قران زمونږ هویت دی، قران زمونږ د ژوند کتاب دی، او قران زمونږ ژغورونکی دی، دا ډېرې زړه راښکونکې ادعاګانې دي خو ایا زمونږ د هویت مسئله له ګواښ سره نه ده مخ ؟ ایا ریښتیا هم قران زمونږ له ژونده نه دی وتلی؟ او ایا مونږ ورته د ژغورونکي کتاب په سترګه کتلي؟
ورونو او خویندو! ریښتینۍ دا ده چې قران یوازې رواجونو ته پاتی دی، او دا ځکه چې مونږ دقران په روح نه پوهیږو، په دې نه پوهیږو چې قران له مسلمانه څه غواړي او پر ژوند یې څه اغېز لري؟
جمعیت اصلاح په خپلو محض دیني هڅو د الله تعالی شکر ادا کوي او ویاړي چې خپل ولس ته فرصت برابروي تر څو د قران په غوښتنو او روح پوه شي، دا دی یوځل بیا ددې بېسارې درنې او خوږې سلسلې بل نوبت د خوږیاڼو په اسلام پالي ولس کې ځای نیسي، چې په ترڅ کې به یې په زرګونو نارینه او ښځینه د قران مینه وال د قرانکریم د شپږ ورځنۍ دورې ګډونوال وي.
د خویندو لپاره د پردې چاره په پام کې نیول شوې ده.
ځای: د خوګياڼيو ولسوالۍ، وزيرو دو سرکه، د وزيرو جامع جومات
وخت: د سهار اته بجو څخه تر ۹:۳۰ پورې
نېټه: درېيم د اسد، شنبه تر اتم د اسد پنجشنبې پورې
مدرس: مولوي نصير احمد محب
4 Comments
Anonymous
الله تعالی دې تاسو ته اجر درکړي چې ددې ملت د وېښېدو غم درسره دی او ددې ملت په غم شريک يئ دا ملت چې په قرآن راويښ نه کړو او د قرآن په اساساتو پوه نه شي ګومان نه کوم چې ښه ورځ دې وګوري
Anonymous
ماشاءالله
دقرآن پوهنې او پوهاوي په جهاد کې یو بل ګام!
موفق او کامیاب اوسئ!
Anonymous
مننه خدای دی تاسو ټولو ته اجر درکړی.
ایا په کابل کی هم د قران پوهنی دوره پیلیدونکی ده؟ مهربانی وکړی په دی هکله معلومات راکړی.
ړ
Anonymous
انشاء الله په کابل کې به له واړه اختر نه وروسته شانداره دوره پیل کیږي