15000 سړيواو ميرمنو په وروستۍ ورځ ګډون كړى وو
دمهترلام بازار دوكاندارانو ددورې لپاره خپل دوكانونه تړلي وو
ګډونوالو100000 روپۍ مرسته وكړه
مهترلام:
دپښتو ژبې وتلي شاعر ښاغلي پيرمحمد كاروان په يوه ناسته كې دجمعيت اصلاح لخوا د قرآن پوهنې دكاميابو دورو په اړه ډيره مهمه او پخه خبره وكړه او هغه داچې : كله كروندګر ځمكه او پټى يو كال ونه كري او شړيې پريږدي او لمر يې ووهي نو هغه بيا دبل كال كر نې ته ډير جوړ او تيار وي او په زړه پورې كښت او غله كوي ، افغانستان هم دجهاد له برياليتوب وروسته ديوې لسيزې جګړواو دغه اوه كاله د كرزي دحكومت په مهال داسې پړاو ته ورسيد چې اوس دبل هر وخت په پرتله زيات اسلامي دعوت ، بلنې او كار ته چمتودى او ولس په خپله هم ډير ليواله دى چې په اسلام پوه شي او په عملي كولو سره يې ددنيا او اّخرت نيكمرغۍ وګټي خو داكار دعلماوو او مسلمانو بلو نكو او داعيانو حكمت او ښه تدبير ته هم اړتيا لري.
له قرآن او الهي پيغام سره زمونږ دولس مينه او تړاو بې سارى دى چې هغه ټول غلط اټكلونه او ناروا ګومانونه له منځه وړي كوم يې چې دا څوكاله په اړه كيدل، افغانان څوارلس پيړۍ اسلام ته ژمن پاتې شوي دي او هرمهال چې چا هڅه كړې څو دغه ژمنتيا كمزورې كړي هغوى په خپلو ارادو او پلانونو كې له ماتې سره مخ شوي دي.
خو داهم بايد له ياده ونه باسو چې دغه مومن ولس هم په شيدودسوځيدلو څخه وروسته شوملو ته پوكي كوي يا په بل عبارت مارچيچلي دي نواوس له پړي نه هم ويريږي او هغه مشهور حديث دى چې ( لايلدغ المومن من جحر واحد مرتين)(مومن له يوه سوري نه دوه ځلې نه چيچل كيږي) او بيا په داسې مهال چې څوڅو ځله يې قربانۍ پلورل شوې او يا لږترلږه له سرښندنو نه يې غلطه او ناوړه استفاده شوې ده نو ډيره ګرانه ده چې ژر او په اسانه په يوچا باور او اعتماد وكړي ، بلنې ته يې لبيك ووايي او ملاتړ يې وكړي بلكې يو څه عملي ثبوتونه غواړي، څو وپوهيږي چې داسلامي شعار او تګلارې مدعي جريان او ډله څومره په خپله مدعا كې صادقه اورښتونې ده ،اّيا په خپلو كارونو كې شفافيت لري ، اړيكې يې له چاسره دي ، اّيا په خپلو اصولو ولاړ دي او كه نه دهوا څپو ته ګوري او بيا ورسره ځان جوړوي او…
داد لوى الله فضل او احسان دى چې جمعيت اصلاح په دغو ټولو خبرو او شرطونو كې دولس په باور پوره ختلې ده او كه چير ته كومه غلطي او اشتباه ترې شوې او ياكيږي لكه دانسانانو نه چې په طبيعي توګه ممكنه ده – ځكه چې يوازې الله كامل ، پوره او دهر ډول كمي ، نيمګړتيا او نقصان نه پاك ذات دى – نو بيا په ځان كې داظرفيت هم لري چې بيرته خپلې اصولو او تګلارې ته راوګرځي.
له جمعيت اصلاح سره دولسي ملاتړ او تاييد ښې بيلګې او مثالونه د قرآن پوهنې هغه دورې ګڼلى شو چې ديوه كال نه راپديخوا پيل او په جلال اّباد ، خوږياڼيو،كامې ، كابل او لوګر كې جوړې شوې او لسګونو زره وروڼو او خويندو په كې ونډه اخيستې ده ، يوازې دجلال اّباد ښار په دوره كې شا اوخوا 50000 سړيو اونزدې 20000 ښځو برخه اخيستې وه او ټولو په اتفاق سره دغه دوره دجلال اّباد په تاريخ كې ترټولو ستره او تاريخي ديني غونډه وبلله په ځانګړې توګه چې په دومره غټ شمير ښځې هم په كې شريكې وې.

