په هغه شپږ ورځنۍ دوره كې چې د ١٣٨٧ لمريز كال د كب په دريمه نېټه دجلال اّبادښار عيدګاه په چمن كې دجمعيت اصلاح دننګرهار سيمه ايز دفتر لخوا پيل شوي وه او دكب په اتمه نېټه پاى ته ورسېده ,نږدې پنځوس زره (٥٠٠٠٠) نارينه و او شاوخوا شل زره (٢٠٠٠٠) ښځو ګډون درلود ددورې وينا وال شيخ القراّن محترم مولوي عبدالصبور و او دحديثو درس به دجمعيت اصلاح ختيځ زون مسئول دوكتور نجيب الله صالح وړاندې كاوه,دهرې ورځې درس به جلا موضوع لرله .
انسان ته دقراّن پيغام :
په لومړۍ ورځ محترم مولوي صاحب د ((انسان ته دقراّن پيغام)) ترعنوان لاندې موضوع باندې خبرې وكړي اوويې ويل :قراّن انسانانو ته د اتفاق، اتحاد مينې اومحبت پيغام راوړى، ټول انسانان له يو نراو ښځې څخه پيدا شوي دي نو ځكه خو د رنګ،ژبې، نسل او قوميت په اساس يو پربل فضيلت نلري بلكې ټول سره برابر دي.
دغه راز قراّن مونږ ته داراښيي چې مسلمان ملت يوامت دى اومونږ ددې لوى ملت برخه يو،ټول مسلمانان په خپلو كې سره وروڼه دي درنګ ،ژبې،او توكم جلاوالى مسلمانان سره نشي جلا كولاى،بلكې ټول په خپلو كې وروڼه وروڼه دي. په مسلمانانو كې تفرقه اچول او اختلاف پيدا كول او امت په قومونو او هيوادونو وېشل په شريعت كې حرام دي.
نوموړي زياته كړه: په افغانستان كې ټول ميشت مسلمانان سره وروڼه دي، كه هغه پښتانه دي، كه ازبك ، تركمن دي كه پشه يي…داټول ديوالله جل شاّنه بنده ګان ,ديو پيغمبر امتيان او ديو كتاب ( قراّن كريم) پيروان دي ، يوې قبلې (بيت الله شريف) ته مخ كوي, په يووطن كې اوسېږي,ګټه او تاوان يې يو دى، عزت او سرلوړي يې يوه ده. نوپه دوى كې اختلاف اچول او هغوى په خپل منځ كې جنګول داسلام او قراّن له مخې يوناروا او ناوړه عمل دى ، نو له همدې امله پكار ده چې ټول افغانان په قراّن منګولې ولګوي او په دين سره راټول شي، په خپلو كې سره يو شي او خپل وطن اباد او له خپل ټاټوبي څخه دامن اوخوشحالۍ كور جوړكړي.
دانګرېزانو منفي تبليغات :
په دوهمه ورځ محترم مولوي صاحب دحلال او حرام په موضوع خبرې وكړې او ويې ويل چې حلال مال هغه دى چې سړى يې په خپل لاس وګټي او لاسونه پرې تڼاكې كړي ، مزدوري وكړي ، موټرواني وكړي ، دكانداري او تجارت وكړي ، او يابل كسب لكه اّهنګري ، خټګري ، جولاګري ، دهقاني ، او…وكړي او له دې لارې خپله روزي لاس ته راوړي ، هغه همدغه راز د بعضي كسبونولكه جولاګري ، اّهنګري او نورو پسې بدويل او يا هغوى ته په ټولنه كې د يوې ټيټې طبقې په سترګه كتل دانګريزانومنفي تبليغات او پروپاګند وباله او ويې ويل چې كسبګر دالله دوست دى او تر ټولو پاكه روزي همغه ده چې په خپل لاس وګټل شي ، هغه د انګريزانو داكار چې ځمونږ په ټوټه(رخت) جوړوونكو وروڼو (جولاګانو ) پسې به يې بد ويل اوبلاخره يې يو شمير افغانان له دغه كسب څخه زړه توري كړل نو هغوى ته ميدان خالي شواو اوس په بازار كې ټولې دهمدوى دلاس جوړې شوې ټوټې دي چې هيڅكله يې هم پرې دشرم احساس ونه كړ .
