راپور: انجنيرباختراحسان او ډاکتر نجات الله
دغوره بدلون په لور
جمعيت اصلاح دختيځ زون دځوانانو څانګې د تېر په څېرسږکال هم د(غوره بدلون په لور) تر سر ليک لاندې دتنکيو ځوانانو چې زيات شمېر يې د لېسې دورې (لسم، يوولسم او دولسمو ټولګيو) زده کوونکو لپاره درې ورځنى مخيم (تربيتي سيمينار)د روان کال د لړم مياشتې په ٢٣مه نېټه په جلال آباد ښار امام ابويوسف تعليمي مرکز کې جوړکړ.

مخيم دشنبې ورځ دمازيګر په څلورو بجودقاري صاحب عبدالرحيم په تلاوت پيل شو. وروسته دمخيم عمومي مسئول استاد عبدالبصير عظيمي دمخيم پرانيستې وينا واوروله دسيمينار په اهدافو او ادابو يې رڼاواچوله اوګډونوالو ته يې د سمع او طاعت نظم اودسپلين په اړه ﻻزمې سپارښتنې وکړې اوګډونوال چې شمېر يې ١٣٠ تنو ته رسېده په نهو مجموعو یا ګروبونو ووېشل.
نوموړي مخيم درې ورځې دوام درلود اوګډونوالو ته په ﻻندې موضوعاتو رڼا واچول شوه:
اخلاقي بدلون
دجمعيت اصلاح دجلال آباد څانګې مسئول مولوي صاحب ميرعباس ګوهري
سیمینار ته وويل : د پېغمبري رسالت يو کار هم داخلاقو ټينګول اوغوره اخلاقو خپرول وو، په اسلام کې اخلاقي نظام يوازې په فرد پورې خاص نه بلکې عام او شامل نظام دى چې په خپله پراخه لمن کې فرد، ټولنه او دولت هم رانغاړي او زمونږ په ټولو وسايلو او اهدافو کې بايد داخلاقو په غوښتنه ټينګار وشي.
قوم پرستي يا نشنلېزم
دهېواد نامتو عالم او د جمعيت اصلاح مرکزي شورى غړي مولانا عبدالصبور سیمینار ته په وینا کې وويل په کومو ټولنو کې چه قوم پرستي پيداشوې هغوى يې يو دبل وينو ته کېنولي اود دوى ترمنځ يې د اعتماد، مينې اومحبت فضا په بې اعتمادۍ، کينې اودښمنۍ بدله کړې.
اسلام دهېوادونو ترمنځ مينه، محبت او ښه اړيکې غواړي.
ده وويل دقوم پرستۍ فلسفې په بنسټ خو افغانستان هم يو موټى نه پاتې کيږي بلکې خبره بيا له قوم او ټبر نه تر زه او ته پورې رسيږي، او په کور کې کورګي جوړيږي، ويې وويل: که ما ويل چې زه يم او تا ويل چې زه يم نو نه به ته يې او نه به زه يم او که ماويل چې ته يې او تا ويل چې ته يې نو هم به ته يې او هم به زه.
مولوي صاحب زیاته کړه: ترنننه په اسلامي هېوادونو کې داستعمار او ښکېلاک په ضد دغورځنګونو مشري علما وو کړې او کوي به يې انشاءالله نه نشنلستانو او قوم پرستانو کړې او نه ترې دا تمه کېدى شي.
د وخت ارزښت
په جلال آباد کې د اصلاح عالي لېسې مدير استاد حفيظ الله حکمت سیمینار ته په خپلو خبرو کې وويل: د لوېديځ ځوانانو د وخت ارزښت پېژندلى ځکه خو اوس د قيادت خوند اخلي او اسلامي نړۍ ځوانان ورته لاس تر زنې ناسته دي، له بده مرغه اوس وخت زیاتره ځوانان د وخت ډېره برخه په هندي فلمونو، ډرامو او عبثياتو تېروي او ټولنې هم د دې ناوړه کار لپاره پانګه اچونه کوي.
