دقراّن پوهنې د دورو لړۍ نژدې دوه كاله وړاندې دننګرهار په ولايت كې دجمعيت اصلاح په نوښت شروع شوه چې ددې ولايت دمتدينو وروڼو او خويندو دتود هركلي او استقبال سره مخ شوه .
دجلال اّباد ښار په شمول ،لغمان ولايت او دننګرهار ځينې ولسواليو او كليوته يې هم دخلكو په كلكه غوښتنه لړۍ وغځيده چې دادى دروان 1388 هـ ل كال داسد دمياشتې په لمړۍ او نۍ كې دقراّن پوهنې درې دورې ترسره شوې.
كوټ ولسوالۍ كې:
دجمعيت اصلاح دجلال اّباد دسيميزې څانګې لخوا جمعيت اصلاح دكوټ څانګې په غوښتنه په كوټ ولسوالۍ كې دقراّن پوهنې دوه دورې ترسره شوې.
لمړى دوره : دكوټ د دوانو په كلي كې
دغه دوره داسد په لمړى شروع او داسد په شپږمه پاى ته ورسيده چې هره ورځ دسهار په 8 بجو شروع كيده او تر لسو بجو يې دوام درلود نوموړې دوره دجمعيت اصلاح دمركزي شورا غړي شيخ القراّن مولوي صاحب عبد الصبور لخوا پرمخ وړل كيده . او دحديثو درس پكې په وار وار سره دجمعيت اصلاح ختيځ زون مسئول او دننګرهار پوهنتون استاد دوكتور نجيب الله صالح، دجمعيت اصلاح غړي استاد محصل غازي زاده او مولوي صاحب سيد هاشم پرمخ بيوه .
لمړۍ ورځ
مولوي صاحب عبد الصبور په لمړۍ ورځ دقراّن فضائل بيان كړل او دقراّن پيغام يې خلكو ته واوراوه چې ټول انسانان د ادم(ع) اولاد دي، تور په سپين او سپين په تور،عرب په عجم او عجم په عرب او هيڅ يوقام په بل قام فضيلت او بهتروالى نلري مګر په تقوا سره .
او زياته يې كړه مسلمانان ، تاجك، ازبك،پښتون، فارسيوان،پشه يي دهرې سيمې او هرقوم خلك په خپلو كې سره وروڼه دي په مسلمانانو كې تفريق او جدايي اچول ددښمنانو او استعماري قوتونو توطيه او دسيسه ده هغوى غواړى چه مسلمانان سره جلا كړي.
دوهمه ورځ:
مولوي صاحب دښځو په حقوقو خبرې وكړې او په ميراث كې يې دهغوى په حقونو ټينګار وكړ او ميړونو ته يې توصيه وكړه چې خپلوښځو سره ښه سلوك وكړي. دلورګانو دپاللو اجر يې داحاديثو په رڼاكې بيان كړ او دهغوى دتربيت ، پالنې او تعليم په هكله يې هم ټينګار وكړ.
دريمه ورځ:
داّخرت په فكر خبره وشوه او ددنيا ژوند فنا كيدل او داّخرت راتلل داسلام داساسي عقائدو څخه وبلل شول .
څلورمه ورځ:
دسودحرمت ، تاوانونه ، او دسود څخه اجتماعي او اقتصادي
مشكلات او ستونزې راپيدا كيدو په هكله اوږد بحث وشو .
پنځمه ورځ:
دستر حجاب او پردې په مسئله خبره وشوه حيا او حجاب يې داسلام دمهمو تعليماتو او لارښوونو څخه او، بې حيايي او بې پرده ګي يې دبى دينۍ او الحاد اساسي لاره وبلله او ښځوته يې دپردې كولو په هكله دقراّن او سنتو په رڼاكې ټينګار وكړ.