ښځه په ميراث كې حق لري:
دريمې ورځې ددرس موضوع دښځې حقوق په اسلام كې وه ، هغه درومي ، يوناني او غربي تمدنونو څخه مثالونه بيان كړل، چې حتى په ځينو كې يې ښځه انسان هم نه بلل كېده ، خو چې كله اسلام راغى نوښځه يې دمور، خور او لور په لقبونو ونازوله، جنت يې دمور دقدمونو لاندې وباله دالله جل شاّنه دعبادت وروسته يې دمور او پلار خدمت دمسلمان فريضه وبلله.
نوموړي زياته كړه : چې اسلام كې دسړيو او ښځو دكار ساحې بيلې دي او بايد چې په هر وخت كې دغه توازن و ساتل شي. په بدو كې دښځو وركول، ښځې ته دپلار په مير اث كې حق نه وركول، ښځه سپكه ګڼل دجاهليت نه راپاتې ميراث دى چې هيڅكله هم په اسلام كې ځاى نه لري.
هغه له خلكو څخه عملي وعده واخسته چې له دې وروسته به خپلو خويندو او لو رګانو ته په ميراث كې حق وركوي او له ميراثه به يې نه محروموي.
مولوي صاحب په ښځو غږ وكړ چې دغربي فاسد نظام لخوا دښځو دحقوقو په شعارونو ونه غولېږي بلكه دغه شعارونه يواځې ددې لپاره دي چې څرنګه ښځه له خپل اساسي مسئوليت ( داولاد تربيه او پالنه ) څخه غافله كړي ، هغه له كوره راوباسي او دنارينه وسره داختلا ط اوګډون زمينه ورته برابره كړي.
اّخرت ته ورتګ لرو:
دڅلورمې ورځې درس داّخرت ترعنوان لاندې ومولوي صاحب داّخرت په پام كې نيولو باندې په ټينګار سره و ويل چې مسلمان بايد هر وخت مرګ ته تيارى ولري ځكه مرګ ناببره راځي،هر څه فنا كېږي او يواځې دالله جل شاّنه ذات باقي او تل پاتې كېدونكى دى .څوك چې د الله جل شاّنه ملاقات خوښوي الله جل شاّنه يې هم ملاقات خوښوي، د الله جل شاّنه په حقونو كې لمړۍ پوښتنه دلمانځه كېږي ، اودبنده ګانو په حقوقوكې لمړۍ پوښتنه دوينې دتوئيدو كېږي.دجنت دګټلو لپاره تقوى او په غيبو ايمان لرل ضروري څيز دى.
څوك چې زكات نه وركوي لمونځ يې هم نه قبلېږي:
دپنځمې ورځې درس د انفاق فې سبيل الله تر عنوان لاندې و،دزكات ، صدقو او خيراتو نو وركول يې دمالدارو او شتمنو مسلمانانوذمه واري وګڼله، زكات يې داسلام دو همه بناء او دزكات وركول يې دټولنيز مساوات يواځينۍ وسيله وبلله اوويې ويل: يو شتمن سړى بايدهيڅ كله هم دافكر ونه كړي چې داپيسې يې په خپل كمال ګټلې بلكه دافكر بايد وكړي چې دا پرې د الله جل شاّنه لخوا امتحان دى ا و پدې توګه يې اّزمويي چې له خپل مال څخه دغريبو ا و نادارو مسلمانانو برخه وباسي او كه نه ؟.
دافغانستان ذاكرنائيك:
ددورې يو شمير ګډونوالو په خپلو غبرګونونو كې ويل چې: كله به يې په (PEACE ) تلويزيون د ډاّكټر عبدالكريم ذاكر نائيك درسونه اورېدل نو دا احساس به ورسره پيدا كېده چې كاشكې دغسې عالمان په افغانستان كې هم پيدا شي تر څو په ساده ژبه ورته دين بيان كړي ، خو كله يې چې مولوي صاحب عبدالصبور وليده چې په لس ګونوزره خلك يې هره ورځ په درس كې ګډون كوي نوهغه ارمان يې ووت , هغوى مولوي صاحب ته داوږده عمر دعاء وكړه .
ښځې تر سړيو وړاندې شوې:
دپروګرام دلګښتونو او مصارفو لپاره د انفاق في سبيل الله په درس كې په ګډونوالو غږ وشو چې څومره يې په وس كې پوره وي د الله جل شاّنه په لاره كې او ددغه پروګرام دلړۍ غځولوپه موخه مرسته وكړي. نوپه لږ وخت كې يو لك او اوه نوي زره روپۍټولې شوې چې يولك او څلورزره يې ښځو اوپاتې نورې يې دسړيو له خوا ټولې شوې وې .چې په دې ترتيب سره ښځې په انفاق كې له سړيو نه وړاندې شوې .
