په افغانستان كې ډير لږ وګړي انترنيت ته لاس رسى لري خو بيا هم زيات شمير ويبپاڼې شته چې په دواړو ملي ژبو خپرونې لري اما ستونزه يې دا ده چې معياري نه دي چې د خپل ولس ديني, سياسي او كولتوري تنده خړوبه كړي
له خپل هيواداو ولس سره مينه هغه جذبه ده چې انسان دنړۍ په هره برخه او هر ډول شرايطو كې اړباسي تر څو د خپل هيواد له حالاتو څخه ځان خبركړي د همدغه راز جذبې له مخې د اسلام اباد په نړيوال پوهنتون كې په لوړو زده كړو بوختو افغاني محصلينو دجمعيت اصلاح دخپرونو اونشراتي څانګې نه وخت په وخت غوښتنه كوله تر څو ديوه لنډ سفر په ترڅ كې له هغو نه ليدنه وكړي او د خپل ګران هيواد ستونزې او پرمختياوې ورسره شريكې كړي چې دالله (ج) په فضل او مرسته دهغوى له اسلامي مينې ډكې بلنې ته د لبيك ويلو شيبې را ورسيدې او دلړم مياشتې په دويمه نيټه يوه درې كسيز پلاوي داسلام اباد نړيوال اسلامي پوهنتون په لور سفر وكړ ماښام اوه بجې وې چې دپوهنتون انګړ ته ورسيدو چې د ښاغلي استاد نصير احمد نويدي, ښاغلي دوكتور عبدالباقي امين او ښاغلي دوكتور رحمت الله زاهدپه ګډون دخوږو محصلينو له تاوده هركلي سره مخ شو تر هر څه وړاندې موپه هغه ميلمستيا كې ګډون وكړ چې د قاري محمد اكبر مدثر, زاهدالله مصلح او ورور حمزه او د هغوى د ملګرو له خوا چمتو شوې وه بيا مو له پروګرام سره سم په هغه غونډه كې برخه واخيسته چې دجمعيت اصلاح اسلام اباد څانګې له خوا په افغانستان كې د فعالو رسنيو او مطبوعاتو د روان بهير ارزولو په موخه جوړه شوې وه غونډه د ماسخوتن لمانځه پسې دقراّن كريم د څومباركو اّيتونو په تلاوت سره پيل شوه دغونډې وياند دوكتور رحمت الله زاهد وو د جمعيت اصلاح اسلام اباد څانګې مشر استاد نصير احمد نويدي پيليزه وينا وكړه او دغونډې برخوالو ته يې ښه راغلاست و وايه او د دغه راز غونډو په ارزښت يې رڼا وا چوله, ورپسې د ملي اصلاح د اونيزې مسئول مدير عبدالفتاح جواد په افغانستان كې د چاپي خپرونو په شمېر, خپرنيز بهير او تګلارو خبرې وكړې او و يې ويل: د بن جرګې د پريكړې سم په هيواد كې د حامد كرزي په مشرۍ نوې اداره جوړه شوه نو په غټ شمير رسنيو فعاليت پيل كړ او په سلګونو ورځپاڼو, اونيزو, مياشتنيو او مهالنيو خپرونو اجازه ليكونه ترلاسه كړل مګر په عملي توګه يې اوس ډيرې لږې منظمې خپرونې لري او خپل خپل سياسي , فكري او مذهبي نظريات خپروي, چې غټه برخه يې له بده مرغه دملي وحدت او يووالي دماتولو په هڅو كې ورګډې دي ,مګر له دې سره د جمعيت اصلاح په چوكاټ كې د ((ملي اصلاح)) اونيزې ترڅنګ د ((قافلې))، ((ژوند))، ((اذان))، ((معرفت)) او ((توحيد)) په نوم مياشتينۍ خپرونې او ((اصلاح غږ)) راديو او ((اصلاح انلاين)) ويبپاڼه فعالې دي چې خپل دعوتي او اصلاحي فريضه ترسره كوي .بيا د اصلاح غږ راديو چې په كابل كې خپرونې لري مسئول احمدضياء رحيمزى په هيواد كې دفعالو راديوګانو او تلويزيونونو په شمير اوخپرونو وغږيد او ويې ويل : كه څه هم چې په افغانستان كې په لسګونو تلويزيوني او راديويي چينلونه فعاليت لري خو له بده مرغه دخپل ملت پرځاى پرديو ته زيات ژمن دي او هڅه كوي چې د څو پيسو په بدل كې د پرديو په تقليد سره, افغاني ټولنه له خپل اصيل كلتور او ديني ارزښتونو څخه لرې كړي چې ښه بيلګه يې هندي او غربي سريالونه او موسيقي خپرول دي .بيا د ((اصلاح ان لاين نټ)) ويبپاڼې مسئول او وتلي ژورنالست محمد يونس برهان په ويب پاڼو او انلاين مطبوعاتو وينا وكړه او ويې ويل: په افغانستان كې ډير لږ وګړي انترنيت ته لاس رسى لري خو بيا هم زيات شمير ويبپاڼې شته چې په دواړو ملي ژبو خپرونې لري اما ستونزه يې دا ده چې معياري نه دي چې د خپل ولس ديني, سياسي او كولتوري تنده خړوبه كړي نو د همدغې تشې د ډكولو په موخه مو د eslahonline.net ويبپاڼې جوړولو ته مټې راونغښتې ترڅو د افغانستان په سطحه يوه پياوړې هر اړخيزه ويبپاڼه وي .نوموړي په ځوانانو غږ وكړ چې را وړاندې شي او د قلمونو په كارولو سره د اسلامي مبارزې او اصلاحي مثبت بدلون راوستلو ډګر تود وساتي .د غونډې په پاى كې د ګډونوالو بيلابيلو پوښتنو ته ځوابونه وويل شول, محصلينو هم له خپل لوري د پوره او هر اړخيزو مرستو ژمنه وكړه,غونډه د دوعا په لوستلو سره پاى ته ورسيده.