نن هم په زرګونو نارینه او تر ۲۰۰۰ ډېرو مېرمنو په خپلې ونډې اخېستو سره د قرآن پوهنې مجلس ګاڼه کړی وو.
نن هم حافظ انجنیر باختر احسان په خپل خواږه غږ سره د قرآن سپیڅلي ایتونه واورول، او ورپسې په جلال اباد کې د جمعیت اصلاح د سیمه ییزې څانګې مسئول محترم مولوي میرعباس ګوهري صاحب د دین د زده کړې او بیا پرې د عمل کولو په اړه د حدیثو درس وړاندې کړ.
د مومن ځانګړتیاوې!
محترم شیخ القران مولانا عبدالصبور صاحب د مومن ځانګړتیاوې د سورة المومنون او سورة الفرقان د دوه رکوع ګانو په رڼا کې وړاندې کړې، نوموړي د مومنانو مهمې ځانګړتیاوې په لاندې ډول یادې کړې:
بریالي مومنان هغه دي چې په لمانځه کې خشوع کوونکي وي، خشوع په دوه ډوله ده، لومړی ډول یې د زړه او دویم یې د بدن پورې اړه لري، نو له همدې امله بریالی مومن هغه دی چې لمونځ په ارام او سکون سره وکړي او په زړه کې یې له الله تعالی څخه ویره شتون ولري.
بریالي مومنان هغه دي چې له بې ګټې کارونو څخه ځانونه ساتي، مومن هغه کارونه کوي چې د دين او یا د دنیا ګټه یې په کې خوندي وي، او چې کوم کارونه له دې دواړو تش وي نو پرېږدي یې.
بریالي مومنان هغه دي چې د زکات عمل کوي، زکات به یوازې په مال نه وي بلکه خپله ټولنه به هم له شره پاکوي، مومنان همېشه خپل عمل او خپله عقیده پاکه ساتي. کله چې عمل، اخلاق او عقیده فاسد شي نو اداري فساد ترې زیږیږي، په داسې حال کې چې څوک له الله جل جلاله څخه نه ویریږي نو اداري فساد به د کومې ویرې له مخې ورک شي؟
مومنان به د خپلو فرجونو ساتنه هم کوي، دوی به پرته له خپلو مېرمنو/مېړونو او وینځو نورو سره خپله جنسي غرزیزه نه ماتوي.
مومنان به د امانتونو او ژمنو ساتونکي وي، امانت په اسلام کې لوی تصور لري، د حدیثو له مخې کله چې تا ته څوک خبره کوي او شاوخوا ګوري نو دغه خبره یې له تاسره امانت ده… او په غټه کچه له ولسمشر سره د هیواد د چارو واګی هم په خپلې بڼې کې امانت دی.
بریالي مومنان هغه دي چې د لمانځه ساتونکي وي، زمونږ په ټولنه کې خو داسې امامان هم شته چې قرآن په ناسمه طریقه وايي، دا په داسې حال کې چې قرآن نه کوم کسب دی او نه د رزق ګټلو وسیله! له همدې امله امامت باید د هغه اهل ته وسپارل شي. لمونځ باید په ټول اهتمام سره تر سره شي، قرائت، قیام، رکوع، سجده، جلسه، قومه او قاعده باید په سمه طریقه تر سره شي، په تیزۍ سره لمونځ کول نه دی په کار، لمونځ باید په ارامه تر سره شي. لمونځ باید په خپل وخت سره ادا شي، ناوخته لمونځ کول د منافق عادت دی، منافق به ګوري چې کله لمر زیړ شي نو بیا لمونځ په ټونګو او تیزۍ کوي.
په عاجزۍ سره ګرځئ!
