کله چې سړی ډلې ډلې میرمنې او نارینه د عیدګاه جومات ته په تلو ویني، نو په زړه کې یې د دې ویدیدلي او تپل شوي وضعیت په تل کې د یوې ژورې پوهې پر بنسټ د پیښیدونکي اسلامي ویښتابه راتلونکي ته هیلې په غورځنګونو شي، د تولسي او دولهن پر دا عیار شوي کلتوري پردیتابه کې د ځوان نسل دومره قرآني مینه که له یوې خوا له اسلامي سرنوشت سره د دې ملت ژوره اړیکه انځوروي نو له بلې خوا د هیواد په کچه دومره له تندو ډکو غونډو کمښت
اسلامي جریانونو ته یوه بده ننګونه ده، دا به زمونږ د ځورېدلي ملت بده برخه وي چې له یوه علمي او ولسي اسلامي جریان نه په بې برخۍ سره دغسې یوه نه اټکلیدونکي حالت ته رسیدلی دی… دا په داسې حال کې چې له قرآن سره د مینې پر بنسټ دا دی په دویمه ورځ هم په زرګونو نارینه او نزدې یو نیم زر ښځینه برخوالو په جلال اباد ښار کې د قرآن درس او پیغام ته لبیک ووایه.
نن په دویمه ورځ هم له معمول سره سم د قرآن مینه والو له ښاغلي حافظ انجنیر باختر احسان څخه د قرآن خواږه ایتونه واورېدل، ورپسې په جلال اباد کې د جمعیت اصلاح د سیمه ییزې څانګې مسئول ښاغلي مولوي میر عباس ګوهري صاحب د حیا په اړه د حدیثو لنډ درس ووایه.
د اسلام ټولنیز اداب
زمونږ د هیواد په کچه محبوب او جید عالم شیخ القرآن مولانا عبدالصبور صاحب د ټولنیزو ادابو په اړه د نن ورځې درس د نکاح له ارزښته پیل کړ، نوموړي وویل چې اسلام د ژوند تیرولو طریقه ده، اسلام یوازې مفکوره فکر او عقیده نه ده، بلکه دا خو د عمل او عقیدې مشترک نوم دی، نوموړي وویل چې صالح اجتماعیت له نکاح پیل کیږي، اسلام نه غواړي چې یوه ازاده شهواني ټولنه دې جوړه شي، نو ځکه خو زمونږ همدغه اجتماعي سیستم له لویدیز سره په ضد کې دی، لویدیز یو بزدله قوم دی د هغوی نارینه او ښځينه د واده بوج نه شي پورته کولای د دې لپاره چې هغوی د اولاد او د اولاد د تربیې له بوجه ځانونه ازاد کړي په ناجایزه اړیکو یې ژوند درولی، له همدې امله په لویدیز کې جنسي ناروغۍ بیخي ډېرې شوي او کوڅې یې په حرامیانو ډکې دي، اروپا د واده د نشتوالي له امله یو منتشر قوم ګرځیدلی او په همدې بنسټ به ډېر ژر راوپرزیږي، د دې ټولو بدمرغیو لامل دا دی چې هلته صالح کورنی سیستم نه شته.
لوڼې مه خرڅوئ!
اسلام غواړي چې په ټولنه کې کنترول موجود وي، او په دې لړ کې یې د صالح او با سلیقه نسل په خاطر د واده سیستم غوره کړی، خو د نکاح لپاره باید لاندې شرایط په پام کې ونیول شي:
دا چې واده باید له اسلامي شریعت سره سم تر سره شي، په اسلام کې نکاح اسانه ده، مهر یې اسانه دی خو دلته زمونږ په وطن کې خلک خپلې لورګانې لکه د څارویو خرڅوي، دا په داسې حال کې چې الله جل جلاله فرمایي: (واتو النساء صدقاتهن نحلة) یعنې چې میرمنو ته د هغوی مهرونه په خوشالۍ سره ورکړئ!
د دې ایت فلسفه راښايي چې مهرونه پلرونو ته نه بلکه ښځو ته ورکول کيږي. ښه مهر هغه دی چې لږ وي، د نبي علیه السلام د ټولو بیبیانو مهر ۱۳۱ تولې سپین زر وو (پرته له ام حبیبیې رضی الله عنها چې مهر یې دروند وو او نجاشي پاچا پرې کړ) او همداراز کله چې نبي علیه السلام خپله لور بي بي فاطمه ودوله نو مهر یې ورته ۱۵۰ تولې سپین زر ټاکلی وو.
په همدې ډول د پلار له کوره لور ته د جهیز ورکول سنت طریقه ده، خو دا چې د خپلې وس سره سم به وي او په جهیز کې به پور او سود نه کیږي.
