په کابل کې:
د وروڼو پروګرام
د اختر په دریمه ورځ په کابل ښار کې د جمعیت اصلاح د نشراتو او فرهنګی څانګې په دفتر، د سید جمال الدین په تالار کې د اختر مبارکی په مناسبت پرتمینه غونډه جوړه شوه. دا غونډه چې د سلو په شا او خوا کې کسانو پکې ګډون کړی وو د سهار په لسو بجو د سید مصطفی حماس په ویندویی سره د کوچني حافظ عبدالرحمن له خوا د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.
د غونډې لومړی ویناوال، د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځۍ استاد، عبدالقادر نایل وو چې د ابراهیمي قربانۍ د عظمت، اسرارو او مفاهیمو په هکله یې په زړه پورې وینا وکړه، هغه د ابراهیم علیه السلام د سترو کارنامو په یادولو سره وویل چې د ټولو پیغمبرانو د رسالت موخه دا وه چې ټول انسانان مومن، مسلمان، او مهاجر جوړ شي، هغه مومن چې نور انسان د هغه له زیان څخه په امن وي، هغه مسلمان چې د لاس او ژبې نه یې نور ضرر ونه وینې، او هغه مهاجر چې د الله تعالی له نواهیو څخه هجرت وکړي.
د غونډې دویم ویناوال، ډاکتر محمد الله وو چې په ترکیه کې یې د طب په څانګه کې زده کړې کړې وې، هغه د ترکیې حالت په هکله حاضرینو ته په زړه پورې مالومات ورکړل، هغه د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: ترکیه هغه هیواد دی چې شپږ سوه کاله یې د اسلامي خلافت واګي په لاس کې درلودل چې له بده مرغه چې په تیره پیړۍ کې د نړیوالې دسیسې په پایله کې دا خلافت ونړید او ترکیه په یوه بیدینه هیواد باندې واوښته، د کلونو په تیریدلو سره د بیدینۍ کچه داسې حال ته ورسیده چې که به کوم ځوان په لمانځه ولیدل شو نو ټولو به ورپورې ملنډې وهلې، خو په همدغه حالت کې مسلمانو دعوتګرو او اسلامي حرکتونو د اسلامي ویښتابه کار پیل کړ او د ځوانانو په منځ کې یې د ایماني درسونو لړۍ وغزولې تر دې چې اوس لله الحمد نوی نسل یو ځل بیا د اسلام سره تړاو پیدا کوي.
هغه وړاندې وویل چې د ترکیې اسلامي حرکت وکولای شول چې خپل ملت ته د ریښتیني خدمت له لاري اوس د ملک واګي په لاس کې واخلي او هغه هیواد چې د دین په وړاندې یې سوټي را اخیستي وو نن یې د چارو واګي د داسې ځوانانو په لاس کې دي چې د رييس جمهور نه نیولې د پارلمان تر ريیسه او د کابینې تر وزیرانو پورې ټول پنځه وخته لمنځونه ادا کوي. هغه د ترکېې د اسلامي حرکت د بریا راز پدې کې وښوده چې هغوی کار ډیر کوي او شعار کم. هغه له وینا وروسته د موضوع په هکله د حاضرینو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.
د غونډې بله برخه تفریحي پروګرامونو ته ځانګړې شوې وه چې ښاغلي سیف الله عابد پر مخ بوتله. ورپسې فرهنګي مسابقه وه چې ډیرو ګډونوالو پکې ګډون وکړ او ګټونکو ته ډالۍ ورکړل شوې.
د فرهنګي مسابقې بله ډیره جالبه برخه د جمعیت اصلاح معرفي وه چې ښاغلو هر یو، استاد عبدالوهاب عابد، ډاکتر حکیم الله صالح، ډاکټر همایون لودین، محمد یونس برهان، عبدالناصر عتید او احمد ارشاد احرار پکې برخه واخیسته چې د ګډونوالو د تود هرکلي سره مخ شوه.
ورپسې د تعلیم او تربیې پوهنتون استاد، عبدالاحد مسلم د اسلامی امت د يووالي په هکله وینا وکړه او ګډونوال یې هغو ګواښونو ته متوجه کړل چې نړیوال استعمار پرې غواړي اسلامي امت ټوټه ټوټه او له منځه یوسي.