داځل په لغمان كي
دلغمان مهترلام ښار شنه او سرسبزه سيمه ده ، دپسرلي مستو وږمو يې ښايست لاورزيات كړى دى ، دلغمان مست سيند هم په څپو دى خو دوګړو جذبې او ولولې يې ترهغه زياتې څپاندې وي ،د قرآن پوهنې په شپږورځنۍ دوره كې ددغه ميړني ولس دومره پراخه او ستره برخه اخيستنه دلغمان جمعيت اصلاح دمسئولينو له تصور او اټكل نه هم پورته او لوړه وه.
دحمل په 22مه نيټه دشنبې په ورځ دلغمان په مهترلام ښار قلعه سراج كې د قرآن پوهنې په شپږورځنۍ دوره پيل شوه او دپنج شنبې ورځ دحمل تر 27 مه نيټې پورې يې دوام وكړ، ددرس په پيل كې به چې دماسپښين په دوه نيمو بجو پيل كيده دلغمان جمعيت اصلاح غړي مولوي شمس الرحمن دنبوي احاديثو لنډ درس درلود بيا به محترم شيخ ال قرآن مولوي عبدالصبور د قرآن كريم درس وړاندې كاوه په لومړۍ ورځ د قرآن كريم په فضيلت او پيغام، په دوهمه ورځ زكات او عشر ، په دريمه ورځ دبنده ګانو حقوق، په څلورمه ورځ په اسلام كې دښځو حقونه، په پنځمه ورځ حلال رزق او په شپږمه ورځ دتوحيد پر موضوع بحث وشو.
ددرس په وروستۍ ورځ مولوي صاحب عبدالصبوردتوحيد په موضوع دخبرو په مهال وويل : دتوحيد تقاضا داده چې مونږ دالله امر او قانون پرځان او ټولنه پلى او نافذ كړو څوك چې دالله قانون پريږدي او دبل چا قانون ته تسليم شي هغه په حقيقت كې دتوحيد له دايرې نه ووت،قانون جوړونه او يو څيزحلالول او حرامول دالله حق دى نوڅوك چې دغه حق بل چاته وركوي مسلمان نه دى، غربي ډيموكراسۍ له اسلام سره په همدې وجه ټكر لري چې هغه دتحليل او تحريم حق پارلمان ته وركوي په داسې حال كې چې په اسلام كې دغه واك او صلاحيت يوازې دالله دى.
مولوي صاحب په حكومت نيوكه وكړه چې يوازې په هغه څه بنديز لګوي چې لويديځ يې مخالف وي اما شراب ، بربنډ فلمونه ، نڅاګانې او سود چې الله حرام كړي دي نو هغه نه بندوي.
مولوي صاحب عبدالصبور عزم څرګند كړ چې د قرآن كريم پيغام خپرولو لړۍ به دوامداره ساتي او كه ولس ورسره هراړخيزه مرسته وكړي نو دهيواد په ګوټ ګوټ كې به دغه ډول دورې جوړې كړي.
وروسته بيا دمركزي جمعيت اصلاح په استازيتوب محترم دوكتور صفت الله قانت خبرې وكړې او دلغمان له اسلام پال ولس نه يې مننه وكړه چې په دومره غټ شمير يې د قرآن كريم دپيغام رسونې په غونډه كې برخه واخيسته نوموړي زياته كړه: قرآن كريم دانسانيت دبدلون او لارښوونې كتاب دى او كله چې بشريت پرې عمل كړى نو نيكمرغه ژوند يې موندلى اما كله يې چې ترې واټن او فاصله اخيستې نو له ذلت او بدمرغيو سره لاس او ګريوان شوى دى.
نوموړي هم دجمعيت اصلاح د قرآن پوهنې لړۍ داوږدولو عزم څرګند كړ اوويې ويل : مونږ په هيواد كې د قرآن ي لارښونو او پيغام عامولو ته كلكه ملاتړلې ده څو ځان ،كورنۍاو ټولنه اصلاح كړواو داخلاقي،فكري او عقيدوي يرغل او فساد مخه پرې ونيسو،هيله لرو چې ولس راسره په دغه اصلاحي يون او برنامه كې ودريږي.
