نصير مرستيال
قوم پرستي د اسلام له نظره د ځوانانو لپاره يو ورځنى سيمينار
د ١٣٨٨ د قوس ٢٧ نېټه د جمعې په ورځ د (جمعيت اصلاح و انکشاف اجتماعي) د جنوب زون د کندهار په ساحوي دفتر کې (قوم پالنه د اسلام له نظره) تر سر ليک لاندې يو ورځنى سيمينار جوړ شو.
په سيمينار کې د کندهار پوهنتون محصلين، استاذان، دلېسو متعلمين، طالب العلمان او يو شمېر مولوى صاحبانو ګډون درلود چې شمېر يې ٧٥ تنو ته رسېدى.
سيمينار د سهار پر ٩ بجو د قاري نظرمحمد د کندهار پوهنتون د شرعياتو پوهنځۍ محصل د قران مجيد په تلاوت سره پېل کړ. ورپسې ګل احمد هاتف د کابل پوهنتون د بشري علومو محصل د ټولو ګډونوالو او مېلمنو هرکلى وکړ او ټولو مېلمنو ته يې ښه راغلاست ووايه.
د تقوى اهميت:
د کندهار جمعيت اصلاح د مهارتونو د ودې څانګې مسئول استاذ جلاالدين د سيمينار ګډون کوونکو ته د تقوى اهميت په اړوند وينا وکړه او زياته يې کړه: د پېغمبر صلى الله عليه وسلم د دعوت يو ستر هدف په انساني ټولنه کې د تقوى خپرول او د ټولنې د وګړو نفسي او سلوکي تزکيه ده، د موضوع د ښه روښانتيا په هکله يې په سپېڅلو اياتونو، حديثو شريفو او د مخکنيو صالحينو په کړنو استدلال وکړ. ټينګار يې وکړ چې ټولنه هغه وخت د دنيا او اخرت نېکمرغي ليدلى شي چې افراد يې په ځانو کې تقوى راولي، خپل اخلاق او نفسونه تزکيه کړي او که داسې ونه شي؛ نو په دې دنيا کې به د ډول-ډول ستونزو سره مخ شي او په اخرت کې به د جنت او سترو نعمتونو څخه بې برخې او محروم شي.
قوم پالنه د اسلام له نظره:
د جنوب زون د کندهار د جمعيت اصلاح مسئول، د کندهار پوهنتون استاذ صديق الله ميوندوال (قوم پالنه د اسلام له نظره) موضوع د پوره تفصيل سره وړاندې کړه چې په خپلو خبرو کې يې دغو ټکو ته اشاره وکړه:
کله چې اسلام د مسلمانانو په منځ کې په عملي ډول نافذ و د مسلمانانو تر منځ پوره وحدت، مينه، ورورولي او کومک و او د قوم پرستۍ بوى ګنه مفکوره هېڅ مطرح نه وه.
هم دا فکري استعمار او دوکه باز ګيدړ يهود وو چې د اسلامي خلافت د راپرځولو او فلسطين ته د رسېدو يواځنۍ لاره يې د مسلمانانو منځ کې د قوم پرستۍ ناولى تخم شيندى. هم دا و چې د يهودو ماسوني ګوند څو تنه ترکي ځوانانو ته دنده ورکړه او يو قوم پرست ترکى ګوند د ((يووالي او پرمختيا ګوند)) په نامه يې تشکيل کړ او په عربانو کې يې هم نشنلستي مفکورې ته وده وکړه چې په پايله کې په ترکيه کې اسلامي خلافت چې د مسلمانانو د يووالي رمز او د فلسطين مدافع و را وپرځېدى او د نړۍ د ګوټ-ګوټ څخه يهوديان د فلسطين په لور را مات شول. يهودو يوازې په دې بسنه و نه کړه چې په ترکانو او عربانو کې قوم پرست غورځنګونو وروزي، بلکې د اسلامي نړۍ په ګوټ-ګوټ کې يې توکميز او قوم فرست ګوندونه تاسيس، تمويل او مېوې ته ورسول تر څو د تل له پاره د مسلمانانو په منځ کې هغه يووالى چې اسلام را منځ ته کړى و او اسلام يې بنسټ و ناشونى شي.
هر قوم او هر ګوند د خپل قوم د اصليتوب نارې اوچتې کړې. د اسلام نه مخکې جاهلي عادتونو، رواجونو او قوانينو لمانځنه يې پېل کړه. د اسلام نه مخکې جاهلي سړو مفاخر يې بيان کړه او دغه جاهلي سړي يې خپل مشران وګڼل. د جاهلي عادتونو او رواجونو ژوند يې شروع کړى. يهود خپل په پلان کې بريالي شول، د مسلمانانو د وحدت ځاى قوم پرستو غورځنګونو ونيوى.
دا و د قوم پرستۍ د پيدايښت شاليد او تاريخ په اسلامي نړۍ کې او په دې ځان پوهول په کار دي چې رسول الله صلى عليه وسلم په خپل ٢٣ کلن دعوت کې د جاهليت د مهال ټول بد عادتونه، خويونه، په توکم او نسب باندې وياړل له منځه يوړل او هغوى ته ورګرځېدل يې جاهليت او الحاد کڼلى دى. او هم دا ډول نوموړي په خپله وينا کې د عربي، ترکي، افغاني او فارسي قوم پرستو ګوندونه اساساتو ته په لنډ ډول کتنه وکړه چې اساسات له ورايه د اسلام سره په ټکر کې، بلکې د اسلامي ټولنې د محوه کولو له پاره يهودي طرحه او دسيسه مالومېده. د وينا په اخر کې نوموړي ځوانان دې ته متوجه کړل چې افغانستان په دې ستونزمنو حالاتو کې د يوه لوى چلينج سره مخ دى چې يوازې با ادارکه او با احساسه وګړي يې خطر درک کولاى شي چې هغه د استعمار له خوا پښتني، فارس، ازبکي او تاجکي قوم پرستۍ ته وده وکول دي او د دې له پاره يې عملا ګوندونه جوړ کړي تر څو د افغانستان ولس په توکمونون ووېشي او ملي وحدت له منځه ولاړ شي. ځوانان بايد دې ته ځير شي چې د دې قوم پرستانو په چربو او ښکلو شعارونو دوکه نه شي او د اسلام په چوکاټ کې د ولس د ټولو وکړو له پاره بې تبعيضه کار وکړي.
د موضوع اړوند بحث:
د موضوع د ښه روښانتيا له پاره نيم ساعت د سوالونو او جوابونو له پاره ټاکل شوى و چې ګډونوالو په کې خپل سوالونه مطرح کړل او هم په کې تعليقات وړاندې شول. سيمينار د غرمې پر دوو لسو بجو د مولوي صاحب محبوب شاه ساجد په دعا سره پاى ته ورسېد