په وروستۍ او شپږمه ورځ :
مولوي صاحب عبد الصبور دتوحيد په موضوع خبرې وكړي او دا قضيه يې ښه روښانه كړه چې يواځې الله (ج) دكائناتو خالق، مالك، حاكم اوپاچا دى په ځمكه باندې دهغه له قانون پرته بل قانون منل كفر دى ، دقانون جوړولو واك الله سره دى . الله (ج) چې كوم شيان حلال وګرځوي هغه حلال دي او كوم چې حرام وګرځوي هغه حرام دي . بل هيڅ فرد، ادارې ، پارلمان ، جرګې او حكومت ته دا حق حاصل ندى چې دژوند په هغو برخو كې قانون جوړونه وكړي چه په هغي كې شرعي قانون موجود وي . الله (ج) دكائناتو حقيقي حاكم دى هغه ته دانسانيت دژوند په هر اړخ كې دحكومت كولو حقيقي اختيار حاصل دى هغه كه تمدن او اجتماعيت دى ، كه سياست اواقتصاد دى ، كه قضاوت او عدالت دى،داخلي پاليسي ده كه خارجي ، سوله ده اوكه جنګ دى . يعنى دژوند په هر اړخ كې دالله (ج) شريعت حاكم ګڼل دتوحيد دعقيدې اساس او جوهر دى .
دوهمه دوره : كوټ لاغرجو سراى جامع مسجدكېو څخه به يې تر 5 بجو پورې دوام درلود.
په نوموړې دوره كې هم پورتني موضوعات كټ مټ دهيواد جيد
عالم او دجمعيت اصلاح دمركزي شورا غړي مولوي صاحب محمد
مزمل اسلامي لخوا بيان شول . چې د دورې په وروستۍ ورځ مولوي
صاحب عبد الصبور دتوحيد او حاكميت په موضوع مفصله او په زړه
پورې وينا وكړه.
ورپسې دجمعيت اصلاح دمركزي شورا غړي مولوي صاحب محمد نعيم جليلي د دورو په اهميت خبرى وكړې او زياته يې كړه چې زمونږ دا دورې ددې لپاره دي چې دقراّن درسونه په ولس كې عام شي، په ملت كې يوه عمومي ديني ويښتابه رامنځته شي ، خلك دقراّن سره وتړل شى ، په مختلفو ساحو كې چې دقراّن كوم درسونه كيږى خلك هغوى ته حاضري وركړي او دقراّن په اهميت باندې پوه شى نو په همدې خاطر دغه دوره دقراّن ددرسونو پاى نه بلكې شروع ده چې انشاء الله په كوټ كې به ددورې نه وروسته دقراّن د درسونو بله لړۍ شروع كيږي . په اّخر كې په همدې مسجد كې دجمعيت اصلاح لخوا داونيز درس اعلان هم وشو. ديادونې وړ ده چې په دواړو دورو كې په زرګونو وروڼو او خويندو ونډه درلوده .
دخوږياڼو ولسوالۍ دوزيرو په سيمه كې:
داچې تير كال دجدي په مياشت كې دخوږياڼو ولسوالۍ دبازار په جامع مسجد كې دقراّن پوهنې اووه ورځنۍ دوره ترسره شوې وه نو د وزيرو خلكوهم دجمعيت اصلاح څخه كلكه غوښتنه وكړه چې همداسې يوه دوره دې دهغوى په سيمه كې هم جوړه كړي نو جمعيت اصلاح دخپلې وعدې سره سم د روان كال داسد په دريمه نيټه دوزيرو په جامع مسجد كې دقراّن پوهنې 5 ورځنۍ دوره جوړه كړه او دجمعيت اصلاح دخوږياڼو څانګې مسئول او دننګرهار داسلامي پوهنتون دشرعياتو پوهنځى استاد مولوي نصير احمد محب لخوا يې درس په مخ وړل كيده او دحديثو درس به دننګرهار پوهنتون استاد او دجمعيت اصلاح دپوهنتون څانګې مسئول مولوي صاحب شيرزاد عزيزي په غاړه وو.