دښځينه و لومړى جماعت:
په دوره كې ګډونوالو ښځو په دې بې كچې خوښي څرګندوله چې په لومړي ځل يې په خپل ژوند كې په جماعت سره دلمونځ كولوفرصت اوموكه ومونده.
پړه يې پرجمعيت اصلاح ده :
دقراّن پوهنې دورې ګډونوالو ښځوبه داهم ويل مونږ ټولو خپل كورونه تش پرېښي او قلفونه مو ورته اچولي دي ، ځكه چې په كورونو كې يې هېڅوك هم دې ته نه حاضرېږي چې دمولوي صاحب له درس نه غير حاضر شي نوكه خداى مه كړه چا ترې څه يوړل نو جمعيت اصلاح يې بايد پړه وګالي ! .
مور مې راته سلام وكړ:
دننګرهار ولايت يوه لوړ پوړي چارواكي په خپل غبرګون كې ويلي وو چې يوه ورځ ورته خپلې مور سلام ا چولى و نوده ترې په حيرانتيا پوښتلي وو چې مورې گ زه به هر ه ورځ له وظيفې راتلم مګر تابه راته سلام نه كاوه خو نن دې راته سلام وكړ، نو هغې ورته وويل چې د مولوي صاحب په درس كې دنن ورځې كورنۍ وظيفه دسلام اچول و نو ماهم خپله كورنۍ وظيفه سرته ورسوله اوتاته مې سلام وكړ.
وروستۍ او شپږمه ورځ :
په وروستۍ ورځ درس دماسپښين په دوه نيمو بجو پيلېده مګر خلك اّن په يوې بجې راغلي او د جلال آباد ښار دوه برخې دوکانونه تړل شوي او ددرس په انتظار ناست و، دعيدګاه جومات ټول چمن دخلكو له ګڼې ګوڼې ډك و محترم مولوي صاحب د الله جل شاّنه توحيد اوحاكميت تر عنوان لاندې زړه راښكونكى بحث وكړ، يواځې دالله جل شاّنه عبادت ،هغه رازق ګڼل ،ځمكې او اسمان دخزانو واكدار ګڼل ،اود هغه ددين دحاكميت لپاره كار كول،يواځې الله جل شاّنه اعلى حاكم بلل، او دالله جل شاّنه له قانون پرته بل قانون نه منل او يوازې په قراّن فيصلې كول يې دهر مخلص مسلمان دنده وبلله ، غربي ديموكراسي يې دا سلام سره مخالف نظام وباله او په هغه عمل كول يې كفر وباله ، هغه وويل چې اسلامي پارلمان هيڅكله هم حلال حرامولاى او حرام حلالولاى نشي ، بلكې دغه څه په ديموكراتو پارلمانونو كې يو عام دود دى چې هلته دخلكو داكثريت نظر حتى د منصوصواو قطعي احكامو په اړه هم پو ښتل كېږي .
نوموړي دغربي پارلمانونو لخوا د وضعي قانون جوړول هم وغندل چې حتى د بشراو فطرت په خلاف دي ، چې ښه بيلګه يې دفرانسې دپارلمان لخوا له سړي سره دسړي نكاح قانوني ګرځول دي .
ددرس له ختمېدو وروسته دهيواد جيد عالم او دجمعيت اصلاح دمركزي شورا غړي محترم مولوي محمد نعيم جليلي دقراّن دپيغام په اړه وينا وكړه او قراّن يې ديووالي ،اتحاد،او له شته بدمرغيو څخه د خلاصي يواځينۍ وسيله وبلله .
نوموړي زياته كړه : مونږ به هغه مهال دقراّن حق اداكړى وي چې كله مو ځان , كورنۍ,ټولنه او ولس دهغه په لارښونو روزلى وي او همدغه داسلامي بدلون لاره ده.
ورپسې دجمعيت اصلاح دننګرهارڅانګې مسئول محترم استاذ عبدالرحيم صراف وينا وكړه اوله ټولو ګډونوالو څخه يې دزړه له كومې مننه وكړه چې خپل كارونه يې پرېښي او دقراّن پوهنې په دو ره كې يې دزړ ه له اخلاصه ګډون كړى وو.