الله جل جلاله فرمايي چې (وعبادالرحمن الذین یمشون علی الارض هوناً) د رحمن بنده ګان هغه دي چې پر ځمکه په عاجزۍ سره ګرځي، په دې ایت کې دا راښوول کیږي چې د الله جل جلاله بنده ګان به ګرځي کیني به نه! کله به د جهاد لپاره ګرځي، کله به د دعوت لپاره ګرځي، کله به د علم ترلاسه کولو لپاره ګرځي، خو چې ګرځي نو د صحیحو مقصدونو لپاره به ګرځي. د عاجزۍ مقصد دا نه دی چې مړ پړ به ګرځي بلکه په قوت سره به ځي، مړ پړ ګرځېدل په ځمکه کې تغیر نه شي راوستی، نبي علیه السلام به چې قدم اخېسته نو داسې به وو لکه له خټو چې قدم را اخلي. ټوغ ټوغ او مړه ګرځېدل د دین له تعلیماتو څخه نه دي، مومنان به د شهسوارانو په څېر ګرځي خو کبر او غرور به په کې نه وي. د حضرت عمر رض په وخت کې یو سړی ټوغ ټوغ تلو نو پوښتنه یې وکړه چې دا ولې؟ ورته وویل شول چې نوموړی د شپې عبادت کوي، نو عمر رض ورته وویل چې (وبااللیل رهباناً و باالنهار فرساناً) چې د شپې عبادت کوونکي شئ او د ورځې شهسواران.
د مومنانو بل صفت دا دی چې د جاهلانو سره له بحثه ځانونه ساتي، او ټوله شپه الله ته په سجده پراته ، له ټولې شپې مراد دا دی چې د شپې یوه مناسبه برخه به د الله جل جلاله په عبادت کې تېروي.
د ښه مومن نښه دا ده چې نیکي هم کوي، له الله جل جلاله هم ویریږي، او له جهنمه هم پناه غواړي. او د بد انسان نښه دا ده چې نیکي هم نه کوي، له الله جل جلاله بښنه هم نه غواړي او له جهنمه پناه هم نه غواړي.
د مومن ځانګړتیا دا ده چې په لګښتونو کې به اسراف نه کوي. اسراف په دریو معناګانو راغلی دی:
1. دا چې په ناروا کارونو کې مال لګوي، لکه د ډمانو ګډولو، او د چرګانو او سپیانو جنګول.
2. په روا کارونو کې بیخي ډېرې روپۍ لګول هم په اسراف کې راځي، لکه په ولیمه د ډېر مال لګول.
3. د نیکۍ په کار کې په داسې حال کې روپۍ لګول چې ریا یې په زړه کې وي.
مومن به له بخیلۍ هم ځان ساتي، بخیلي په دې معنی چې پر اولاد، مېرمنې او ځان باندې له اړتیا او وس سره سم لګښت نه کوي، او بله بڼه یې دا ده چې د خیر په کارونو کې یا خو بیخي مال نه ورکوي او که یې ورکوي هم نو ډېر لږ وي.
د مومنانو بله نښه دا ده چې شرک، قتل او زنا به نه کوي، او که څوک یې کوي نو الله تعالی به همېشنی او دوچنده عذاب ورکوي.
مومنان هغه خلک دي چې د ګناه مجلسونو ته نه ورځي او پر بیهوده کارونو په عزت سره تیریږي، د کرسمس د بیهوده مجلس په اړه مولانا صاحب وویل چې د کرسمس د خوشالیو په مجلسونو کې به برخه نه اخلئ، ابن تیمیه رح د حضرت عمر رض وینا رانقل کړې چې د عیسویانو مېلو ته مه ورځۍ چې په دغه مهال پرې د الله جل جلاله غضب نازلیږي، نوموړي همداراز خلک د نوروز په میلو کې له ګډون څخه منع کړل او په دې اړه یې د شریعت موقف برخوالو ته روښانه کړ.
د مومنو بنده ګانو بله ښه صفت دا دی چې له الله جل جلاله به صالحه ښځه، صالح اولاد او دمتقیانو خلکو امامت غواړي.
کورنۍ دنده!
شیخ القرآن برخوالو ته د نصوارو پرېښودلو په اړه تر لنډې تشویقي خبرې وروسته وویل چې له سبا به د نصوارو پرېښودلو عزم کوئ، ټولو برخوالو د هوکړې په خاطر لاسونه پورته کړل.
د څلورمې ورځې موضوع!
په څلورمه ورځ به انشاالله (په اسلام کې د کار اهمیت) په اړه تفصیلي دیني درس وړاندې کیږي.