دقراّن كريم فضيلت :
په لمړۍ ورځ مولوي صاحب دقراّن كريم دفضيلت په هكله خبرې وكړې او زياته يې كړه قراّن دالله كتاب دى چه خپلو بنده ګانو ته يې دهدايت او لار ښوونې لپاره راليږلى دى ترڅو هغوى دژوند كامل نظام لكه عبادات،معاملات ، اخلاق، اقتصاد او ټولنيزې چارې دهمدغه قانون له مخې برابر كړي.
لمونځ او ذكر:
ددوهمې ورځې موضوع دلمونځ او ذكر دفضيلت ګټو او ثوابونو په هكله وه.
دروژې فضيلت او ددروغو او غيبت بدوالى .
مولوي صاحب په دريمه ورځ د روژې احكام او فضيلت بيان كړ، ددې ترڅنګ يې دروغ، غيبت،چغلګري، حسد، بغض، كينه ، او په خپلو كې دښمني دقراّن داحكامو له مخې مردود وګڼل.
حيا او پرده :
مولوي صاحب نصير احمد په څلورمه ورځ پدې موضوع تفصيلي خبرې وكړې او ويې ويل چې حيا دايمان يوه برخه ده همدا راز نوموړي په غربى ، او اروپايي ، او هندې لوڅ اوبربنډ تهذيب باندې كلكې نيوكې وكړې او خپلوځوانانو وروڼـــــــــــــواو خويندوته يې دحياپردې او حجاب اهميت بيان كړ او دپردې ټينګار يې ورباندې وكړ.
حاكميت او واكمني به دالله (ج) وي:
په پنځمه او وروستۍ ورځ مولوي صاحب محب دالله (ج) په وحدانيت او حاكميت خبرې وكړې او زياته يې كړه چه په ځمكه
كې بايد يوازې دالله (ج) قانون حاكم وي او څوك چې دالله دقانون پرته په بل قانون فيصلې كوي كافران ، فاسقان او ظالمان دي .
همدا راز د دورې په وروستۍ ورځ دار الفلاح دانجونو مدرسې مهتمم او دجمعيت اصلاح مركزي شورا غړي مولوي صاحب عبد الصبور دقراّن پوهنې د دورې په اهميت خبرې وكړې او دايې روښانه كړه چې دقراّني قوانينو دعملي كولو پرته په دنيا او اّخرت كې دكاميابۍ لوړ پړاوته نشو رسيدلى او دايې دجمعيت اصلاح دنده وبلله چې خپل ولس ته به دقراّن پيغام رسوي.
په همدې ترتيب مولوي صاحب محمد نعيم جليلي دجمعيت اصلاح دمركزي شورا غړي دقراّن كريم داهميت او فضيلت په هكله خبرې وكړې او زياته يې كړه دموْ من ټول ژوند بايد قراّن وي ، لمونځ يې قراّن وي، تلاوت او ذكر يې قراّن وي . فيصلې يې په قراّن وي. لنډه داچې هر عمل او قول يې دقراّن سره برابر وي .
د دورې په وروستۍ برخه كې دننګرهار پوهنتون پخواني استاد او دجمعيت اصلاح دننګرهار ولايت مسئول استاد عبد الرحيم صراف دجمعيت اصلاح دپيژندګلوۍ په هكله خپله وينا واوروله او ويې ويل چې جمعيت اصلاح يوه ديني غير دولتي ټولنه ده چې داسلام داصيل فهم دخپرولو لپاره له بيلابيلو لارو او وسايلو لكه ديني حلقې،دقراّن پوهنې دورې، دسيرت دورې ، علمي او فرهنګي مسابقې ، وركشاپونه ،سيمينارونه ، مجلې ، راديو، انټرنيټ او مسلكي تعليمي ادارو څخه په ګټه اخيستلو خپلو هيوادوالوته خدمت كوي.