نوموړي زياته كړه: كه خداى ته منظوره وه جمعيت اصلاح به دتل لپار ه دخپل ولس په خدمت كې وي او دهغوى دايماني تندې دخړوبولو په خاطربه دغسې پروګرامونه جوړوي. ورپسې دجمعيت اصلاح د مركزي شورا رئيس محترم استاذ دكتور صفت الله قانت خبرې وكړې اوويې ويل:دقراّن پوهنې دوره كې ددومره پر اخه ولسي ګډون داپه ګوته كوي چې داولس يو مسلمان ولس دى،له اسلام سره بې كچې مينه لري ، داسلام لپاره هرې سرښندنې ته چمتودى, خو له بده مرغه چې مشرانو ورسره جفا كړې ده.
دوكتورقانت هيوادوالوته دقراّن پيغام رسول دجمعيت اصلاح كاروباله او ويې ويل چې: په دغسې حالاتو كې چې په لسګونو تلويزيونونه، راديوګانې، مجلې،اخبارونه او ويب پاڼې زمونږ دمسلمان ولس د ديني هويت مسخه كولو، او د ځوانانو دبې لارې كولو په تكل كې دي، نو دا دجمعيت اصلاح چې يو ديني، اصلاحي ،تربيتي او كلتوري جريان دى وظيفه ده چې خپل ولس ته د ا سلام په رڼاكې يوه روښانه فكري كرښه جوړه كړي او هيواد له د غه لوى طوفان څخه وژغوري.
دقراّن پوهنې دغه تاريخي دوره ګډونوالو دګرمو او تودو جذبو او ولولو سره او په دې هيله چې لړۍ يې دوام وكړي د مولوي عبد الصبور لخوا ددوعا په لوستلو پاى ته ورسيده .
ديادونې وړ ده چې دقراّن پوهنې دغه لړۍ يو كال وړاندې پيل شوې ده چې په جلال اّبادښار سراج العماره بڼ كې يې لومړۍ دوره دايره شوې ده او بيا يې لوګر, كابل , خوږياڼيو او كامې ته لړۍ وغځيده او په نژدې راتلو نكي كې به په نورو سيمو او ولايتونو ته هم جوړې شي ترڅو زمونږ درانه هيوادوال له خپل دين سره ژور تړاو پيداكړي.
راپور : ډاکټر عزت الله حامد
عکسونه : فضل الرحمن مظهري
دا هم ولولئ:
28 Comments
Anonymous
ګرانو دوستانو او انډيوالانو مبارک شه يوه بله زياتونه ستاسو په فعاليتونو کې هيله ده هميشه همدارنګه اجتماع ګانې جوړي کړئ تر څو خلک پرتاسو يقين پيدا کړي مطلب مي دا دى چې خلک شيدو سوځلي مستو ته هم ور پوکي
ستاسو د بريا په هيله الله په امان
Anonymous
کله مي چي داخبر ولوست له سترګوڅخه مي اوکښي رواني شوي که په ريښتيامونږ په اخلاص سره خلک دالله لورته دقران په واسطه رادعوت کړو نوټول خلک به اسلام قبول کړي
الله تعالى دې محترم مولوي صاحب عبدالصبور اودجمعيت اصلاح کارکونکوته له توفيق ورپه برخه کړي اوالله تعالى دى په دنيااواخرت کې سرلوړي کړي امين يارب العلمين
Anonymous
که تاسو همدا لاره ټيګه کړه نو زه يقين لرم چې انشاءالله تعالى چې بري ته به ورسيږئ
واقعا چې دې مبارکې دورې پرماسخته اغيزه وکړه
Anonymous
ای د جمعیت اصلاح ملګرو خدای دی نور بری هم ستاسی په برخه کړي. واقعاً « په افغانستان کی د یو اسلامی « بنیان مرصوص » بنسټ ایښودونکی تاسی یاست. الله دی ستاسی نصرت وکړی. خو یوه ورځ به خاماخا دکوم غټ مشکل سره دخپلو دښمنانو لخوا مخ کیږی. خدای دی د اخوان المسلمین او حماس په شان قوی عزم درپه برخه کړی. آمــــــــــــــین .