د غونډې په پای کې د علومو اکادمی عضو او د جمعیت اصلاح د مرکزي شورا غړي دوکتور شیرعلي ظریفی حاضرینو ته د جمعیت اصلاح پیغام واورولو. هغه د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل جمعیت اصلاح په ټولنه کې د اسلام د اصیل فهم د خپراوي او د اسلام په مبارک دین باندې د نوي نسل د روزلو هوډمن دی او پدې لاره کې به هیڅ ډول هڅې ونه سپموي.
د یادولو وړ ده چې د پروګرام په ترڅ کې شعرونه او ترانې هم واورول شول.
غونډه د غرمې په ډوډۍ او دعا سره پای ته ورسیده.
د خویندو پروګرام
همدا راز د اختر په څلورمه ورځ په همدې تالار کې د خویندو لپاره د اختر مبارکۍ پروګرام جوړ شوی وو چې په لسګونو خویندو پکې ګډون کړی وو، په غونډه کې چې د قران کریم په تلاوت سره پیل شوه له درسونو او تعارف سربیره فرهنګي مسابقه هم موجوده وه چې خویندو پکې په ډیره لیوالتیا سره ګډون وکړ، د پروګرام په ترڅ کې ماشومانو ښکلې اسلامي ترانې واورولې او په یولس نیمو بجو باندې د عصریې له خوړلو وروسته پروګرام پای ته ورسید
په ننګرهار ولایت کې
راپور: محمد ګلاب توحيديار او انجنير باختر احسان
د امام ابو یوسف په مرکز کې
جمعيت اصلاح د جلال آباد څانګې د تل په څېر د لوى اختر په څلورمه ور ځ د جلال آباد ښار په امام ابو يوسف تعليمي مرکز کې د اختر مبارکۍ غونډه جوړه کړه. په نوموړې غونډه کې د جمعيت اصلاح غړو، همکارانو او همفکرانو؛ چې شمېر يې سلګونو تنو ته رسېده ګډون کړې وو.
غونډه سهار لس بجې د قاري رحمت الله په تلاوت پيل شوه. ورپسې د جمعيت اصلاح جلال آباد څانګې مسؤل مولوي صاحب مير عباس ګوهري پرانيستې وينا واوروله. ميلمنوته يې هر کلى ووايه او د قربانۍ په ارزښت يې رڼا واچوله ويې ويل: په لوى اختر کې د قربانۍ څخه موخه د حيواناتو حلالول او غوښې خوړل نه وي بلکې د ابراهيم علیه السلام او اسماعيل علیه السلام د قربانۍ ياد تازه کول او مسلمانانو ته دا ور په زړه کول چې بايد د خپل دين د خپراوي او دعوت لپاره هر اړخيزې قربانۍ ته چمتو شي.
د بيت الله ودانول د څه لپاره؟
د غونډې دوهم ويناوال د جمعيت اصلاح د مرکزي شورا غړى شيخ القرآن مولانا عبدالصبور وو، نوموړي د ابراهيم علیه السلام او اسماعيل علیه السلام سيرت ته اشاره وکړه او ويې ويل: هغوى له نن نه نږدې ٥٠٠٠ کاله وړاندې بيت الله شريف ودان کړ او هلته يې د مسلمانانو يو لوى مرکز جوړ کړ او له دې مرکز نه يې د توحيد رڼا خپره کړه.
وړاندې يې وويل: اوس چې حاجي صاحبان بيت الله شريف ته ځي، طوافونه کوي، په حجرالاسود لاسونه ږدي او شيطانان په کاڼو ولي، دا په حقيقت کې د يو تړون تازه کول دي چې مونږ به د دين په کار کې ابراهيم علیه السلام غوندې هر راز قربانۍ ته چمتو کېږو، د نړۍ په ګوټ ګوټ کې به د توحيد (اهل السنة والجماعة) عقيدې د خپراوي مرکزونه جوړوو او څنګه مو چې په حج کې غټ او واړه شيطانان په کاڼو وايشتل خپلو سيمو ته به په ګرځېدو سره د هر غټ او واړه طاغوت په وړاندې مبارزه کوو.