ديادونې وړده : نوموړى دوره چې هره ورځ دسهار له 8 بجو څخه پيل كيده او تر 9:30 بجو پورې دوام درلود نزدې 1300 وروڼو او 1500 خويندو په پكې ګډون كاوه . او د دورې په پاى كې د وزيرو قوم دسپين ږيرو او مشرانو لخوا د دورې مدرس مولوي صاحب نصير احمد محب ته دقومي دود او دستور له مخې دعزت او وقار پګړۍ وتړل شوه .
دوره دمولوي صاحب عبد الصبور لخوا په دعاسره پاى ته ورسيده .
13 Comments
Anonymous
ماشاء الله
الله اکبر ولله الحمد
دقرآن پیغام خپرول ستر او عظیم مقصد دی چې ټول بشریت ورته اړتیا لري!
نو دغه یون ته لا زور ورکړئ
مننه
Anonymous
ماشاالله
الله مو بریالی لره واقعا چی د اسلامی امت دویشتوب دپاره دقران پوهه دیره ضروری خبره ده
او دالله نه تاسو محترمو علماوو او ددین داعیانو ته اجرونه اوثوابونه درکری الله دستاسود دعوت دغه ستر سنگر ژوندی لری
او الله دهیواد د گرم سنگر اتل مجاهدین هم تل بریالی او سرلوری لری
ولسلام علیکم ورحمت الله
Anonymous
ژوندی دی وی دغه پورتنی دد ین رښتینی خپرونکی . لعنت دی وی پر خاینا نو لکه ربانییوف منافیق ،ابن الوقت خاین مجددی ،سیاف د امریکایانو سپی فضل هادی شینواری او ددوی په شان نور د صلیبایان مزدوران دا د کفارو مزدوران ټوله د خدای سه یاغیان دی او قاتیلین دی دی که نن وی که سباوی د تل لپاره به ابدالابد دوږخ ته روان وی
Anonymous
اسلام عليكم
الله مو تل بريالي لره رشتيا چي جمعيت اصلاح كاركوي او دا نور غوندي بوچ بوچ شعارونه نه وركوي.
ژوندي د وي جمعيت اصلاح
ا
Anonymous
په جلال اباد کې اصلاحیان فعال دي مګر په کابل کې خو یې خونده نشته !
مونږ خو دلته یوه ستره دوره هم ونه لیده !
Anonymous
یاره جعفرخان وروره وایم زما د زړه خبرې دې کړې ، نه پوهېږم چې دا خلک ولې د قرآن پوهنې دورې نه جوړوي ځکه مونږ يې يو راپور هم ونه ليد ، ځکه په لرې پرتو سیمو کې د خلکو ايمانونه قوي او ایماندار خلک هم ډېر دي.
مګر په کابل کې تاسو وګورﺉ چې عیاشي،فحاشي او نورې معاملې له هيچا هم پټې نه دي نو ددې ټولو د اصلاح لپاره زما په اند له جمعيت اصلاح پرته بل څوک نشته چې اقلاً خپلې غلطۍ ورپه ګوته کړي او که په کابل کې هم همداسې پټ شي نو لرې نه ده چې خلک به ډېر زر په سړکونو هغه کارونه وکړي چې اوس يې پټ پټ کوي
مننه
سدابهار-فرانکفورټ
Anonymous
جمعیت اصلاح اداره باید دجعفرخان او ګل محمد په نظرونو او وړاندیزونو ژور فکر وکړي!
دکابل اصلاحیانو ته دغه یو چلنج دی باید ځواب یې کړي
Anonymous
ماشاالله ،
واقعاکه چیری د قران احکام او قوانین په صحیح توګه خلکو ته ورسیژی انشاالله لری نه ده چی مونژ به هغه ټول شیان ترلاسه کړو چی تراوسه یی نه لرو.
