

نوموړي د هيواد په يو شمير ټولنو نيوكه وكړه او وويې ويل: نن سبا يو شمير ټولنې او ادارې د هنرمندانو او سندرغاړو په نازولو مليونونه ډالره لګوي اما د قراّن كريم د تفسير ليكونكي هيڅوك هم قدر نه كوي نو په همدې موخه جمعيت اصلاح راوړاندې شوه څو د خپل هيواد ديني عالمان چې د ټولنې سترګې دي ونازوي.
مولوي جليلي زياته كړه: مولوي صاحب سلطان عزيز” عزيز” د الله جل جلاله له كتاب سره دومره پياوړى او قوي تړاو درلود چې خپله ځمكه او جايداد يې وپلوره او تفسير يې ورباندې چاپ او خپور كړ.
ورپسې د كابل تعليم او تربيې پوهنتون استاد او د جمعيت اصلاح مركزي شورا غړي مولوى محمد مزمل اسلامي وينا وكړه او د ” عزيز التفاسير” ليكنه يې په افغانستان كې يوه ستره علمي كارنامه وبلله نوموړي د تفسير په ځانګړينو رڼا واچوله او ويې ويل: د “عزيز التفاسير” ستره ځانګړينه داده چې هغه په پښتو ژبه لومړنى تحليلي او تشريحي تفسير دى چې له (146) علمي مستندو مراجعو څخه په كې استفاده شوې ده, دغه راز له اسرائيلياتو څخه پاك او له ژوندنيو مسايلو سره تړلى تفسير دى.

مولوى اسلامي پښتو ژبې ته دخدمت په ټټر وهونكو نيوكه وكړه چې د غزل او سندرو ليكونكي نازوي خو د يوه ستر علمي اثر ليكونكى چې اولس كاله, څلور مياشتې او اولس ورځې يې د خپل دغه اثر په چمتو كولو كې تير كړي دي له پامه غورځولى دى د غونډې دريم ويناوال په خپله د ” عزيز التفاسير” ليكونكى مولوي سلطان عزيز “عزيز” وو چې د څه عذر له امله په غونډه كې شريك نه شو خو د تليفون په كرښه يې د جمعيت اصلاح څخه او له ټولو هغه شخصيتونو څخه مننه وكړه چې د ده د دغه ستر خدمت د هڅونې او نازونې په موخه سره راټول شوي دي.
ورپسې د جمعيت اصلاح د مركزي شورا رئيس محترم دوكتور صفت الله قانت وينا وكړه او د قراّن كريم خدمت او له هغه نه دفاع يې د جمعيت اصلاح اصلي دنده او اساسي كار وباله او زياته يې كړه: تير كال په همدې مهال په كابل كې په پارسي ژبه د قراّن پاك په نوم يو كتاب چاپ او خپور شو چې د قراّن كريم د تحريف يوه څرګنده هڅه وه نو يوازې جمعيت اصلاح وه چې دغه دسيسه يې بربنډه كړه او د هيواد لر او بر ته يې د هغې د شنډولو په موخه غږ ورساوه او د الله جل جلاله په فضل مسلمان ولس او ديني عالمان راپورته شول او د هغې مخه يې ونيوله اوس هم دادى چې د هيواد په سطحه د قراّن كريم ستر خدمت او تفسير ليكنې د قدر دانۍ او وياړ لپاره مونږ غونډه جوړه كړې ده.

ښاغلي دوكتور قانت هم په يوه شمير لوريو نيوكه وكړه او ويې ويل: د حيرانتيا ځاى دى چې كه يو چا دوه ټكي شعر او نثر وليكه نو د هيواد بيلابيلې ټولنې ورته مډالونه وركوي خو چې د هيواد په ملي ژبه ديارلس ټوكه تفسير ليكل كيږي هيڅوك هم پرې غوږ نه خوځوي د غونډې بل وينا وال د ختيځ زون يو ستر ديني عالم مولوي شير اكبر مدني وو چې د ” عزيز التفاسير” ليكل او خپرول يې وستايل او په علمي ډګر كې يې د لازياتو ليكنو او خدمتونو په هڅو ټينګار وكړ.

نوموړي هغه ټولنې او ادارې وټكولې چې د هنرمندانو په غاړو كې اميلونه اچوي خو د ديني عالمانو خدمتونو ته هيڅ ارزښت نه وركوي.
دغه راز د هيواد يوه بل نامتو عالم مولوي جانباز سرفراز هم د مولوي صاحب د علمي خدمت ستاينه وكړه او د هغه په ژوند او علمي كارنامو يې رڼا واچوله.

د ختيځ زون علمي شخصيت مولوي سيد ابرار پاچا هم غونډې ته د وينا پر مهال د ” عزيز التفاسير” ليكل يوه ستره علمي كارنامه وبلله او ويې ويل د څوكيو او قصرونو څښتنان زمونږ دوياړ وړ ندي بلكې مونږ به په دغه راز عالمانو وياړو چاچې د الله جل جلاله د كتاب خدمت ته مټې راپورته كړې دي.