بيا په لغمان كې دجمعيت اصلاح مسئول محمدعثمان اخلاص وينا وكړه اودغه ستره غونډه يې دلغمان په تاريخ كې يونوى او ځلانده باب وباله چې دلغمان ولس به تل پرې وياړي.
نوموړي دلغمان جمعيت اصلاح په استازيتوب له ټولوګډونوالو وروڼواو خويندو نه مننه وكړه او وعده يې وكړه چې جمعيت اصلاح به په لغمان كې خپلو دعوتي اواصلاحي فعاليتونو ته دوام وركوي.
دوره دمحترم مولوي عبدالصبور په اوږده او له سوزه ډكه دوعا پاى ته ورسيده.

خاطرې:
*ددورې ګډونوالو يولك روپۍ مرسته راټوله كړه څو د قرآن پوهنې په نورو دوروكې ولګول شي.
*دلغمان دعلينګار ولسوالۍ مشرانو اوسپين ږيرو هم په خپله سيمه كې ددغسې دورې جوړولو غوښتنه وكړه.
* ددورې په څلورمه ورځ چې كله په اسلام كې دښځودحقونو بيانولو درس كيده نو ډير سخت اوتيز باران پيل شو مولوي صاحب ددرس د رخصتولو خبره وكړه مګر ګډونوالو خويندو په ډاګه وويل چې په سخت باران كې هم درس اوري او بايد رخصت نه شي ، وروسته بيادمهترلام ښار ستر جامع جومات ته ددرس دنقلولو پريكړه وشوه ، په جومات كې په ډيره سختۍ سره ايله نارينه ځاى شول او ښځو ته ځاى پاتې نه شو خودغه غيرتي ښځې دجومات شااوخوا دوكانونو اوخپلو موټرو كې كيناستې او تر پايه يې درس واوريده ددغه حالت په ليدلو سره ددورې ګڼو برخوالو له سترګو نه اوښكې لاړې.
* دښځو له خوا كلكه غوښتنه كيدله چې بايد ديني درسونه ورته نور هم داير شي.

راپور: عبدالفتاح جواد
11 Comments
Anonymous
ماشاءالله الله تعالى دقران مينه وال نور هم زيات كري او الله دي دجمعيت اصلاح مسئولينو او محترم مولوي صاحب ته اجر عظيم وركري
Anonymous
الله اکبر کبیرا والحمدلله کثیرا
دجمعیت اصلاح دوستان دی الله زیات یادوی
داد الله مرسته او تایید دی چی دومره زیات خلک دقرآن درس ته راغلی دی
Anonymous
و اشرقت الارض بنور ربها…..
الله اکبر کبيرا
الحمد لله الذي وفق عباده لتبليغ دينه الحق في افغانستان.
Anonymous
دومره زيات خلك په يوه ديني محفل كي ددي شكارندويي كوي چي افغان مسلمان ولس په خپل اصالت او ديني التزام كلك قايم دى
Anonymous
MA SHA ALLAH
MANE BA KANA DA SA SITARAE AFGHAN KHO NA DAE DA SITARAE QURAAN DAE ALLAH BA DA DOE MADAD KAWE
JAZAKUMULLAH KHAIRAN
Anonymous
May Allah help and bleses you our eyes
!
your are going to be the satr of our hope
Anonymous
ماشاالله
خداي دي تاسي ته لا نوري برياوي هم درکري
Anonymous
د جمعیت اصلاح په پروگرامونو کی دی الله پاک برکت واچی او دی سره کمک کونکو ته دی اجر عظیم ورکری.
رشتیا چی جمعیت اصلاح دیر عظیم کار روان کری دی او زما غوشتنه ده چی داسی پروگرامو ته دی دوام ورکری.
Anonymous
Dr Abdullah Niazy
MAshaallah
Kudawand de muhtaram mulawee sahib ta de la zitoo khedmatoono tawfiq warkary Ameen somma Ameen
Anonymous
[b]ماشاءالله تبارك الله[/b]
Anonymous
محترم اعضای سایت اصلاح و جمعیت اصلاح واقعاً این خدمت بزرگی به جامعه اسلامی افغانستان می باشد خداوند متعال برای شما اج عظیم عطا فرماید.