Anonymous
الله اكبر ولله الحمد
تنها راه كاميابي مسلمانان متمسك بودن آنان به ريسمان الهي در روشناي فهم دين از منابع اصيل آن قرآن وسنت بوده كه عملا برادران در جمعيت اصلاح اين مسووليت را به عهده دارند الله تعالي قدم هاي آنان را ثابت تر ساخته و در مقابل سيل تهاجمات غرب اين جهد آنان را برابر با تمام ابزارها دشمن قبول كند. آمين مدثر
Anonymous
زه د جمعيت اصلاح ننكرهار سيميز دفتر ته د قران بوهنى كاميابى دورى دائرولو مباركي وايم او د الله نه ورته لازيات توفيق غوارم .
يوه هيله لرم كه د دي دورى ديديو د اصلاح انلاين له لارى نشر شي زيات خلك يه ورنه استفاده وكري .
ستاسى دلا برياليتوب به هيله
أخندزاده
Anonymous
Za tera warz Pakistan ta talama; no da Jamiat program me walada. Da Allah shokor me westa che pak parwardegar mong ta dasee Uolama rapa barkar karal che zomong malom melat ta Quran zada karee. Lets support Jamait every where in Afghanistan. I wish them great success. Ameen
Anonymous
الله اکبر الله اکبر الله اکبر الله اکبر الله اکبر الله اکبر الله اکبر الله اکبر الله اکبر الله اکبر
الحمدلله الحمد لله الحمدلله الحمد لله الحمدلله الحمد لله الحمدلله الحمد لله الحمدلله الحمد لله
قسم په خدای چی کله دامضمون اوخبر ولوست د خوشحالی نه می سترگو کی اوشکی راغلی او هر سه رانه هیر شو نور سه نشم لیکلالی
الله مو به خبلو هسو کی کامیاب لره
ماشااللله الحمدلله
Anonymous
حمد الله فایق
الله اکبر والله الحمد
سترګو کی می د خوشحالی اوشکی راغلی، د اخو ډیر د شکر ځای دی چی د افغانستان مسلمان ملت له پخوا راهیسی دینداره وو او له خپل ګران او خوږ دین سره مینه لری او هر راز قربانی ته همیشه تیار دی. خدای دی دی ملت ته نور هم توفیق ورکری چی خپل دین زده کړی او پری شه و پوهیږی، او الله جل جلاله دی د جمعیت اصلاح کارکونکو ته نور هم توفیق ورکړی چی دغسی پروګرامونه دهیواد په مختلفو نورو ساحو کی هم جوړ کړی چی نور خلک هم تری استفاده وکړای شی. آمین یارب العالمین
فایق
Anonymous
الله د قرآن كريم زمونز او ستاسو به خاوره كه حاكم وكرزوي.
دخوخشحالي خبر دي دجمعيت اصلاح ورونو ته دالله نه توفيق غوارم.
عتيد/ مكة المكرمة
Anonymous
له ټولو هغه ورونو نه مننه چی ده اسلام د پراختیا لپاره کار کوی خصوصاْ له مولوی صاحب عبدالصبور نه مننه چی ټولو خلکو ته ویناوی کوی، خو زه په دی هیله یم چی دا کار دوام ومومی او ټولو ولایاتو کی تبلیغ روان شی شمالی ولایات هم له یاده ونه باسی… په درناوی.
Anonymous
الله أکبر ولله الحمد الله أکبر ولله الحمد
العزة لله ولرسوله وللمومنین
ان تنصروا الله ینصرکم ویثبت أقدامکم
والذین جاهدوا فینا لنهدینهم سبلنا وان الله لمع المحسنین.
ان هذا القرآن یهدي للتي هی أقوم
Anonymous
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
دافغانستان اسلامي فرهنګي مرکز منسوبين په جلال ابادکې دقرآن پوهنې له توقع نه پورته عظيم شانه اودرندي دورې په بريالي توب سرته رسيدل دافغانستان دجمعيت اصلاح اوپه ځان ګړې توګه دننګرهار څانګې اوټول ولس ته مبارکې وايو الله اکبرکبيراوالحمدلله کثيراوسبحان الله بکرة واصيلا
الله تعالى دمولانا عبدالصبورپه ژوندانه کې برکت واچوي ا
Anonymous
سلامونه…
دير خوخ شوم…الله دي وكري چي د هميش لپاره داسي د دين خپروني وشي او الله دي تاسي تولو ته ددي وس دركري چي داسي ديني خپروني د هميش لپاره وكري
Anonymous
دير دخوشحالى ځاي دي جي افغانان دقرآن درس ته به مينه او اخلاص راتول شوي يقينا كه مونږ قرآن ته رجوع وكرو همدا زمونږ د تولو ستونزو حل دي الله تعالى دي مولوي صاحب ته به ځا نګري توګه او جمعيت اصلاح ته به عامه توكه اجر وركري او الله دي دا سعي ورته قبوله كري او الله دي دقرآن په ذريعه مونز او زمونز ټولنه كي مثبت بدلون راولي آمين
Anonymous
الله اکبرولله الحمد
زیات زیات د الله فضل دی چی جمعیت اصلاح په دی لاره کی لومری گام پورته کر او انشاالله چی همدا هدف ته درسیدولاره ده.