غونډه د محترم مولوى صاحب صديق الله له خوا په دوعا سره پاى ته ورسيده.
د يادونې وړ ده چې ” عزيز التفاسير” د هيواد په بيلابيلو كتاب پلورنځيو كې په ډېره مناسبه بيه ترلاسه كيدلى شي.
17 Comments
Anonymous
يقينا چي ډير د خوښۍ ځاى دي چي نن زمونږ پښتو ژبه د يو داسي پياوړي تفسير خاونده شوه. الله تعالى دي ښاغلي ليكوال ته ستر اجر وركړي او د قيامت په سخته ورځ د يې د هغه د خلاصون وسيله وگرزوي.
همدا راز د الله تعالى جمعيت اصلاح ته تل په خپلو چارو كي بريا ور په نصيب كړي چي د قران د چوپړ لپاره يي ملا تړلې ده. د جمعيت اصلاح دغه اقدام چي د عزيز التفاسير په وياړ يې داسي پرتمينه غونډه جوړه كړي وه پخپله ډير د ستايلو وړ دي. ريښتيا هم چي د زمونږ د ټولني دا حالت ډير دردونكي دى چي يو عالم خپل ټول عمر د دغه سپيڅلي پيغام په چوپړ كي وقف كړي خو بيا هم هيڅ يوه اداره، تلويزون، راديو…. حد اقل له هغه څخه يو ځل مننه وكړي
الله دي زمونږ ملت تل په قرآن باندي سمسور لري آمين
Anonymous
لومري پشتنو ته مباركي وايم دالله كتاب او دمستقيمي لاري دهدايت كتاب په پشتو ژبه تفسراو ترجمه شو
او مننه كوو د جمعيت اصلاح له تولو كاركونكيو نه چي پدي ويار يي غوند ه جوره كره اداصلاح انلاين نه مننه كوو جي دغه راپوريي خپور كر
زما پيغام هغو پشتون پال چي دپشتو ناري كوي او دپشتون گتي ته دا دي چي كه ريشتيا پشتو غواري او پشتو ته خدمت داسي وي لكه محتر م مولوي صاحب سلطانع عزيز نه دزلفو او اننگو او شوندو يادكوي چي دادول خبري نه دين ته گته رسوي اونه هيو اد او ژبي ته
نو رازي جي ددين او هيواد دژعرولو دپاره د قران خدمت وكرو اوبس
Anonymous
دمحترم مولوي صاحب سلطان عزيز نه مننه چي پشتانه يي هم په سيالانو كي ودرول اوكنه نو له دي مخكي خو مو يوگودر او منگى درلود بس
له جمعيت اصلاح نه هم مننه چي دديني عالمانو قدر كوي او په درنشت يي پروگرامونه نيسي
افغان ملت دودي خواره چيري دي چي ويي نازوي
دپاچاخان سياستوال ولي غلي دي لكه پشتو ته خدمت چي ليلا, مينه ,منگى او گودر وي
Anonymous
له مولوی صاحب نه دیره زیاته مننه کوم اودالله “ج” نه ورته ددنیا اوآخرت کامیابی اوسوکالی غوارم واقعاچی دین ته یی لوی خدمت وکئ الله دورته پخپل دربارکی قبول کری
اوهمدارنگه داصلاح دبااحساسه مسولینونه چی داغونده یی جوره کری ده دزره له کومی مننه کوم الله دورته دهرقدم اجر په دنیااوآخرت کی ورکری. آمین
Anonymous
تولو ته سلام
لومري مولوي صاحب ته دالله باك نه داجرغوشتونكي يم اوالله باك دي ورته به دونيا اوعوقباكي اجروركري اوانشالله وركويي باتي شوه دجمعيت اصلاح جي كوم مسوليت كنلي دي دديني عالمانو به ستاينه كي دوي ته دي الله باك هم اجروركري اوبه باي كي مولوي صاحب نه سوال كوم جي خبلوليكونوته دوام وركري حكه دا صدقه جاريه ده
دتولونه مننه
Anonymous
بس مونږ به څه ووايو هرڅومره چې يې توصيف کړو کمه ده خدای دې ښاغلی مولوي صيب ته ددغه ستر خدمت بدله په دنيا او اخرت دواړو کې ورکړي.
يقينا چې ده يوه لويه جاريه صدقه پرېښوده.
او دې نه زياته دجمعيت اصلاح څخه شکريه ادا کوو چې دعزيز التفاسير په وياړ غونډه جوړه کړی. يقينا چې دجمعيت اصلاح وروڼه د قران په قدر او ورته زمونږ دټولنې په ضرورت رسيدلي دي.
اووو په زلفو او شونډو پښتو ته خدمت کوونکو!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!! دې ته وايې خدمت!!!!! دې ته وايې ليکنه!!!!!! او دې ته وايې غونډه!!!!!!!!!! غونډې بويه په دغسې کتابونو جوړې شي.