د اسلامي ټولنې په رغونه کې د ځوانانو رول:
د جمعيت اصلاح مرکزي شورى غړي استاد عبدالرحيم صراف سیمینار ته په وینا کې وويل؛ په هېواد کې چې سياسي استقرار نه وي، د ملت بې سوادۍ کچه خپل اوج ته رسېدلې وي، ملت کې اسلام ضد افکار خپريږي نو دځوانانو مسئوليت يې له هغه ځوانانو سره چې هېواد يې سياسي استقرار او آزادي لري، ډېر توپيرکوي، ځوانان بايد خپل ژوند ته په کمه سترګه ونه ګوري، خپلې موخې او اهداف وپېژني، د اسلام ژوره مطالعه وکړي، لويو او ملي گټي په وړو او شخصي هغو پورته وګڼي، د اهميت په تناسب د ستونزو او ننګونو مقابله وکړي او ځان د يو متخصص او غوره کارپوه په توګه ټولنې ته وړاندې کړي.
غوره بدلون
د جمعيت اصلاح مرکزي شورى غړي او د نشراتو مسؤل مولوي محمد نعيم جليلي لخوا ځوانانو ته د خبرو پر مهال وويل: د بدلون کيلي خپله له فرد سره ده، ټکنالوژي او ماديت په انسان کې بدلون نشي راوستلی، دا يو الهي سنت دي چې د خير او شر کشمکش به تر قيامته موجود وي، د پرمختګ تصور له بدلون پرته محال او ناشونى دى.
د جمعيت اصلاح پيغام
د جمعيت اصلاح رئيس استاد محمد عاطف ځوانانو ته وويل: د جمعيت اصلاح کارونه په شفافيت، شورائيت، قانونيت، احتساب او اعتدال ولاړ دي.
هغه زیاته کړه:سوره کهف د جمعې په ورځ لوستلو کې يو حکمت دا هم دى چې ځوانانو ته دا درس ورپه ياد کړي چې يو وخت خلکو دين منحرف او ګډوډ کړى وو او په وړاندې يې د ځوانانو يو وړوکي ټولي مټې راونغاړلې او مبارزه يې وکړه.
استاد وویل: د جمعيت اصلاح ټولې هڅې په همدې خاطر دي چې د هر تصور بنده ګان د يوالله ج بنده ګان جوړ کړي او د هغه هڅو په وړاندې مبارزه هم خپله دنده او وجيبه ګڼي چې خلک له الله (ج) پرته نورو خلکو ته وربولي، جمعيت اصلاح کوم نوى پيغام نه دى بلکې د همدې موخو د لاسته راوړلو لپاره يو وسيله ده او بس.
استاد وويل چې يوه مفکوره هغه وخت کاميابېدلى شي چې د ځوانانو داسې يو ټولى يې ترشا ولاړ وي چې پاک زړه، قوي عزم او نېک احساسات ولري، اوس نو ستاسې نوبت دى او د ټولنې سترګې ستاسې په لور دي، يقين لرم چې حق به يې اداء کړئ.
د مؤمن صفات
دننګرهار پوهنتون دشرعیاتو پو هنځي استاد او دجمعیت اصلاح مرکزي شورا غړي مولوي محمدشریف رحماني هم سیمینار ته په وینا کې دمومن صفات بیان کړل او ویې ویل: مؤمن د هغه با مسؤليته او حساس انسان نوم دى چې تل خپلو مسؤليتونو او کارونو ته دقيق او ځير وي، د خپل هر کار لپاره ټاکلى وخت لري، د خپلو ټولو ورځنيو چارو لپاره منظم مهالوېش لري،نه يوازې د خپل نفس تزکيه کوي بلکې د خپل مال، ژوند او اخلاقو تزکيه يې دنده وي. او دا تزکيه په خپل ځان پورې نه محدودوي بلکې شاوخوا تر تزکيې پورې يې غزوي چې په پايله کې يوه پاکه ټولنه رامنځته شي، د ژوند په ټولو چارو کې رښتينى وي، عادل او منځلارى وي لنډه دا چې ټول خير خير وي.
نوموړي زياته کړه: مؤمن په ټولنه کې يوازې نندارچي نه وي چې د ټولنې په ستونزو يې تندي کې غونجوالى هم رانه شي، بلکې له بديو خلک منعه کوي، او نېکې لارې ته بلنه ورکوي.