نوموړي په مسلمانانو غږ وکړ چه په اسلامي عباداتو کې روح پياوړی کړي، عبادات يې له عادتي بڼې نه روحاني بڼه غوره کړي، په خپلو کې سره يو شي، د اسلامي نظام د حاکميت لپاره په ګډه کار وکړي، ابراهيمي سنت را ژوندي کړي، هر راز قربانۍ ته چمتو شي او د اوسني هر اړخيز فساد مخه ډب کړي.
مونږ څه پيغام لرو؟
د جمعيت اصلاح ختيځ زون مسؤل او د ننګرهار پوهنتون استاد دکتور نجيب الله صالح د غونډې ګډونوالو ته په خپله وينا کې وويل: مونږ خلکو ته څه نوى پيغام نه وړاندې کوو بلکې دا هماغه پيغام دى چې څه د پاسه ١٤٠٠ کاله وړاندې د بشريت ناجي حضرت محمد مصطفى (صلی الله علیه وسلم) نړۍ ته راوړى وو مونږ په هماغه لار قدمونه ږدو، او د هغوى پل تعقيبوو.
دکتور صالح زیاته کړه: اسلام يوازې د يو څو عباداتو نوم نه دى بلکې د يو هر اړخيز کامل او شامل نظام نوم دى،اسلام د رحمت، محبت، امن، ورورګلوۍ، آزادۍ، خوشحالۍ او سوکالۍ دين دى.
نوموړي همدا راز وويل: مونږ د داسې يو امت برخه يو چې دنړۍ له شمال څخه تر جنوب، او له ختيځ څخه تر لوېديځ پورې سره نه بېلېدونکي اړيکې لري.
د غونډې په بهير کې قاري صاحب نجيب الله مجروح او محمد اسحاق جبارخېل د غونډې ګډونوال په خپلو خوږو غږونو ونازول او خواږه ترنمونه يې واورول چې د ګډونوالو پاملرنه يې د ځان کړې وه.
غونډه په زړه پورې تمثيلي ټوټو، ذهني پوښتنو او نورو بوختوونکو پروګرامونو لا ښکلې کړې وه.
د يادونې وړ ده چې د افغانستان اسلام طبي ټولنې (AIMA) چې د هېواد په ځينو سيمو کې يې د خپلو شتو وسايلو او امکاناتو په مټ يو لړ وړيا روغتیايي خدمتونه تر سره کړي، يو وړيا روغتيايي کمپ هم لګولى وو چې د نژدې سلو تنو ګډونوالو د وينې ګروپونه يې معلوم کړل.
د روان هر اړخيز فساد په وړاندې د يو ژمن او ځيرک مسلمان په توګه څه بايد وکړو؟
دا د هغه ورکشاپ سرليک وو چې د غونډې په وروستۍ برخه کې د ګډونوالو څخه نژدې ١٥تنو پرې نظرونه وړاندې کړل او خپلې مشورې يې د غونډې له نورو ګډونوالو سره شريکې کړې.
د زيات شمېر ګډونوالو رايه دا وه چې د ځوانانو د بې لارې کولو لپاره چې کوم وسايل په کار اچول شوي دي بايد نېک بديلونه يې وړاندې شي او مسلمانان د يو منظم صف او ټولنې په توګه چې ښه بېلګه يې جمعيت اصلاح ده کار وکړي.
غونډه د مولوي صاحب محمدخان په دعاء پاى ته ورسېده.
دا هم غونډې څو انځورونه
الفلاح د نجونو مدرسې هم د اختر مبارکۍ په اړه غونډه جوړه کړه
- د مدرسې طالباتو(زده کوونکو) له خپلو کورونو نه له ځان سره خوراکي توکي راوړي وو.
- په زړه پورې تفريحي او تمثيلي ټوټې وړاندې شوې.
- ذهني ازموينې او مسابقي ترسره شوې.
- خواږه اسلامي شعرونه او ترانې واورول شوې.
