ماسپښين لمونځ اداء کړی شو او له هغې وروسته ډوډۍ وخوړل شوه.
له ډوډۍ وروسته د رحلې ګډونوالو بېرته د کابل پر لورې حرکت وکړ، د مازیګر لمونځ په ورېښمين تنګی کې اداء کړی شو، د ماښاملمونځ په ماهيپر کې اداء کړی شو او ماسخوتن کابل ته ورسېدل.
د یادونې وړ ده، چې دا رحله په داسې حال کې ترسره شوه، چې د همدې يوې مياشتې به جريان کې د کابل په خوشحال خان مېنه کې د معارف اسلامي يو مياشتنی کورس چې تر ۳۰۰ پورې ګډونوال په کې برخه لري روان دی.
همدا ډول په ننګرهار کې د قرآن پوهنې شپږ ورځنې دوره، او په هرات کې د اخلاقي فساد پر ضد يو غټ کمپاين (چې په کې د اخلافي فساد سره د مبارزې د لارښود بروشرونه، د اسلامي سي ډي ګانو وېش، د اسلامي کتابونو وېشنه، په جوماتونو کې د ويناوو او په ښار کې پر غټو بورډونو د اخلاقي فساد پر ضد شعارونه لیکل شوي) روان دي.