د پېغمبري مکتب ريښتيني اتلان
د جمعيت اصلاح غړي او د امام ابو يوسف تعليمي مرکز مسؤل استاد محمد ګلاب توحيديار هم په سیمینارکې په اسلامي تاريخ لنډه رڼا واچوله او ويې وويل: مونږ او تاسې ته د تاريخ لوستل ځکه ډېر ارزښت لري چې د حضرت محمد مصطفى صلی الله علیه وسلم د راتګ سره سم د نبوت دروازه د تل لپاره وتړل شوه او د دعوت دا دروند پېټى زموږ او ستاسې په اوږو کېښودل شو نو له همدې امله مونږ او ستاسې بايد د صحابه کرامو، تابعينو او اسلافو د دعوت او جهاد د مشرانو او لارويانو له تجربو څخه ګټه پورته کړو او په پله يې پل کېږدو.
بيا يې د دغه اتلانو له جملې څخه د يوه ځوان اتل يوه په زړه پورې کيسه واوروله، چې لمړى په اورېدونکو کې يوه درنه چوپتيا خپره شوه او د کيسې تر پايه ټولو ګډونوالو په سلګو، سلګو وژړل.
سیمینار(مخيم ) په منظمه توګه په تربيتي بڼه په مخ وړل کېده او ډېر زيار ايستل کېده چې ځوانان د سمع او طاعت (اورېدلو او منلو) په روحيه وروزل شي.
د ټاکلو وختونو پاملرنه کېده او ورسته پاتې کېدنه به د مجازاتو سبب کېده.
د سيمينار په مختلفو پړاوونو کې ګډونوالوته په زړه پورې تمثيلي پارچې، حماسي ترانې، ذهني آزموينې او د خطابې سيالۍ په لاره اچول شوې وې.
پاى غونډه
د مخيم پاى غونډې ته د ننګرهارپوهنتون يو شمېر استادان، جيد علماء او يو شمېر ميلمانه رابلل شوي وو. چې د مخيم غوره ګډونوالو ته د نوموړو مليمنو په لاسونو جايزې هم و وېشل شوې.
د مخيم په پاى کې وروستۍ وينا د جمعيت اصلاح ختيځ زون مسؤل دکتور نجيب الله صالح وکړه او ويې ويل: نن چې مونږ او تاسې د کوم مخيم په پاى غونډه کې سره راټول يو، موخه ېې هغه ګواښونو ته يو ځواب وو چې غواړي ځوانان د بې دينۍ (سيکولرېزم)، ملت پالنې(نشنلېزم)، ولسواکۍ (دموکراسي)… اوبلانورو فتنو لکه د ځينو هېوادونو په اشاره د ژبې او مذهب په نوم ګډوډيو په لومو کې راګير کړي.
نوموړي زياته کړه :چې دا مبارزه يواځې د جمعيت اصلاح دنده نه ده بلکې جمعيت اصلاح به پيل کوي او بيا نو د ټول ملت دنده ګرځي چې په دې مبارزه کې کارنده ونډه واخلي.
مخيم د مولوي صاحب فضل الرحيم په دعاء پاى ته ورسېده.
3 Comments
Shukrllah
دحمعيت اصلاح دشرقی زون د ځوانانو څانګی ته ددی ډول کامیاب سیمینار په انعقاد مبارکی ورکوم او دالله تعالی نه ورته ددی ستر کار په سرته رسولو عظیم غواړم .رښتیا هم چی ځوانان دیوی ټولنی د ملا دتیر حیثیت لری د نن ځوانان دراتلونکی قایدین دی او ددی نسل تربیت زمونږ دهوسا او ارام ژوند ځامن دی همدا ځوانان دی چی مونږ ورته په امید یو چی دغه روانو بد بختیو ته د پای ټکی ږدی که دغه ډول سالمه تربیه یی وشی . د الله تعالی دغه ځوانانو ته مزید توفیق غواړم [b][/b]
Anonymous
ګرانو ځوانانو! وینۍ چې جمعیت اصلاح ستا د لارښوونی لپاره دغه رنګ روزنیز پروګرامونه جوړوي، په بیځایه نارو دوکه نشۍ، د قوم پرستۍ، ژبه پالنی، سمت پرستۍ نارۍ ستاسو ژوند ضایع کوي، که غواړۍ د خپل ژوند څخه ګټه پورته کړۍ، او خپل ژوند د آخرت د کامیابۍ وسیله کړۍ، نو د جمعیت اصلاح په لیکو کې یو ځاي شۍ، تر څو د دنیا او آخرت نیکمرغي مو په برخه شي، ستا د ښی راتلونکی په هلیه
توریالی توریالی
سپیشل سلامونه خوشالی ، نکمرغی او د اختر مبارکی دغه پرتنی علماکرامو ته او اسلامی دعوت کونکو ته او هغه با غیرته لیکوالانو ته کم چی خپله وینه يي په قلم کی د خدای د رضا او خپلواکی لپاره په کی ځای کړی ده …
دا اختر دی مبارک وی هغی مور ته کم چی يي د ځوانی مرګ پر وطن شهید زلمی زوی لومړی اختر دی .