الفلاح د نجونو مدرسه چې په خپل ډول کې په ننګرهار کې ړومبنۍ ده، نژدې څلور مياشتې وړاندې د متدينو هېوادوالو په مالي مرسته او د جمعيت اصلاح په سرپرستۍ په جلال آباد ښار کې پرانيستل شوه. نوموړې مدرسه تر دې دمه نهه تنه ښځينه استادانې لري چې د ١٧٠تنه طالباتو (ښځينه زده کوونکو) د ښوونې او روزنې چاري په مخ وړي.
د مدرسې استادانو او زده کوونکو د لوى اختر په څلورمه د دوشنبې په ورځ سهار ٩ بجې د اختر مبارکۍ غونډه جوړه کړه. د غونډې ويندويي استادې ماريې بي بي کوله. غونډه د استادې مريم بي بي په تلاوت پيل شوه، د مدرسې سرمعلمې استاد عايشه صافۍ د غونډې پرانيستې وينا واوروله. زده کوونکو او استادانو ته له هرکلي ويلو وروسته يې له هغوى څخه په غونډه کې د ګډون کولو له امله مننه وکړه او ګډونوالو ته يې د غونډې په ارزښت رڼا واچوله.
اختر د احاديثو په رڼا کې
استاد مريم هادي د حديثو درس واوراوه او په اسلام کې يې د اخترونو په ارزښت خبرې وکړې، د مدرسې استادانې او زده کوونکې يې دې خبرې ته ځير کړې چې په اخترونو کې د غلطو دودونو او رواجونو په وړاندې په کلکه ودريږي او پرېنږدي چې په ټولنه کې کورنۍ د غلطو رواجونو ښکار شي.
استاد نازدانې بي بي د قرآنکريم حکم تر سرليک لاندې موضوع وړاندې کړه. خپلې ټولې خويندې يې د قرآنکريم د احکامو پلي کونې ته راوبللې او د قرآني احکامو عامونه يې د ټولو مسلمانانو هغه که ورونه دي که خويندې، مسؤليت او دنده وبلله.
او همدا راز استاد آمنې بي بي د وخت په ارزښت رڼا واچوله او له خپلو ټولو خويندو څخه يې په کلکه غوښتنه وکړه چې د وخت ارزښت په پام کې ونيسي، خپل وخت په داسې ډول تنظيم کړي چې د خپل ځان، کورنۍ او ماشومانو تربيې او روزنې ته يې کلکه پاملرنه په کې کړې اوسي.
غونډه په دعاء سره پاى ته ورسېده.
په پیښور کې
په مرکز فرهنګي کې د لوی اختر د مبارکۍ په مناسبت غونډې
د افغانستان اسلامي فرهنګي مرکز د تیرو کالونو په څیر سږ کال هم لوی اختر په دوه بیلو بیلو شاندارو مراسمو کې ولمانځه.
د وروڼو لپاره پروګرام د قوس په نهمه نیټه د لوی اختر په څلورمه ورځ د سهار د 09:30 بجو تر 12:00 پوری نیول شوی و.
غونډه د کلام الله مجید په تلاوت د استاذ عبدالخالق له خوا پیل شوه، د سټیج چارې ډاکټر عطاء الرحمن فطرت پر مخ بیولې، غونډې ته ګڼ شمیر علماء، استاذان، سپین روبی، لیکوالان، شاعران، ځوانان او تنکی ځلمیان راغلی وو، په غونډه کې پیلیزه وینا د افغانستان اسلامي فرهنګي مرکز ریس قاضی محمد حسن اسلامی واوروله، لومړی یې حاضرینو ته هر کلی او د لوی اختر مبارکي وویله او زیاته یې کړه چه هره ورځ زمونږ او ستاسو لپاره یو نوی فرصت الله تعالی راکوي تر څو د ځان، ټولنې او د ملت د نجات لپاره څه وکړای شو، او د خپل نفس اصلاح زمونږ د کار لمړنی ډګر دی که پدې امتحان کې مو بری تر لاسه کړ په نور ډګرونو کې کار راته اسانه دی هغه وړاندې وویل: نړۍ نن صالحو، مخلصو، امینو، باکفایته او ایثار ګرو ځوانانو ته اړمنه ده، کوښښ وکړﺉ په هغه ټولګي کې حساب شئ چې سترګې یې په انتظار دي او خلک خپل ارمانونه ورپورې تړي.
