په لغمان ولايت كې په سلګونو خویندو د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر د زده کړې ویاړ وګاټه
مهترلام: اصلاح انلاین
د رمضان مبارکه میاشت د قرآن کریم د نزول میاشت ده نو ځکه خو یې په رارسیدو سره مسلمانان د دغه عظیم کتاب تلاوت، اوریدو او زده کړې ته مخه كوي، د نړۍ په لر او بر کې د قرآن وږمې وچلیږي، مسلمانان وروڼه او خویندې د قرآن د ډيوې تر شاوخوا د پتنګانو په څیر راټولیږي او د مبارکو احکامو او پیغامونو نه یې ځان خبروي.
په همدغه موخه د لغمان ولایت جمعیت اصلاح په نوښت او اهتمام د دغه ولایت مرکز د میدانیو کلي د معلم قاسم په کور کې د خویندو لپاره د قرآن کریم د تفسیر او ترجمې څلویښت ورځنۍ دوره ترتیب شوې وه چې د لغمان جمعیت اصلاح دغړي ډاکترصاحب عبدالقهار لور یې مدرسه وه.
دوره د شعبان په ۱۵ مه نیټه پیل او د رمضان په ۲۵ مه نیټه پای ته ورسیده ، چې په لومړيو ورځو کې د ۱۴۰ شاوخوا خویندو پکې ونډه اخیسته خو په وروستۍ ورځ یې شمیره ۶۰۰ ته ورسیده .
په پای کې د لغمان جمعیت اصلاح لخوا یو لړ ډالۍ او تحفې هم په ګډونوالو خویندو وویشل شوې.
خویندو د دغه راز دورو په جوړیدو ډیره زیاته خوښي څرګندوله او د جمعیت اصلاح نوښت یې ستایه او په راتلونکي کې د لا زياتو دیني پروګرامونو او درسونو غوښتنه یې کوله
دوره د دوعا په لوستلو سره پای ته ورسیده.
6 Comments
Anonymous
لغمان جمعیت اصلاح مستحق شاباش و تحسین است که به خواهران توجه نموده ودوره تفسیر را بری شان دایر مینماید وآنان را از پیام جاودان قرآن خبر میسازد .
الله متعال برای شان اجر عظیم بدهد.
Anonymous
لله اکبر ولله الحمد!
کله چې زمونږ خویندې په قرآن پوهه شوې نو انشاءالله چې مثبت بدلون به راځي
Anonymous
ماشاء الله، دخویندو لپاره دتفسیر دوره!
باید په نورو ولایتونو کې هم دجمعیت اصلاح وروڼه دغه نیک اقدام ته پام وکړي.
موفق او بریالي اوسئ
Anonymous
هوښیاران وای:
د یوی سړی (هلکه) نیکه تربیه تر هغه پوری محدوده وی ولی د یوی ښځی (انجلی) تربیه د هغه ورسته تر پنځه یا له هغی وړاندی نسلونو پوری دوام لری.
د لغمان ورونو ښه اقدام کړی. هیره دی نه وی د د کابل په اولو مکرویانو کی هم د روژی مبارکه میاشت کی د اسلامی علومو یو میاشتنی دوره جوړه شوی وه. د مکرویانو ځای اوسیدونکو پکی په زړه پوری کډون درلود.
Anonymous
السلام عليکم ورحمه الله وبرکاته
ښاغلو!
الله دې جمعيت اصلاح ته لا ډېرتوفيق ورکړي چې د يو هر اړخيز کار پيل يې کړى، او په قاموس کې يې ناهيلي نشته. د ولس ملاتړ په همدو پسې دى.
Anonymous
السلام عليکم ورحمه الله وبرکاته
ښاغلو!
الله دې جمعيت اصلاح ته لا ډېرتوفيق ورکړي چې د يو هر اړخيز کار پيل يې کړى، او په قاموس کې يې ناهيلي نشته. د ولس ملاتړ په همدو پسې دى.