د ا اختر مبارک وی هغه ځوان ته کم چی يي د امريکايي يرغلګرو پر ضد جهاد اعلان کړی دی .
دا ختر دی مبارک وی هغه ځوان کم چي يي په رګونو کې د وینی پر ځای په تنکۍ ځوانۍ کی باروت ځای کړی دی .
دا ختر دی مبارک وی هغه ديندارې مور او مجاهد پلارته کم چی د خپل زړه سپيڅلې ټوټه شیرین اولاد د جهاد سنګر د ګرم ساتلو د اسلام او د افغانستان د يو سرښيندونکي مجاهد په څير د جهاد ډګر ته استولی دی .
دا اختر دی مبارک وی هغه ځوانانو ته کم چی د قرآنی او اسلامي احکامو د نفاذ او د افغانستان د خپلواکی په خاطر د خپل سر سودا د یوه لوی چښتن جلجلاله سره کړی ده او د شهادت يي ارزو ده .
دا اختر دی مبارک وی هغه مجاد او مخکښ ځوانانو ته کم چی د خپلو هلو ځلو او کړاوونو اجر يوازی او يوازی د لوی چښتن جل جلاله څخه غواړی ، نه د بندګانو څخه.
دا اختر دی مبارک وی هغه ځوانانو ته کم چی یی د امریکایی یرغل پر ضد د جهادږغ او وسله پورته کول په هر مسلمان نارينه او ښځينه فرض عين بولی او د زړه د اخلاصه د یوه رب (ج) حکم ته لبيک وايی او د اسلام د سپيڅلي دين د سر لوړۍ او د افغانستان د خپلواکی لپاره د جهاد په لار کې هر ډول سرښيندنې ، قربانۍ او منډو ترړو ته د فرمانبردارۍ لاسونه پر نامه ایښودلی دی .
دا اختر دی مبارک وی هغه د حق د لارې سپيڅلي مجاهد ځوانانو ته کم چی د امريکايي يرغل سره په نه ستړی کیدونکی مبارزه اخته او خپل ټول عمر يې د جهاد او خپلواکی سنګر ته وقف کړې دی .
دا ختر دی مبارک وی هغه ځوانانو ته کم چی په شپواو ورځو مزلونه کوی ، لوږې او تندې تيروی ، د جهاد او خپلواکی په لار کې ټپونه زخمونه ، سختۍ ګالی خو د دې ټولو سره سره هغه ماته و نه خوړل بلکه نور هم تيز چټک او پر اسلام او خپلواکی د قربانۍ جذبې يې لاپسي تاندې او ويښې شوې .
دا اختر دی مبارک وی هغه ځوانانو ته کم چی د امريکايي او صليبی یر غلګرو باندې د درندو وارونو د تر سره کولو او د جهاد د سنګر د ساتلو لپاره شپه ورځ يوه کړې او د دښمن سره په مخامخ جګړو کې ولاړ دی .
یو ځل نور سلامونه او د اختر مبارکی هغه همتناکې او صبرناکې غیرتمنی ،پتمنی عزتمنی مور او خور ته وړاندی کوم کم چی نو ر به د خپل زلمی شهید زوی او ورور ږغ د تل لپاره وا نه اوری .