About the author

Related Articles

4 Comments

  1. 1

    Anonymous

    جمعیت اصلاح جلال آباد کې ډیره فعاله ده هیله ده چې په کابل کې دغه راز فعالیتونه زیات کړي ځکه چې دلته داسې دعوتي او اصلاحي هڅو ته زښت زیات ضرورت دی نو هیله ده توجه وشي.
    لکه دجلال آباد په فهم قرآن دوره کې چې عیدګاه جومات پارک چې د لسګونو زره وګړو نه ډک شو نو دادکابل چمن حضوري به ددغسې یوې تاریخي او ایماني غونډې نه ډک نشي؟؟
    لږ منډه ترړه غواړي.
    راځئ ثابته کړو چې دکابل ښار داحمدظاهر د مینه والو نه بلکې دقرآن د خادمانو ښار دی!!
    څنګه خوښه مو نده؟؟؟
    آیا داسې به امکان ونلري؟؟
    تاسې پکې څه وایاست؟؟؟

    Reply
  2. 2

    Anonymous

    سلامت خانه وروره !!!
    دلته خلک د ډالرو په قيصه کې دي ، دلته خو د فهم قرآن دورې هم جوړې شوې چې په يوه کې ما هم ګډون کړی و خو تر زرو پورې کسانو هم په کې ګډون ونه کړ ، نو له دې څخه معلومېږي چې دلته خلک د قرآن لپاره وخت نه لري او نه د جلال اباد په شان جمعيت اصلاح په کابل کې فعاله دي ، ځکه دلته نسبت جلال اباد ته پروګرامونه کم دي او زما په فکر وجه به یې هم همدا وي چې خلک په کې د جلال اباد په شان ګډون نه کوي.
    بله خبره دا ده چې ددې ځای خلک لکه څنګه ټولو ته معلوم دي ، برق ۲۴ ساعته دی او هر کور تلويزيون لري او که تلويزيون نه وي نو کمپيوټر خامخا لري او دا دواړه ، چې وي بيا عام خلک د قرآن او جومات لپاره وخت نه لري او نه مرګ داسې بولي چې يوه ورځ به ما هم له ځان سره لاهو کړي.
    خو له جمعیت اصلاح نه هيله کوم چې په کابل کې خپل پروګرامونه زيات او د کابل په ټولو طرفونو کې يې جوړ کړي.
    مونږ په پاکستان کې هم وخت تېر کړی ، هلته چې به د جماعت اسلامي د فهم قرآن کلاس پيل کېده نو يوه مياشت مخکې به د کلاس اعلانونه هره کوڅه او هر دېوال او هره لوحه نيولې وه خو دلته که د فهم قرآن دوره وي نو په هماغه سیمه کې یواځې پوسترونه وي او نوره سیمه ورڅخه پاتې وي.
    بل دا چې د کابل خلک (مطلب مې ښاريان دي)له پخوا څڅه همداسې لږ….. پاتې شوي دي ، چې دين ، قرآن او دا او دا ورته چندان مهم نه ښکاری مهمې ورته پيسې دي

    Reply
  3. 3

    Anonymous

    ماشاالله
    له الله جل جلاله ځڅه د جمعيت اصلاح د اصلاحي او ترپيتي پروګرامونو د لا معياري کيدو، ډېريدو، او خوريدو غوښتونکي يو.
    د محترم اسد کمال صاحپ احساسات د غور وړ دي، خو داسي نه ده چي ګوندي د کاپل جمعيت اصلاح لاس تر ذني ناست دي، د همغه څاي د مشرانو په شتون او لارښونه کي د جمعيت اصلاح پروګرامونه د تطپيق وړ ګرڅي.
    ځه فکر کوم د کاپل خلک دين دوسته دي، خو کيداي شي د دعوت هغه طريقه چې په ننګرهار کي موثره ده په کاپل کې موثره نه وي، نو څکه پايد د دعوت د وړاندي کولو په پڼه کي د مثپت تغير هڅه وشي.

    Reply
  4. 4

    Anonymous

    همت په کار دی
    زه د ټولو وروڼو د تبصرو سره موافق یم
    خو پدې نظر یم چې که جلال آباد کې د جمعیت اصلاح وروڼو سم پلان نه وای وضع کړی او بیا یې دهغه د تطبیق لپاره پوره منډه او هڅه نه وای کړې نو دومره سترې غونډې هلته هم ممکنې نه وې .
    د کابل جمعیت اصلاح باید دهغوی له کامیابې تجربې نه پره ګټه واخلي!

    Reply

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

د جمعیت اصلاح ویب سایټ ټول حقوق خوندي او د ويب سایټ د نوم په یادولو یې کاپي کول مجاز دي