کابل- اصلاح آنلاین
نحن قوم اعزنا الله بالاسلام، مهما ابتغینا العزة فی غیره اذلنا الله
دا هغه زړه راښکونکی شعار وو چې شا او خوا دوه سوه ځوانانو په پوره مینه سره په یوه غږ بدرګه کولو او د سید جمال الدین افغانی تالار یې لړزولو. هغو ځوانانو چې هوډ یې کړی تر څو یو ځل بیا اسلامي امت ته خپل تیر برم او عزت د اسلام د دغه سپیڅلي دین د زده کړې او په خپل فردي او ټولنیز ژوند کې د هغې په پلي کولو له لارې راوګرځوي. دا ځوانان په همدې موخه د ژمې پدې یخو ورځو کې سره راټول شوي دي تر څو د ژمنیو رخصتیو څخه په ګټې اخیستنې سره د الله سپیڅلی دین زده کړي او له دې لارې له خپل پالونکې سسره خپلې اړیکې ټینګې کړي.
د جمعیت اصلاح د ځوانانو د څانګې په نوښت، پلان شوی د اسلامي معارفو کورس د لمریز هجری ۱۳۸۸ کال د جدی د میاشتې په لومړی نیټه پیل شو. دا کورس چې یوه میاشت به دوام لري، د بیلا بیلو اسلامی مضامینو د تدریس تر څنګ پکې ګڼ شمیر ثقافتي، او تفریحي برنامې په پام کې نیول شوي دي.
هغه مضامین چې پدې کورس کې په نظر کې تدریس کیږي عبارت له، اسلامي آداب، مبادی فقه، فقه، تفسیر، اسلام پیژندنه، مبادي حدیث، حدیث، فکري جنګ، عقاید، سیرت، تجوید، اخلاق، او اسلامي تاریخ څخه دي چې د تکړه استادانو له خوا پر مخ بیول کیږي. د دې ترڅنګ نور مهم مفاهیم لکه د نړیوالو اسلامي نهضتونو پیژندنه، اسلام ضد افکار او ډلې، د اسلامي امت د سترو شخصیتونو ژوند، د مفیدو کتابونو مطالعه، د ګټورو فلمونو او سلایډونو ښوونه… پدې کورس کې نغښتل شوي دي.
همدا راز د ځوانانو د استعدادونو د لوړولو لپاره ډول ډول ثقاقتې برنامې لکه ویندویي، د مقالاتو لیکنې، شعر، ترانې ویل، ورکشاپونه، تمثیلي پارچې، ذهني مسابقې او د خطاطۍ او رسامۍ د هنرونو د ودې پروګرامونه پلي کیږي.
د هره اونۍ لپاره یو عملي شعار ټاکل شوی دی چې د لومړۍ اونۍ شعار د مور او پلار درناوی وو او ګډون والو هوډ وکړ چې دا شعار به په پوره توګه پلی کوي.
د یادولو وړ ده چې د کورس دا برنامې په دوو بیلا بیلو وختونو کې، د لیسې د زده کوونکو او محصلینو لپاره د سهار او د متوسطې د زده کوونکو لپاره د ماسپښین له خوا پر مخ بیول کیږي چې په ټولیږه توګه کابو ۳۵۰ ځوانان ترینه ګټه اخلي.