ورپسی محترم ورور محب ربی ګران صاحب، حاجی احمد شاه وردګ او نورو ځوانانو خپل شعرونه او فکاهئ حاضرینو ته وړاندی کړلې، ورپسې محترم استاذ زاهدی احمدزی صاحب د افغاستان د غمیزې په تاریخي ابعادو رڼا واچوله او د اصلاحي او تربیتي کارپه ضرورت یې مفصله وینا وکړه او د افغان ولس په جهادي اتلولیو او بیا د سیاسیت په ډګر کې په بایلودلو یې خبره وکړه. هغه وویل چې: زمونږ د تربیې کمزوي، غفلتونه او په چاپلوسو کمونستانو او غربیانو اعتماد او د د ښمن ژور پلانیز کار او دسیسو مونږ په دې سرنوشت اخته کړي یو، زمونږ ټولنې ځینې غړي د غربیانو په تقلید کې ځانګړی مهارت لري، ځوان نسل مو د هغوی څخه په وارد شوي ثقافت مین دی ، استاذ په دې هیله چې افغان ځوانان خپل کلتور او ثقافت وپیژني خپله وینا پای ته ورسوله.
ورپسی د هیواد نومیالي عالم او د جمعیت اصلاح د مرکزي شوری غړي مولوی محمد نعیم جلیلی د جمعیت اصلاح په نمایندګۍ خبرې وکړې او ویې ویل: د لوی اختر پیغام د ځوان او سپین ږیري لپاره د قربانی او سرښندنې پیغام دی. قرآن عظیم الشان بیا د هغوی د قربانۍ تعبیر داسې کړی دی چې هغوۍ ځان په بشپړه توګه د الله حکم ته وسپاره، الله تعالی د هغوی یادونه په دې ایت کې کړې ده (فلما اسلما وتله للجبین)
د جمعیت اصلاح پیغام په دوه ټکو کې خلاصه کیږی او هغه دا چې یو مسلمان خپل مسولیت وپیژني او بیا د مسولیت د اداء کولوطریقه او لاره هم وپیژني
هغه زیاته کړه چې په اوسني وخت کې او له بله پلوه د شرعی نصوصو په رڼا کې د دغه ستر مسولیت ادا کول د اجتماعي کاراو هلو ځلو پرته ممکن نه دی.
په اخیر کې د محترم مولوی صاحب نور محمد په دعاء محفل ختم شو او د غرمې د ډوډۍ خوړلو څخه وروسته د مرکز څخه په مننې سره میلمنو خپل احساسات د رخصتیدو په وخت کې څرګندول.
د دغه پروګرام د نظم او ډسپیلین چاری د ښاغلو هر یو الأثری، سید یحیی حماد، حمزه، حکمت الله، قاری عبدالرحمن او ډاکټر ګل حسن او نورو وروڼو په همکارۍ تر سره شوې.
دا هم د غونډې څو انځورونه
د خویندو پروګرام
په مرکز کې دویم پروګرام د خویندو د انجمن د انتظام لاندې د کال 1388هـ ش د قوس د میاشتې په 8مه نیټه ترسره شو، لومړی د انجمن فرهنګی زنان افغان مشرې استاد سعدیه حفیظ د خویندو په دغه شانداره دینی غونډه کې د ګډون په ارزښت خبرې وکړې، او خویندې میندې یې د خپلې ټولنې په اصلاح او روزنه کې د هغوی د مسؤولیت دروندوالي او اهمیت ته متوجه کړلې او ویې ویل: دا ډول تربیتي او دیني محافل زمونږ د نارینه او زنانه دواړو ضرورت دی. ورپسې د درنې مهذبې او حیادارې تفریح پروګرام وو چې کمکیو نجونو پکې شعرونه، ترانې، فکاهۍ وړاندې کړې، په اخر کې د انجمن مشرې د مرکز او ټولو هغو وروڼو څخه شکریه او مننه وکړه چې د مصروفیتونو سره سره یې خپلی میرمنی او کورنۍ دغه محفل ته رالیږلې وې. په اخرکی د عصریې په صرف کولو سره محفل په دعاء پای ته ورسیده
One Comment
نورالحق آرین