جزی الله الجميع خير الجزا.
Anonymous
بنده در کشور دنمارک از مدت 23 سال سکونت دارم. به مطالعه قرآنو با ترجمه بزبان های دری و پشتو علاقه زیاد دارم. خیلی آرزو دارم این تفسیر مبارک را در دست مطالعه داشته باشم. برادران که در ارسال آن بمن همکاری کنند زیاد خوشحال می شوم. چون بنده در کشور دنمارک امامت مسجد افغانها را به عهده داشته و ازین تفسیر عالی همه زیاد استفاده خواهند برد.آدرس انترنتی مسجد:
http://www.masjed.dk
Anonymous
بسم الله الرحمن الرحيم
د عزيز التفسير به شان مفصل تفسير ليكل د الله تعالی ستر فضل او احسان و جى به بنسوس ميليونه بختنو كي يي محترم او عاليقيدر مولوي صاحب سلطان عزيز ته ور به برخه كر
ريشتيا جي د بختو كتابتون به ديني او علمي سرمايه كي دا يوه ستره زياتونه او لوي خدمت دي تولو به دين مينو بختنو ورونو ته ددي لامله مباركي وايم
الله تعالي دي د مولوي صاحب دا خدمت قبول كري
به درناوي
عارف لودين
Anonymous
بسم تعالی
الرحـمن علم القز ان، خلق النسان علمه البیان
الله تعالی قران د ښونی له باره رالیږلی څو علم ترې زدکړی ، او انسان یی د علم د بیان له پاره پیدا کړی دی۰
مونږد لوی خداس شکرکاږو او الله حمد او ثنا وایوچی د عزیزاتفاسیر په وسیله پښتواو پښتانه ددې جوګه شول چې قراني علم حاصل او
نورو ته معنی ذاومفهوم یې بیان کړي۰
د دغه تفسیر لیکونکي ته دې الله تعالی په دین او دنیا ستر اچرونه ورکړي!
Anonymous
الرحـمن علم القز ان، خلق الانسان علمه البیان
اندګور مخکې وړاندې شوی دی ۰
Anonymous
مو لویصاحب سلطان عزیز ته د«عزیزالتفاسیر » د لیکلو مبارکي وایم.اوس حا ضر ما سرهدوه د تفسیر او ترجمې کتابونه شته، یو د باچا فهد په امر د لرې پښتونخوا په لهجه ترجمه او تفسیر، بل د مولوي سرفراز جانباز ترجمه او تفسیر. زما د ډېرو یارانو، د مولوي جانباز ترجمه خوښې.ی ځکه چې هم ټکی په ټکي او هم په روانه افغاني پښتو ترجمه لري. دې نوي زیري ته ډېر لېوال یم.په درنښت
Anonymous
سلامونه.ښاغلي مولوي صاب ، الله جلجلاله دي تا ته او هم ستا محترم فاميل ته ستا د ستر خد مت عوضونه په دونيا او ا خيرت در کي. الله دي پشتون قوم ته توفيق ورکي چي ستا له ستر خدمت سه فايده پورته کي.
Anonymous
مولوی صاحب ! تاسودیرسترخدمت وکرتولو افغانانوته اوداخدمت دی نه هیرونکی دی
Anonymous
ليبارك[b] الله الشيخ سلطان عزيز بما قدمه للاجيال المسلمة عامة والجيل البشتونى خاصة. ذاك العمل الذى قام به ليس الا حسنة من حسناته على الشعب الافغانى العطشان الظمان الى العلم الدينى عامة والقرانى خاصة.
والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته[/b]
فردین شاه (مومِل)
السلام علیکم و رحمته الله و برکاته
این ابتکار بزرگ را برای همه هموطنان مسلمانان و متدین عزیز خود تبریک عرض میدارم، الله عزوجل مبتکرین این عمل نیک را جزائی خیر نصیب بگرداند.
محمد شریف "سعادت"
در قدم نخست اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاتو بهترین ابتکار در دین مبین اسلام
میباشد. از خداوند متعالی خواهان چینی ابتکار بودم که در دسترس ما قرار گرفت
به امید که در آینده همچو ابتکار از قران کریم باشد. درخاتمه یک حدیث زیبا :
بهترین شما کسی است که خوش اخلاق ترین شما باشد.
خدا حافظ
lMh.sharif"sadat"
سلام به تمام دوستان عزیز
هچمو ابتکارات در اسلام باعث میشود که یک تعداد از کافر به سوی دین مبین اسلام بیاید یعنی آنچه حقیقت های که در اسلام است بفهمد .
خدا حافظ