دنوروبریاوو په هیله.
Anonymous
السلام علیکم
دخدای تعالی ځخه ټولو ورونو ته دخیرپه کارونو کی توفیق غوارم.
یقینا ډیرزیات دخوشحالی ځای دی څی الحمدلله د اسلام پوهنی پرکرامونه جوریږی او خلک ئی په مینه استقبالوی.
خدای مو کامیاب لره
Anonymous
زه په خپل وار جمعیت الاصلاح ته د دې لویې بریا مبارکي وایم. ریښتیا هم چې په دې پاشلي ولس کې په داسې پاک شعار د دومره خلکو را ټولول لوی کار دی، خو دا لوی کار هم د وروڼو په همت شوی او داسې ارادو ته تر دې لوی کارونه هم شوني دي.
له خدای د نېکو کارونو توفیق درته غواړو
درناوی
مجیدالله قرار
Anonymous
شما دعوای اين را داريد که آغازگران موج جديدی از بيدارگری اسلامی در افغانستان هستيد. تا اکنون که خوب پيش می رويد. خدا کند در آينده بر حق ثابت و استوار بمانيد. حواريون و پيروان پيامبران سابق همواره از خدا اين درخواست را می کردند: ربنا افرغ علينا صبرا و ثبت اقدامنا و انصرنا علی القوم الکافرين! پاينده باد اسلام و رهروان راستين اش
Anonymous
لغمان دقراّن پلوشو په رنگا كي
په لغمان كي به دحمل په 22-27 دمهتر لام په قلعه سراج كي دقراّن پوهني ستره دوره وي
تگول لغماني ورونه او خويندي ورته دعوت دي
مولنا عبدالصبور بهدرس وركوي
وخت 2:30-4 بجو پوري
Anonymous
شوكت جانه
لكه چي اصلاح والا يي
جزاكم الله
Anonymous
الله اکبر و لله الحمد
شکر خداوند است که سلسله درس های قرآن به لغمان ما رسید .
انشا الله وعده میکنیم که خودم شریک میشوم و دیگران را نیز دعوت میکنم
Anonymous
دا سومره شه زیری دی یاره نو دومره انتظار مو ورته وویست چی بوشتنه یی مه کوه
مونز خو دمولوی صاحب عبدالصبور درس به جلال اباد کی اوریدلی وو نو داهیله مو لرله چی لغمان کی هم شروع شی
اوس به نو دلغمانیانو زور ووینی مونز خو دچانه کم نه یو داسی ستره او تاریخی دوره به وی چی داصلاح انلاین بانی به بیا بری شایسته او رنگینی شی
22حمل …………به لغمان< مهترلام> قلعه سراج کی……زمونز لغمانیانو امتحان
Anonymous
فقیر محمده وروره فقیری دی شه ده جلال ابادیانو سره زور مه وهه
دوره مو مبارک شه
به تاسی لغمانیانو کی دا مولوی صاحب عبدالصبور به یوازی هم دتول افغانستان جواب وایی
Anonymous
What is the progress in Laghman?
Anonymous
جزاکم الله خیرا
Anonymous
سلامونه
داصلاح انلاين ټولو کارکونکو ته!
بری موغواړم، الله مومل اوملګری،الله د مولوي صاحب عبدلصبور ته تور ډير همت او پوهه ورکړي٠ ايا په وردګو کې هم دې ته ورته دقران پوهنې ددورې اراده لرئ! که بخت راسره ياري وکړه غواړم په يوه دوره کې ګډون وکړم٠
اوهمدارنګه هيله لرم چې ستاسو ويډيو کلېپونه ډېرشي٠
په درنښت
ټورنټو-کاناډا
Anonymous
زه هم په وردگو كي دجمعيت اصلاح د دورو غوشتنه لرم