د همدی قران په واسطه حضرت عمر رضی الله عنه تر فارسه پوری حکومت وکړ. د همدی قران په برکت مسلمانانو داسلام مقدس دین تر اندلس او افریقا پوری ورسولو ، لیکن همدی قران ته چی کله مونژ شاه کړه او هیر موکړ نو هرڅه مو له لاسه ورکړل او اوس یی هم ورکوو . که غواړی چی هغه پخوانی وقار، قدر او عزت مسلمانان بیرته لاسته راوړی نو باید د قران په مفهوم او معناو په صحیح توګه ځان پوه کړو.
Anonymous
سوال: آیا جمعیت اصلاح در کابل نیز تصمیم دایر نمودن چنین دوره های کلان را دارد ؟
این بسیار ضروری است که در قلب کشور برنامه های قرآنی داشته باشیم ومردم را اصلاح کنیم وحقیقت همین است که قلب اصلاح شود همه کشور اصلاح میشود
Anonymous
شریفه احمده وروره السلام علیکم !
محترمه: مطمین اوسه انشاءالله ډیر زر به ( دواړه اختره وروسته )یو ستره قرآنی دوره په کابل کی وګوری ، امید دی چی خپله هم راشی او نور مسلمانانو ته هم دعوت ورکړی .
ستا ورور ضیاء الرحمن
Anonymous
تشکر
ضیاء الرحمن صاحب
انشاءالله که هم خودم وهم دوستانم در دوره تان شرکت خواهیم کرد
Anonymous
((سپیشل سلامونه خوشالی او نیکمرغی دغه علما کرامو او اصلاح ټولنی او ویبپاڼی کارکونکو او لوستونکو ته))سلامونه او رحمتونه پر هغو غازیانو او شهیدانو ،کم چی يي د خپلواکی په مقدسه مبارزه کی خپلی سپیڅلی وینی قربانی کړی دی تل دی روح ښاد او نوم دی ژوندی وی ! تاسو ګرانو مسلمانانو افغانانو پښتنو ته دی د خپلواکی 90یمه کلیزه مبارکه او لوی چښتن (ج)دی یی در پوری نکمرغه کړی .سلام پر هغه مور کم چی اتل د زمانی (بیت نیکه )ځانکو یی په خپلو مبا رکو لاسونو ځنګولی ده .
سلام پر هغه ميندواو خويندو کم چی د علم پروره (روښانيانو) ځانګو وی يي په خپلو مبارکو لاسونو ځنګولی دی.
سلام پر هغه مور کم چی د ستر ټولواک (شیرشاه سوری )یی په خپله مبارکه غيږ کی روزلی دی .
سلام پر هغه مورکم چی ستر ادیب ،فرهنګپال،مبارز (خوشال بابا)یی په مبارکه غیږ کښی روزلی دی .
سلام پر هغه مور کم چی يي د افغان د ازادی بابا ادم (میرویس نیکه)یی په خپله غیږ کی روزلی دی .
سلام پر هغه مور کم چی ستر ټولواک (احمدشاه بابا)دا فانی جهان ته راوړی دی .
سلام پر هغه میندو کم چی يي (شاه اشرف،شاه حسین،ایوب خان،اکبرخان )په خپلو مبارکو غیږو کی روزلی او تربیه کړی دی .
سلام پر هغه (ملالی) کم چی يي د حق په چیغه سره د انګریزانو امپراتوری د تل لپاره ړنګه سوله .
سلام پر هغه میندو کم چی ي ستر مجاهد ملی قاید (محمد عمرحفظه الله)(حکمتیار) او سپیڅلی طالبان په خپلو مبارکو غیږو کی روزلی او تربیه کړی دی .
سلام پر هغه وړونو خویندو او میندو کم چی د نړی وال کفر او ظالم یرغلګرو سره په نه ستړی کیدنکی مبارزه لګیادی .
Anonymous
jafara wroora pa kabul ki di wroona weeda na di
da roozi mobaraki 8 chi da shanbi wrazi sara samoon lari da quran pohani 6 wrazanai dawra shirro kizhee
address yi da dai:
saraki seelo masjid sad bin maaz
da shadab zafar bolakoona
ta aw malgari di kawalai shai rashai