پدې اختر کې هم د تیرو اخترونو په څیر په لر او بر افغانستان او د هیواد نه بهر د جمعیت اصلاح په سیمه ایزو دفاترو کې د اختر په دریمه ورځ، د اختر مبارکۍ پروګرامونه نیول کیږي، دا پروګرامونه چې بیلا بیلې علمي، فرهنګي او تفریحې برخې لري د وروڼو او خویندو لپاره په بیلو ساحو او بیلو وختونو کې دایریږي.
د کابل د اختر مبارکۍ د پروګرام وخت او پته:
د وروڼو لپاره: د اختر دریمه، د یکشنبه ورځ، د سهار نهه نیمې بجې.
د خویندو لپاره: د اختر څلورمه، د دوشنبه ورځ، د سهار نهه نیمې بجې.
پته: خوشحال مینه، د شاداب ظفر بلاکونو شاته، د جمعیت اصلاح د نشراتو او فرهنګی څانګې دفتر، د سید جمال الدین تالار
په ننګرهار، مزار شریف، هرات، پیښور او نورو سیمو کې د اختر مبارکۍ د پروګرامونو د دقیق وخت او ځای په هکله د د جمعیت اصلاح له سیمه ایزو دفاترو سره اړیکه ونیسئ.