ولیمه به د هلک کور ورکوي، خو دا کوم واجب او فرض کار نه دی، اسلام له ولیمې مصیبت جوړول نه غواړي، ولیمه به له وس سره سم ورکول کیږي او سیالي به په کې نه وي.
د زیږون کمول یو لویدیزوال فرهنګ!
حضرت محمد صلی الله علیه وسلم فرمایي چې (تزوجوا الودود الولود) یعنې دا چې له مینه ناکو او ډېرو زیږونکو میرمنو سره ودونه وکړئ!
د اولاد د زیږون بندول یو لویدیزوال تمدن دی، هغوی د وسایلو د لږي له امله اولادونه وژني، خو که پر نړۍ د اسلامي اقتصادي نظام د حاکمیت وار راغی نو په لنډو کلونو کې به فقر او غربت له نړۍ مخه واخلي.
اصلاً کورنی تنظیم (د زیږون کمول) او په ځانګړي ډول د حمل غورځول د فساد او زنا د عامولو په خاطر رامنځته شوی، خو د اړتیا له مخې په اسلام کې د کورني تنظیم د تطبیق جواز شته (له علماوو او ډاکټرانو سره تر مشورې وروسته) مګر د یوه تحریک په بڼه د کورني تنظیم تطبیق په اسلام کې حرام دی.
د اولاد حقونه!
اولادونه پر خپلو میندو او پلرونو حقونه لري چې په لنډ ډول ترې یادونه کوو:
سم تعلیم، سم نوم (ښه نومونه عبدالله، عبدالرحمن، او یا هم د پیغمبرانو نومونه دي)، کله چې اولاد په خبرو پیل کوي نو باید کلیمه طیبه ورته وښول شي، سلام ورته وښول شي، له کنځلو باید منع کړای شي، د پیغمبرانو، صحابه کرامو او صالحینو داستانونه ورته واورول شي، له سینما او فلمونو دې منع کړای شي، پر اسلامي ادابو د خوراک طریقه دې ورته وښودل شي، او د اولاد په منځ کې عدل او انصاف دې مراعات شي.
ګرځنده کتاب پلورنځي!
د قرآن پوهنې دورې شاو خوا ته ځای پر ځای د اسلامي ادب د کتابونو د خرڅلاو لپاره ځایونه برابر کړای شوي دي، په دې لړ کې د اصلاح افکار خپرندویه ټولنې او نقیب الله کتاب پلورنځي د کتابونو د خرڅلاو ګرځنده کتابتونونه د پام وړ دي، د دې له امله چې په افغانانو کې د کتاب اخیستلو فرهنګ لا بډایه کولو ته اړتیا لري جمعیت اصلاح د دې ټکي په درک کولو سره ګڼ شمیر کتابونه خپلو هیوادوالو ته وړاندې کړي.
د رسنیو درک نه لګيږي!
سره له دې چې د قرآن پوهنې د دورې د پیل په مقدمه کې د جمعیت اصلاح په نوښت د ملي او سیمه ییزو ژورنالیستانو تعارفي ناسته راغوښتل شوې وه، هغوی د قرآن پوهنې د دورې په لړ کې د هر راز مطبوعاتي مرستو ژمنې هم کړې وې، خو دا دې درېمه ورځ رارسیږي لکن مطبوعاتو دومره غټه دیني غوڼده په نظر کې لا نه ده اخیستې، یوازې د کلید او صفا رادیو ګانو پرې د خپل رسنیز رسالت له مخې خبر جوړ کړی، خو دا چې ملي او سیمه ییزو رسنیو ولې پرې تمرکز نه دی کړی دا نو د رسنیو پر بې پرې رسالت شکونه زیږوي.
کورنۍ وظیفه!
په لومړۍ ورځ شیخ القرآن اوریدونکو ته د سلام د خپراوي او په ځانګړي توګه پر کورنۍ د سلام کولو وظیفه ورکړې وه، په دویمه ورځ د درس په پای کې له اوریدونکو د سلام اړونده کورنۍ دندې پوښتنه وشوه، مولوي صاحب له مینه والو وغوښتل چې کومو خلکو چې کورنۍ وظیفه تر سره کړې ودې دریږي، نزدې نیمايي خلک ودرېدل او پاته خلکو ته شیخ القرآن له مینې پر ډک انداز وویل چې زه پوهیږم چې تاسو له شرمه پر خپلې کورنۍ سلام نه دی ویلې، او یو ځل بیا یې ترې غوښتنه وکړه چې سلام خپور کړئ.
پر دویمه ورځ شیخ القرآن خلکو ته د مرورو د پخلا کولو په اړه کورنۍ دنده ورکړه، او له ناستې مجموعې یې وپوښتل چې څوک به له خپه و سره پر روغې مخکې شي، تقریباً ټولو خلکو ژمنه وکړه، او په دې ډول به سبا به انشاالله د کورنۍ وظیفې پوښتنه یو ځل بیا کیږي.